تا چې څه ویلي: بدل شوی سړی
بدل شوی سړی
کيسه د ادبياتو هغه برخه ده، چې ډډه يې پر تخيل کړې او ولاړه پر حقيقت ده. د صديق الله بدر کيسو حقيقت ته دومره اوږه ورکړې، چې د خيال برخه يې کمرنګه ښکاري.
د « بدل شوي سړي» د کيسو موضوعات هغه دي، چې له تېرو نژدې لسوکلونو يې هره ورځ افغانان اوري. يو ځای ماشوم اختطافېږي، بل ځای قوماندان تېری کوي، په بله کيسه کې له ښځو سره زياتی کېږي، پر لږ عمره ماشومانو کار کېږي، قانون نه تطبقېږي، يو بهر ته قاچاقي ځي، بل په ټوپک پيسې ګټي او يو د ځان مرګي بريد هڅه کوي...
ليکوال يوازې کرکټرونه له شاوخوا نه دي راټول کړي، ورځني وسايلو ته يې هم پام کړی دی، د چلنج په نامه کيسه کې دوه ياران په موبايل ميسجونه تبادله کوي، د ويبلاګ په کيسه کې پر ويبلاګ خبرې کېږي او له کمپيوټره کار اخيستل کيږي...
ځکه ويلای شو، چې د « بدل شوي سړي» د کتاب کيسې د مشخص زمان دي، د داسې زمان، چې مکان يې هم مشخص دی. تقریبا د کتاب غونډې کيسې په کابل کې پېښېږي.
کېدای شي، چې اوسنی لوستونکی مو استدلال وکړي، چې دا هرڅه زه وينم نو څه ته يې بيا راته وايې؟! خبره داسې نه ده. ساينس ثابته کړې ده، چې د هر انسان مازغه په يوه ثانيه کې تر يو مليون ډېرې رابطې ټينګوي، نو د ليکوالو ليد توپير کوي، يوې عامې پېښې ته يو له يوه نظره ګوري بل له بل نظره. همدغه علت دی، چې وايي، ادبيات موږ ته نړۍ له نويو لارو راپېژني.
نوې لارې لوستونکی جذبوي او روحا ورسره ارامېږي، دغه جذب او روحي سکون يوازې پر دې اتکاء نه کوي، چې څه ويل شوې دي، بلکه دا ورته مهمه ده، چې څرنګه ويل شوې دي.
د « بدل شوې سړي» د کيسو پيل ته که ځير شو، اکثر يې له اصولو سره سمې شروع شوې دي او سمې پای ته رسېدلې دي. د پيل په برخه کې کره کتونکي وايي، په کيسه کې وار له واره عمل ته راودانګه او پای يې يو دم راونغاړه.
د کيسو يو بل مهم عنصر کرکټر ته که راشو، د بدر د کيسو کرکټرونه اشنا دي دومره اشنا دي، چې هره ورځ يې رسنۍ راپېژني. ليکوال دغه اشنا کرکټرونه تر ډېره کټ مټ هغسې نه دي معرفي کړي، چې په کوڅه و بازار کې د هغوی په اړه اورو، که قوماندان په ټوپک پيسې ټولوي بيا وروسته هغه اوبو ته اچوي، که په کیسه کې نجلۍ له ویرې ازغي ټولوي په اخره کې هغې ته، چې ازغي په جبر پرې ټولوي په لوړ غږ امر کوي، چې خوږ چای غواړم...
د کتاب کرکټرونه تر ډيره خوځول شوي نه دي، پرېښودل شوې دي، چې له پېښو سره سم چلند وکړي. د پېښې په برخه کې هم د « بدل شوي سړي» کيسې لوستونکي ته له پېښې سره سمې ورښکاري، خو يو نيم ځل ليکوال مداخله کړې ده څو پر لوستونکي خپله کيسه ومني، دغه هغه وخت دی، چې مستقيم قول په غير مستقم اوښتی، کيسه په نکل بدله شوې او د داستان ژبه د رپوټ ژبه شوې ده.
د کلماتو په برخه کې کره کتونکي له کيسه ليکواله غواړي، چې هر وخت هڅه وکړي، چې معنا ته ډېره نژدې کلمه وکاروي، داسې کلمه چې غږ يې ښه لګېږي او تر بلې هرې يوې انځور ته لنډه وي. کره کتونکي همداراز پر ليکوال ټينګار کوي، چې د کيسې هر لغت، هر عبارت، هرې جملې او هر پاراګراف ته له ليکلو وروسته بيا ځير شي. صديق الله بدر په دې برخه کې ښايي يو نيم ځای ډېر نه وي ځير شوی، ممکن علت يې د ده ډير بوخت ژوند وي، يا ډېر کار وي.
د کتاب يو شمېر کيسې په غمجنې پيښې پای ته رسېدلې دي. د کيسو د غمجن پای لپاره کره کتونکي دوه دليله يادوي. يو يې دا دی، چې د ژوند ګڼې پېښې غمجنې دي، که چېرته د کيسې هدف دا وي، چې ژوند راڅرګند کړي نو کېدای شي، چې پای يې غملړلی وي. د غمجن پای بل علت کره کتونکي د کيسې کمال ګڼي، دوی وايي، چې ليکوال په دې ډول موږ هڅوي، چې ژوند ته ډېر ځير شو او بيا فکر ورته وکړو، چې داسې ستونزې هم په کې شته. تکړه لوستونکی بيا دې ته نه ګوري، چې کيسه غمجنه پای ته ورسېده که خوشاله، دی دې ته ګوري. چې تر لاسه کړی پای د کيسو د مخکنيو پېښو نتيجه ده که پر کيسې ورتپل شوې ده.
د « بدل شوي سړي» ډېرې کيسې د ژوند يوه برخه روښانوي. دغې ځانګړنې دغو کيسو ته پيغام ورپه نصيب کړی دی، البته د پيغام په موجوديت کې د ليکوال خپل نظر هم شته، چې تر ډيره دا نظر د کيسې برخه ګرځېدلې ده او د کيسې پيغام يې غښتلی کړی دی. د ليکوال دا دنده نه ده، چې پيغام تر خلکو ورسوي بلکه وظيفه يې دا ده، چې پيغام راژوندی کړي. د بدر ځينو کيسو د پيغام په برخه کې د کره کتونکو دې پوښتنې ته ځواب ويلی دی، چې وايي، د يوې کيسې د پيغام د ترلاسه کولو لپاره بايد دا پوښتنه ونه کړو، چې موږ څه ترې زده کوو؟ موږ بايد دا پوښتنه وکړو، چې دې کيسې موږ ته څه راښکاره کړل؟
د بدر د ټولو کيسو په پای کې نېټې نه دي ليکل شوې ، نو که چېرته د پېښو له نظره دقت ورته وشي، د البوم کېسه مخکنۍ ده، پېښه يې د طالبانو په وخت کې پېښېږي، تر دې کيسې راورسته کيسې ښې دي او د ( سودا ) په څېر کېسه هم په دې کتاب کې شته، چې د نويو پښتو کيسو غوره بېلګه ګڼل کېدای شي.
هر لوستونکی بېل نظر لري، کېدای شي چې د « بدل شوي سړي» په ټولګې کې ستاسو نورې کيسې خوښې شي، پرې بسم الله کړئ.