لنډ بحث: ژباړه؛ خو څنګه؟
ليکونکی: صدیق الله بدر
ژباړه؛ خو څنګه؟
له نورو ژبو د علمي، سياسي او ادبي اثارو ژباړه، د خپلې ژبې د غني کولو او د نورو له تجربو سره د بلدتيا يوه هڅه ده. خو دا هڅه ښايي داسې وي، چې د اصلي اثر شکلي او محتوايي ارزښت ته په کې زيان نه وي اوښتی. د اثارو په ژباړه کې دا اندېښنه ځکه موجوده ده، چې ډېر ځله زموږ ژباړونکي د يو اثر په ژباړه کې يا خو د هغه د فکر پر لېږد فکر کوي او يا خو د نثر پر ښکلا، چې دغه کار د ژباړل شوي اثر ارزښت کموي او امانتکارۍ خيال په کې نه وي ساتل شوی. ښايي همدا سبب وي، چې ايټالويان د نړۍ د نورو خلکو په پرتله زيات د ژباړونکو په نسبت بدبينه دي او امانت کار يې نه بولي.
له لويه سره د ژباړې په برخه کې يوه محسوسه نيمګړتيا دا ده، چې زموږ ژباړونکي له کومې ژبې، چې کوم اثار ژباړي يا خو پوره تسلط پرې نه لري او يا خو د تفنن لپاره دا هڅې کوي. د دې هڅې تاوان دا وي، چې يوه ژبه خپل ځانګړي جوړښتونه لري او زموږ ژباړونکی پخپله ژباړه کې لکه څنګه، چې غوره ده هغه جوړښتونه په نظر کې نه وي نيولی. يو شمېر داسې ژباړونکي هم شته، چې د ژباړې په وخت کې د خپلې ژبې جوړښتونو ته هم سمه توجه نه کوي او ټوله هڅه يې دا وي، چې فقط ژباړه وکړي. که څه هم دا د خپلې ژبې په نسبت د ژباړونکي مينه څرګندوي، خو په کار ده، چې د ژباړې پر وخت د ژبو جوړښتونه او د اثر شکلي او محتوايي ارزښتونه په کافي ډول په نظر کې ونيول شي.
نن و سبا په وطن کې د ژباړې بازار ښه تود دی، خو کومه ستونزه، چې په دې برخه کې تر سترګو کېږي، هغه د پروژوي ژباړو مسئله ده. يو شمېر موسسې د خپلو چارو په چوکاټ کې د ځينو اثارو د ژباړې تکل کوي، چې تر ډېره يوه مسلکي ژباړه وي، خو ژباړن يې يوازې ژباړن وي او پر موضوع هيڅ ډول احاطه نه لري. دا کار د دې سبب ګرځي، چې يو ضروري او مسلکي اثر په نامسلکي ژبې د ژباړې له کبله هيڅ د استفادې وړ نه وي.
د ادبي اثارو په ژباړه کې ستونزه دا ده، چې ژباړونکي په اثارو کې راغلي انځورونه نه شي ژباړلی او د دې لپاره کوښښ کوي، چې د اثر هماغه برخه کټ مټ وژباړي، خو د حل دې لارې ته توجه نه کوي، چې ښايي موږ پخپله ژبه کې ورته يو انځور ولرو.
د يو اثر د ژباړې لپاره پر ټاکل شويو اصولو سربېره ضروري ده، چې ژبه يې خوږه، ساده او واضحه وي خو ژباړه کټ مټ خپله اثر نه وي.