تا چې څه ويلي: یادښت
د (سيد جمال الدين افغاني او د ختيځ او لوېديځ مخامختيا) پر ژباړې د استاد حبیب الله رفیع یادښت
يادښت

د ۱۳۵۵ كال په ژمې کې د شهيد محمد داؤد خان په مشرۍ د افغانستان جمهوري دولت د خپلې ملي كلتوري پاليسۍ له مخې، چې وخت په وخت يې د هېواد د لويو علمي،ادبي، سياسي او ملي هستيو په ياد سيمينارونه جوړول، نو د ختيځ د لوى نابغه علامه سيد جمال الدين افغاني د مړينې اتيايم تلين يې هم د يوه پرتمين سيمينار په ترڅ كې ولمانځه، چې په دې سيمينار كې گڼو افغاني او بهرنيو پوهانو او عالمانو د سيد د مبارزو او ژوند په باب مقالې واورولې او په هره مقاله بحث او څېړنې وشوې، خو مخكې له دې، چې له دود سره سم د دې مقالو مجموعه خپره شي، په هېواد كې د ۵۷ كال د غوايي خونړۍ كودتا وشوه، چې كمونست او له پردو سره تړلي دولت نه يوازې دا، چې د دغو مقالو د ټولګې له خپرېدو سره مخالفت وكړ ، بلكې د سيد جمال الدين افغاني په نامه اخيستلو هم – له دې کبله، چې د نوي اسلامي او مبارز غورځنګ بنسټ اېښودونكى ؤ، بنديز ولګېد او د كمونيزم د لوى دښمن په سترگو ورته كتل كېدل.
د سيد جمال الدين افغاني په دې درانه سيمينار كې د هېواد لوى عالم او فيلسوف شهيد پوهاند ډاكتر سيد بهاء الدين مجروح هم، د سيد د نړيوال فكر په ارتباط يوه له نوښته ډكه درنه مقاله درلوده، چې په كې د ختيځ او لويديځ د فرهنګ او تمدن سره د مقابلې او ټكر په اړوند ژوره څېړنه شوې وه، چې افغانان او ټول مسلمانان يې ځان پېژندنې ته وربلل.
تر دې سيمينار وروسته، د هېواد بحراني شويو حالاتو د افغانستان د دې لوى عالم پيشنهادي نظريات او شرقيانو ته د ځان پېژندنې درسونه د هېرېدو غېږې ته وسپارل او د دوى دا علمي او پخه مقاله د چا لاسونه ته ونه رسېده او څو محدودې نسخې يې، چې د سيمينار لپاره ګستتنر شوې وې خورې ورې او تر دوړو لاندې پاتې شوې.
ما د استاد مجروح د دې مقالې يو نقل هغه وخت په خپل ارشيف كې ساتلى ؤ، خو چې پېښور ته ولاړم هر څه رانه پاتې شول او کله، چې په ۱۳۷۵ كال بېرته يو ځل كابل ته ولاړم زما غني كتابتون تس نس شوى او له منځه تللی ؤ، خو له نېكه مرغه د دې مقالې متن زما د كتابتون په محدودو پاتې شونو كې پاتې ؤ، چې ډېر ورته خوشاله شوم. د مقالې متن مې يو ځل بيا ولوست نو نه يوازې دا، چې د دې لوى عالم او ټولنپوه فيلسوف وړانديز زوړ شوى نه و، بلكې تر هغه وخت نه زيات دا وخت د ځان پېژندنې او له لويو او وړو دښمنانو سره د ايډيالوژيكي مقابلې اړتيا زياته شوې او حتمې شوې وه، نو ځكه مې د دې لوى عالم دا وړه خو ژوره، ژوندۍ او ارزښتمنه مقاله په همغه كال د سيد جمال الدين افغاني د سلم تلين او د شهيد مجروح د نهم تلين په مناسبت د (افغانستان) او (تعاون) د مجلو له لارې په پېښور كې خپره كړه او په دې وسيله د مينه والو لاسونو ته ورسېده.
په ۱۳۸۵ كال كې د سيد جمال الدين افغان يو سل او لسم تلين ؤ، چې يو ځل بيا د ده په هېواد كې نيول كېده، نو لازم مې وبلل، چې دا مهمه مقاله په كابل كې هم خپره او د منيه والو لاسونو ته ورسېږي نو ځكه مې د دې سيمينار په اثارو كې د ځانگړې رسالې په توګه نشر كړه، چې ډېر ژر يې نسخې نايابې شوې.
په ۱۳۸۶ كال كې مو، چې د پوهاند مجروح د شهادت سلم تلين ؤ، دا ارزښتناكه رساله، چې خلك پسې گرځېدل خو نه يې موندله، د مجروح فاونډيشن له لارې خپره كړه خو بيا يې هم ژر نسخې نايابې شوې.
اوس زموږ د فرهنگي بهير ځوان لاروي ښاغلى صديق الله بدر دا مهمه رساله د دې لپاره په پښتو وژباړله، چې پښتانه ځوانان هم په ښه توگه گټه ترې اوچته كړي، ليكن مخكې له دې، چې د دې متن په لوستلو پيل وكړئ، لازمه گڼم ياده كړم، چې د شهيد مجروح صاحب دا دري رساله، چې فلسفي مفاهيم لري په اسانۍ پښتو ته نه ده را اړول شوې، بدر صاحب پوره خواري پرې كړې، په هره جمله كې لومړى ځان د مجروح صاحب په مطلب او د ده په ژبه او ادا پوهولى او بيا يې دا مطلب او ادا په خپله ژبه پښتو ته را اړولې او په دې لاره كې يې له ژور غور او سوچ نه كار اخيستى، د قاموسونو مرسته يې تر لاسه كړې او بيا يې د پښتو مفهوم او روان نثر كښلى، چې دا خپله لوى كار دى او له يوې ژبې نه بلې ژبې ته د داسې درانه متن په اسانۍ سره اړول اسانه كار نه دى.
زه بدر صاحب ته د دې روانې او خوږې ژباړې مباركې وركوم او درانه ځوانان رابولم، چې د رسالې مطلب او متن ته ځير شي او د خپلې ملي پېژندنې په برخه كې كار ترې واخلي او د غرب د تمدن له نادودو نه ځان وژغوري او د دې تمدن ظاهري ځلك او بلك يې سترگې ورتورې نه كړي!
په درنښت
څېړندوى حبيب الله رفيع
د افغانستان د علومو اكاډمۍ سلاكار
۱۷/۱۲/۱۳۸۸