ژباړه/ صدیق الله بدر

 

ګونتر ګراس څه ډول لیکل کول؟

 

 

الماني لیکوال، مجسمه جوړوونکی، نقاش او د ۴۷ ډلې مشهور غړی ګونتر ویلهلم ګراس چې ويل يې کتاب لیکل به يې هغه وخت تم کېږي چې دی له پښو وغورځي، د ۱۹۲۷ کال د اکتوبر په ۱۶ په ګدانسک ښار کې چې اوس د پولنډ برخه دی زېږېدلی او د ۲۰۱۵ کال د اپرېل په ۱۳ د ۸۷ کالو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې دي. حلبي ډول، پېشو او موږک، ، مږه، منګری کب، د پیازو سپینول، زما پېړۍ او د سپي کلونه د نوموړي هغه اثار دي چې په څو ژبو بیا بیا چاپ شوي او مشهور اثار دي. د ده ډېری اثار له سیاسي شرایطو او ټولنیزو ناخوالو سره تړاو لري.

تر دويمې نړیوالې جګړې وروسته په ۱۹۴۷ کال په المان کې يوه ډله جوړه شوه چې د (۴۷ ډلې) په نوم یادېدله. په دې ډله د پاخه عمر فرهنګيانو غړیتوب درلود. دې ډلې ځوانانو ته لارښوونه کوله چې یو حيرانوونکی انتخاب يې کاوه. دوی له ۱۹۵۷ کال نه وروسته یوه جایزه وټاکله. دې ډلې دغې جیزې ته داسې کسان انتخابول چې وروسته به د المان او سیمې د ادبیاتو وتلي کسان شول.

ګراس په ۱۹۹۹ کې د خپلې شعري ټولګې پر سر چې په ۱۹۵۶ کې چاپ شوې وه د نوبل جایزه خپله کړه. جالبه خبره دا چې نوموړې ټولګه په درېیوو کلونو کې ایله ۷۰۰ ټوکه خرڅه شوه.

د نوبل کمیټه وايي چې د حلبي ډول په نوم د ګراس اثر چې د جرمني نازیانو پرضد لیکل شوی ناول دی، په شلمه پېړۍ کې په جرمني کې د ناول لیکنې بنسټ کېښود. دا ګونتر ګراس دا ناول د جادویي ریاليزم په سبک لیکل شوی دی. د همدې کیسې پر بنسټ په ۱۹۷۹ کال کې نامتو جرمني ډایرکټر فولکر شلویندروف یو سینمايي فلم جوړ کړ چې د اوسکار یوه جایزه یې وګټله.

 

(هغه څه چې باید وویل شي) د ګراس د یو شعر سرلیک دی چې په ۲۰۱۲ کال کې خپور شو او په هغه کې یې پر اسراییلو او د دې هېواد پر اټومي وسلو، چې د ده په وینا د نړۍ لپاره ګواښ دی؛ سخت انتقاد کړی و.

ګراس پخپلو پنځوونو کې ځانګړي او استثنايي وضعیتونه رامنځته کوي چې د هغه د خپل ځانګړي طنز خواږه هم لري. د نوموړي ډېری اثار پر فاشیزم د نیوکې بیانوونکي دي.

ګراس په ۱۹۹۱ کې له پاریس ریویو سره په یوه مرکه کې د خپلې لیکوالۍ او لیکلو طریقه داسې بیان کړې ده:

 لیکوالي مې تر یو بریده پر هغه ټولنیزو شرایطو پورې تړاو لري چې زه په کې لوی شوی یم. ووړ چې وم، موږ ښه ژوند نه درلود او یو دوه کوټيزه اپارتمان مو و، زه او خور مې له ځانګړې کوټې محروم و. موږ د ناستې د کوټې په یوه ګوټ کې، چې ما په کې خپل کتابونه او د نقاشۍ رنګونه ساتل، اوسېدو. له همدې کبله لوستل او انځورګري مې په وړوکتوب کې زده کړل. په داسې يو له شوره ډک ماحول کې ما لیکوالۍ ته مخه کړې.   

 د لیکوالۍ لومړۍ تجربې دا رازده کړل چې خپلو کرکټرونو ته مو باید سم پام وي. ماشوم چې وم، درواغ مې ډېر ويل، له ښه مرغه دغه درواغ مې د مور بد نه ایسیدل. د دې درواغو لیکل مې ډېر ژر پيل کړل. اوس هم ترې لاس په سر شوی نه یم. په ۱۲ کلنۍ کې مې يو ناول پیل کړ چې کلونه وروسته د حلبي ډول د ناول برخه شو.

د خپل لومړي ناول د لیکلو په مهال يوه ستره تېروتنه مې وکړه. ټول هغه شخصیتونه مې چې معرفي کړل، د لومړي فصل په اخر کې مړه شول. نور مې نو ونه شو کولای چې هغه ته دوام وکړم.  

لومړۍ په لاس لیکل شوې نسخه په بېړه لیکم،دویمه نسخه معمولا ډېره اوږده، له جزیاتو سره مله او بشپړه وي. په درېیمه نسخه کې هڅه کوم چې د لومړۍ نسخې د خودجوشۍ خيال بیا راتازه کړم. هغه څيزونه چې په دویمه نسخه کې يې حضورضروري ښکاري، په همدې درېيمه نسخه کې خوندي کوم. دا ډېر سخت کار دی

کله چې په لومړۍ نسخې کار کوم، د ورځې اووه اته مخه لیکل کوم، خو درېيمې نسخې ته چې رسېږم، د ورځې ایله درې مخه کار کوم.

زه د شپې له مخې کار نه کوم، ځکه ډېر راحته لیکل کوم، سهار همدا چې لیکل شوی شی لولم، ګورم چې ښه نه وي. زه د لیکلو لپاره د ورځې رڼا ته اړتیا لرم. سهار له نهو بجو تر لسو پورې مکلفه سهارنۍ خورم چې موسیقي او مطالعه ورسره مله وي. تر سهارنۍ وروسته کار پیلوم او تر غرمې وروسته د یوې پیالې قهوې په څښلو سره ځان راحته کوم. بیا کار ته مخه کوم او د شپې تر اوو بجو پورې په لیکلو لګیا کېږم.

 لیکوال باید هغه څه ولیکي چې تاریخ لیکونکي يې له لیکلو غافل وو او د تاریخ په کتابونو کې نه دي لیکل شوي.

د ځنګله څېره مې مجذوبوي. اړباسي مې فکر وکړم چې د طبیعت خیالپردازي زما له تخیل ډېره قوي ده. زه لا هم باید نور څه زده کړم.