زباړه: تي اوبرت څه ډول لیکل کوي؟
تي اوبرت څه ډول لیکل کوي؟

تي اوبرت هغه لیکواله ده چې باور لري د یو څه د ښه انځورولو لپاره یو څه باید تجربه کړي. نوموړې د خپل لومړني ناول (د زمري مېرمن) د لیکلو لپاره ډېر خطرناک ښکار ته مټې ونغښتې.
تي اوبرت د ۱۹۸۵ د سپتمبر په ۳۰ د یوګسلاویا په بلګراد کې زېږېدلې او تر ۱۹۹۲ پورې هلته له خپلې مور، نیا او نیکه سره و اوسېده. د یوګسلاویا د جګړو په مهال لومړی قبرس او له هغه ځایه له خپلې کورنۍ سره قاهرې کډه شوه. خو وروسته تي اوبرت او مور يې امریکا ته لاړل. اوبرت په امریکا کې خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړې او دمګړۍ په نیویارک کې اوسي.
همینګوې او مارکز د اوبرت د خوښې لیکوال دي. هغه په ۲۰۱۱ کال کې د ۲۵ کلنۍ په عمر د اورنج ادبي جایزه خپله کړه او د نړۍ په کچه د یوې ښې لیکوالې په توګه يې شهرت ترلاسه کړ.
د اورنج ادبي جایزې دې ځوانې ګټونکې په ۲۰۱۱ کال له فایننشل ټایمز او ازادې اروپا راډیو سره په مرکو کې د خپلې لیکوالۍ طریقه داسې بیان کړې ده.
له اته کلنۍ څخه مې له لیکلو سره مینه وه. یو ځل په هماغو ورځو کې مې د یوې اوزې په اړه یو څه ولیکل چې ډېر ژر مې په داستان واړاوه. دا کار راته ډېر په زړه پورې و او خوښېدله مې چې یو څه لیکل تجربه کړم.
مطالعه پر انسانانو ژور اغېز ښندي حتی تګلوری يې بدلولای او نوی کولای شي. لومړی ځل چې ما کوم کتاب ولوست هغه د تي سي بویل يو داستاني اثر و چې انساني ټبر نوميده. دغه کتاب یو نږدې دوست راته ډالۍ کړی و. هغه وخت په بد رواني وضعیت کې وم. ټولې لارې مې تړلې ګڼلې. دې کتاب پر ما ډېر ښه اثر وکړ او ما خپل ځينې استعدادونه کشف کړم.
د خپلو اثارو د لیکلو لپاره مې ځينې عملي تجربې کړې دي، یو وخت هڅه مې وکړه چې د یوه وینې څښونکي حیوان ښکار ته لاړ شم او دا تجربه مې په صربستان کې ترسره کړه.
د لیکلو په مهال خوښېږي مې چې چينایی چای وڅښم. کله کله قهوه هم څښم. له دې سره د هيڅ ډول کاري ستړیا احساس نه کوم.
د ګڼو لیکوالو اثار مې لوستي دي خو د هغوی په منځ کې ارنست همینګوې، ګابریل ګارسیا مارکز او رولد دهل هغه لیکوال دي چې اثارو يې پر ما اغېز کړی دی.
د کار لپاره هر وخت ښه وي خو زه ډېر ځله د شپې له مخې لیکل کوم. مثلا، د زمري مېرمنه ناول مې د شپې له مخې ولیکه. له لیکلو سره مې بیا بیا قهوه څښله. دغه ناول ته د شپې له اتو بجو د سهار تر پنځو بجو پورې به ناسته وم.
لیکوال یو قصه ویوونکی او روایت ګر دی. زما له نظره لیکوال د یوه دایمي قصه ویوونکي په معنا دی، هغه قصه ویوونکی چې داستانونه يې پای نه لري.
زه چې څه لیکم پر هغه ډېر وخت لګوم. ناڅاپي دا احساسوم چې يو څه راپېښېږي. ناڅاپي لیکل پیلوم او دا هرڅه ناڅاپي راپېښه کوي.
اصلا دا فکر راسره نه و چې دومره دې پرې وهڅول شم او کتاب مې یوه غوره جایزه خپله کړي. د زمري مېرمن زما لومړنی ناول و. کله چې د هغه په لیکلو مې پیل وکړ، نپوهېدم چې څوک به هغه ولولي او که نه. هيله مې دا وه چې د یو چا دې خوښه شي او یا د يو کوچني چاپ ځای له خوا چاپ شي.
د لیکلو په وخت کې دې ته بیا بیا ځير شوې یم چې اسطوره او روایت یا کیسه کول له واقعیت سره د خلکو د مقابلې یوه لاره ده. په بالکان کې د خلکو یو باور دا دی چې په پایله کې واقعیت په اسطوره بدلېږي.
ما د (زمري مېرمن) په انګلیسي ژبه لیکلې، د هغه په اړه مې په انګلیسي فکر کړی، هره برخه يې په انګلیسي افاده شوې خو د خبرو اترو ریتم او آهنګ يې د بالکان دی.