تا چې څه ويلي: د ((بدل شوي سړي)) د كيسو موضوعات
زما د کیسو پر دويمې ټولګې د ښاغلي محب زغم لیکنه
د ((بدل شوي سړي)) د كيسو موضوعات

ځينو روابطو ته مشكله ده، چې سړى نوم وركړي. سړى په ژوند كې له ځينو داسې كسانو سره مخ كېږي، چې غواړي د زړه له تله ورته احترام وكړي، چې ورسره بې مطلبه مينه وكړي. سړى چې داسې كس لپاره يو كار ترسره كړي، خوند ځنې اخلي، د هغه په درد دردېږي او په خوښۍ يې خوشحالېږي. دې رابطې ته د نوم وركول هغه مهال سختېږي، چې مقابل لورى دې نجلۍ يا ښځه وي. دې رابطې ته مينه نه شې ويلى، ځكه چې هغه تمه، چې له معشوقې يې لرې له هغې يې نه لرې، داسې كس خور نه شې بللې، ځكه چې له خور سره دومره صميميت نه شې كولاى، ډېرې خبرې دي، چې خپلې خور ته يې نه كوې؛ خو هغې ته يې كوې. سړى له خور څخه ډېر څه نه شي پوښتلى؛ خو له هغې څخه يې پوښتلى شي. زموږ په ټولنه كې به داسې څوك نه وي، چې مثلاً خور به يې د خپلې مينې كيسه ورته وكړي؛ خو هغه يې په ډاډه زړه درته كوي. ممكن داسې كسان زموږ او ستاسو په ژوند كې هم اوسي يا تېر شوي وي؛ خو بل چا يې په اړه څه نه دي ليكلي. دغه په زړه پورې موضوع مې د لومړي ځل لپاره د صديق الله بدر په ((چلېنج)) كيسه كې وليده.
د دې كتاب اكثره كيسې د موضوع له نظره ډېرې ښې دي. د ورځې موضوعات، د قتل او جنايت له بوږنونكو كيسو رانيولې د هوسبازو ځوانانو تر عياشيو او د سپېڅلو مينو تر كيسو پورې رنګ رنګ مسايل په كې بيان شوي دي؛ ځكه خو زه به هڅه وكړم، چې يوازې د كيسو پر موضوعاتو خبرې وكړم.
((بدل شوى سړى)) راته د داسې وكيل كيسه كوي، چې مثالونه يې په ټولنه كې كم نه دي. بدر په دې كيسه كې د ابن الوقته كسانو څېره ښه انځور كړې ده.
وايي په محكمه كې د يوه غدار قاضي قلم ولوېد. تورن پرې غږ وكړ: قاضي صاحب كلنګ دې ولوېد. قاضي ورته په غوسه شو؛ خو تورن وويل: دا ځكه كلنګ بولم، چې د خلكو كورونه ورانوي. د ((فرمان)) كيسه مې په دې خوښه شوه، چې موږ يې ډېر مثالونه ليدلي دي. زموږ د ولسمشر قلم ډېر ځله د كلنګ كار كوي.
((البوم)) او ((ځانمرګى)) داسې كيسې دي، چې ممكن ډېرو خلكو په لږ ډېر توپير سره اورېدلې وي. يا به په رښتيا همداسې پېښې شوې وي يا به خلكو جوړې كړې وي. مثلاً ما د ځانمرګي كيسه داسې اورېدلې ده، چې په كندهار كې به ځينو ټګانو تر كميس لاندې يو څو رنګه مزي سره تېر بېر كړل، بيا به يې په ټيكسي كې تر مطلب ځايه ځان ورساوه، هلته به يې موټروان ته مزي ورښكاره كړل، چې ګوره زه ځانمرګى يم كه پيسې غواړې، چې ځان والوځوم. د البوم كيسه مې هم له لږ توپير سره له خلكو اورېدلې ده.
((سودا)) خورا لنډه خو په تول پوره كيسه ده. موضوع يې بيخي نوې او خوندوره ده، له داسې غير جدي موضوع څخه كيسه جوړل، كمال غواړي.
رښتيا غوندېتوب په كيسه كې ډېر ضرور وي. كيسه بايد داسې وليكو چې د پېښېدو امكان يې سل په سلو كې وي. ((وروستى دښمن)) داسې ايډياله كيسه ده، چې پاى يې د سړي زړه ته نه لوېږي. زموږ هيله همداسې وي؛ خو په واقعيت كې هغه چې ټوپك ورته نوم، مقام او پيسې ګټلې وي، په دومره اسانۍ له ټوپك سره خداى پاماني نه كوي. دى بايد د ټوپك په بدل كې د واك د غځولو بله وسيله تر لاسه كړي؛ خو په دې كيسه كې داسې څه نه ښكاري.
