ژباړه: آن ټایلر څه ډول لیکل کوي؟
ژباړه/ صدیق الله بدر
آن ټایلر څه ډول لیکل کوي؟

دا هغه ناول لیکونکې ده چې په څلور کلنۍ کې يې له یوه انځوریز کتاب نه زده کړل چې هیڅ شی ابدي نه دی.
ټایلر یوه امریکايي لیکواله ده چې په ۱۹۸۹ کې يې د پولیترز ادبي جایزه خپله کړې او تراوسه يې ۲۰ ناولونه لیکلي دي.
آن ټایلر د ۱۹۴۱ کال د اکتوبر په ۲۵ دنیا ته راغلې او تر نورو زده کړو وروسته يې د دوک په پوهنتون کې زده کړې پیل کړې او هلته يې د خلاقې لیکوالۍ د طریقو زده کړه وکړه.
تر امریکا پورې یوه څمڅه، د مورګان مړینه، کله چې ستر وو، که سپیده دم شي، اسماني لارښوونه، يو ماښام د زړه تنګی په رستورانت کې، ناڅاپي ګرځندوی، د نوح قطب نما، دا مې خپل کور دی او یو شمېر نور د ټایلر له ښو اثارو څخه شمېرل کېږي.
آن ټایلر له نیویارکر سره د خپلې لیکوالۍ تجربې داسې بیان کړې دي:
دا چې په ځینو ناولونو کې ډېر ځله د خپل محالف جنس له لید لوري لیکل کوم، علت يې دا دی چې ما یو ښه پلار درلود، دوه ښه نیکونه مې وو او درې ډېر ښه ورونه مې درلودل؛ دا په دې معنی ده چې ما په ژوند کې تر ښځو له نارینه وو سره ډېر سروکار درلود او دا نارینه شخصیتونه ډېر راته پردي نه ښکاري. په دې قضیه کې یوازینی سخت کار راته دا ښکاري چې ځان ته ور په یاد کړم چې نارینه هره ورځ سهار باید خپل صورت اصلاح کړي.
د لیکلو په وخت کې زما همیشنۍ اندېښنه دا وي چې ښايي ونه شم کولای چې په فرد پورې منحصره دنیا رامنځته کړم، هر کله چې یو ناول پای ته رسوم له ځانه سره وایم: اوه! بیا مې تکراري کتاب ولیکه.
د لیکلو په پیل کې په مخاطب فکر نه کوم. ټوله هڅه مې دا وي، کومه دنیا چې انځوروم په هغه کې ډوبه شم. خو د کار په پای کې مجبوره یم پر خپلو فرضي لوستونکو فکر وکړم. په دې وخت کې دی چې خپل ناول د یوه بل کس له لیده ګورم غواړمه ډاډه شمه، هغه څه مې چې لیکلي د نورو له نظر نه څه معنی او مفهوم لري او که نه.
کله کله د دې لپاره چې داستاني شخصیتونه مې د مينې وړ وګرځي هيڅ کومه هڅه نه کوم او که چېرې ناڅاپه داسې وشي، هغه شخصیتونه يوې خوا ته پرېږدم. دوه درې کاله وخت نیسي چې یو ناول لیکم، نو واقعا نه غواړم چې دا ټوله موده پر هغو شخصیتونو ولګوم چې د مینې وړ وګرځي.
ډېر ځله زما د داستان شخصیت داسې یو څه وايي چې ما ته هم خندا راځي او دا ځکه چې کومه خبره چې هغه کوي اصلا زما په فکر کې هم نه وي ګرځېدلې.
زما په نظر د ناول عنوان ډېر مهم دی، خو د عنوان پیدا کول اسانه کار نه دی. تراوسه څو ځله داسې پيښ شوي چې زما د ناولونو ایډیتر زما د ناول عنوان نه وي منلی او زه یوه ډېره اوږده موده د ناول پر عنوان وخت اړوم.
د اوږدې مودې تجربې چې هر ډول اغېز ولري منفي وي. زما اندېښنه تل دا وي چې هسې نه کوم داستان چې لیکم تکراري نه وي، که داسې وشي زه لیکوالۍ ته شا کوم.
غوره ګڼم چې پر لیکوالۍ د غږېدو، فکر کولو او څه لیکلو ډډه وکړم او یوازې همدا د لیکلو چار ترسره کړم.
ما خپلې خبرې پخپلو ناولونو کې کړې دي. کله چې څوک زما ناولونه لولي، خوښېږي مې چې ووايي: آن ټایلر یو مهال یوه ګرځندویه وه. هغې یو مهال د فقرځپلو رستورانټ درلود او بیا یو دم ور په یاد شي چې هیڅ داسې کوم څه نه وو شوي او دا هرڅه هغه پخپل ذهن کې تصور کړي وو. په ټولو هغو داستانونو کې چې ما لیکلي، هدف مې دا و چې د نورو په ژوند کې ډوبه اوسم او زما لوستونکي هم له ما سره یوځای د نورو په ژوند کې وډوبيږي.