بدل شوی سړی : احسان الله درمل
بدل شوی سړی د ښاغلي صدیق الله بدر د لنډو کیسو دویمه ټولګه ده، چې د روان لمریز کال د تلې په میاشت کې په ۱۳۱مخونو کې چاپ شوې ده. دا کتاب، چې ۲۱ لنډ کیسې په کې راغلي، دانش خپرندویه ټولنې په لغمان کې د نومیالي غازي محمدشاه خان بابکرخیل د یادغونډې په ویاړ خپور کړی دی. پر کتاب د داستاني ادبیاتو دوو لیکوالو او کره کتونکو هر یو ښاغلیو اجمل پسرلي او ډاکتر محب الله زغم په زړه پورې سریزې لیکلې دي.
د بدر کیسې له موضوعي پلوه پوره غني دي، د هغه کابو ټولې کیسې د خپلې ټولنې د زمان او مکان په دایره کې پیل او پای مومي.د هنر د کره کتونکو په اند مستقیم واقعیتونه د هنر لوی دښمنان دي. لنډه کیسه هم د هنري ادبیاتو هغه ژانر دی،چې که پر تخیل تکیه ونه کړي؛ نو د هنر په برخه کې پرې د بحث ساحه تنګه ده. له نیکه مرغه د بدر کیسې، له استثناّتو پرته، پر تخیل ولاړ واقعیتونه دي. د دې کیسو یو بل کمال دا دی، چې که لوستونکي یې له بدر سره بلد وي؛ ممکن ځینې کیسې یې پر بدر تیرې شوې سړې تودې وبولي، ځکه د زمان او مکان له قرینو یې د کیسه لیکوال ژوند، د کار ځای او خویونه د سړي مخته دریږي. په ادبیاتو کې د رښتیاتوب غوندې عنصر یو بل مهم اړخ دی، چې هنري اثار د پام وړ ګرځوي. بدر پر خپلو ځینو کیسو تر پای ته رسیدو وروسته تبصرې کړي دي، چې د لنډې کیسې ننۍ تیوري ورسره په ټکر کې ده. زما په خیال که د البوم په نوم کیسه پر هغې له شوې تبصرې پیل وای، نو د تلوسې د ایجاد لا زورور ځواک به یې درلود، ځکه چې د داستاني ادبیاتو د کره کتونکو په اند د لنډې کیسې ماڼۍ باید د ننیو هندي فلمونو په څیر له بامه د بنسټ په لور ودانه شي. له لویه سره د بدر کیسې زموږ د ټولنیز ژوند د بیلا بیلو اړخونو د تصویرونو هندارې دي، چې د ښکلې داستاني ژبې او اړین تخیل په مریو ښکلې شوې دي.تته کړیکه د ښاغلي بدر د کیسو لومړۍ ټولګه وه. بدر د پښتو ادبیاتو په روان بهیر کې یاده څیره ده، چې د کیسو پر دوو ټولګو سربیره د شعرونو دوې ټولګې او یو شمیر نور تاریخي او څیړنیز اثار لري. د بدر د ژوند او استعداد څانګوره ونه دې تازه او شنه وي.