((وېبلاګ)) بيا داسې كيسه ده، چې كه سړى بدر له نژدې وپېژني، نو ګومان به وكړي، چې كيسه رښتيانۍ ده. د ده دفتر واقعاً همداسې لوى دى، كمپيوټرونه په كې داسې ايښودل شوي، چې كاركوونكي يو بل سره نه شي ليداى. په دې كيسه كې رښتياغوندېتوب ته ډېر پام شوى دى.
زه چې وړوكى وم، وړوكى څه چې غټ سړى وم، ګمان مې كاوه، چې جنايت كاران به له څېرې وحشتناكه خلك وي. فكر مې كاوه، چې له عادي انسانانو به توپير ولري؛ خو يو وخت مې، چې په ټلويزيون كې د غلو، سړي تښتونكو او قاتلانو مخونه وليدل، بيخي د نورو په شان وو. ((نوې جامې)) د ماشوم تښتوونكو كيسه ده، چې كركټرونه يې له عادي خلكو نسبتاً بدلې څېرې لري. كله كله زموږ ليكوال په لاشعوري توګه د هندي فلمونو تر اغېز لاندې كركټرونه جوړوي. د ((خندا)) په نوم زما كيسه همداسې ده، يو كركټر د سړك جوړونې د كارګرانو سرونه غوڅوي، هغه چې نور كله يې نه خندل، له دې كار سره يو دم په خندا شي، دومره وخاندي، چې ټول ګمان كوي هغه ليونى شوى. زه د دې خبرې لپاره هېڅ دليل نه لرم. سړى ساديست و، د انسان له ځورولو يې خوند اخيست، مګر دا چې ساديست به په دې حالت كې خاندې كه نه، نه پوهېږم. ګمان كوم د ((نوې جامې)) كركټرونه هم د هندي فلمونو له اغېزه خوندي نه دي پاتې شوي.
د ((لاندې يې كېنوئ)) او ((كوباى چوپان)) كيسې هم نوي موضوعات راسپړي؛ خو په ((لاندې يې كېنوئ)) كيسه كې له اصلي كركټر سره د همكارانو چلند چنداني واقعي نه برېښي. معمولاً د همكارانو تر منځ تر دې زيات صميمي روابط وي، چې له خپل همكار سره د وړې تېروتنې په وجه دومره بد چلند وكړي.
((له ځانه سره جنګ)) د ذهني بهير كيسه ده، داسې كيسې په پښتو كې كمې دي. كيسه ډېره ښه پر مخ ځي؛ خو په پاى كې يې ليدلورى بدلېږي. ليدلورى داسې وي، چې د كيسې راوي به پېښو ته د يوه كركټر له نظره ګوري، څه چې هغه ته ښكاري، څه چې هغه يې اوري او په اړه يې فكر كوي، راوي هماغه بيانوي. راوي كولاى شي ټولكسيز ليدلورى هم غوره كړي، چې په هغه مورد كې د ټولو كركټرونو ذهنونو ته لاره كولاى شي. دلته ټوله كيسه د اصلي كركټر ((سرور)) له ليدلوري بيان شوې ده، دى له ځانه سره په جنګ دى، چې خپل ظالم پلار، د خپلې مور قاتل ووژني كه پرې يې ږدي؟ مارتول رااخلي، پسې ورځي. تر دې ځايه پورې ليدلورى سم دى؛ خو وروسته بيا راوي وايي:
((تېر مازيګر موسکا او رويا په نه زړه، په وېره کور ته راننوتې. رويا وويل: (( نن خو بيا چا پيسې رانه کړې. پلار به مو بيا ووهي. راځه، چې بېرته لاړې شو. پيسې پيدا کړو.)) موسکا، چې په وېره ورو ګامونه اخيستل؛ کوټې ته ننوته. په کوټه کې د وينو او د خپل پلار د چغزي چغري شوي سر په ليدو يې چيغې کړې: (( پلار جانه! چا ووژلې؟))
دلته سرور په كوټه كې نشته او دغه صحنه د هغه له ليدلوري بهر ده.
ګران صديق الله بدر داسې ليكوال دى، چې هر وخت خپلې ليكنې ملګرو ته وركوي، ورسره وايي: ((اشنا، ښه په انتقادي نظر يې وګوره)) معمولاً ليكوال دومره د خپلې ليكنې تر اغېزې لاندې وي، چې ځينو وړو تېروتنو ته يې پام نه كېږي؛ خو دغه تېروتنې لوستونكي ته جوتېږي. په دې حساب بدر صاحب هڅه كوي، چې كيسې يې د امكان تر حده له تېروتنو پاكې وي.
كتاب ولولئ. زه ډاډه يم، چې د خپلې خوښې كيسې به كې ومومئ.
په همدې هيله او په مينه
محب الله زغم
۱۳۸۹ د وږي لومړۍ ورځ