کره کتنه: ژباړه
لیکوال: صدیق الله بدر
ژباړه
د خپلې ژبې د غنی لپاره پر نورو هڅو سربېره ژباړه هم يوه
غوره هڅه ده خو له بې خونده ژباړې، نه ژباړه ښه ده. دا خبره مې په دې پورې وکړه چې
زموږ یو شمېر ژباړونکي یا ټکي په ټکي ژباړه کوي او یا هم د ژباړې جملې بې ځایه
اوږدوي. فکر کوم چې دوی د ژباړې پر وخت یوازې یوه جمله، يوه پاڼه او یا هم یو اثر
ژباړي، د هغه موضوع او هدف ډېر ورته مطرح نه وي. که نه د هدف پر بنسټ موږ کولای شو
چې د هر اثر جملې د خپل ژبني جوړښت له مخې رالنډې کړو. هو خو د ادبي اثارو ژباړه،
چې ډېر هنري وي، يو څه فرق کوي. ځکه په هنري اثارو کې په شعر او داستان کې شاعران او
لیکوال له کنایو او انځورونو استفاده کوي، دا چې د نورو او زموږ ژبني جوړښتونه سره
توپير لري او لیدلوري هم متفاوتې وي د انځورو یا ترکیبونو ژباړه يو څه سخته وي. که
ژباړن پر خپله ژبه او هغه بله ژبه کې ډېر وارد وي، پخپله شاعراو لیکوال وي او یا
هم په دې ظرافتونو پوه وي، کولای شي چې په یو بهرني اثر کې راغلی ترکیب او انځور
وژباړي، خو که دا مهارت ونه لري، نو د هغه ترکیب د بیانولو لپاره چې ښايي ډېر
کوټلی او لنډ هم وي، دوه درې کرښې ولیکي. د ادبي اثارو په ژباړه یو مهم اصل دا هم
دی چې ژباړن هم باید د فکر پر لېږدولو او هم د متن پر ښکلاييزه تومنه تمرکز ولري.
خو د عادي او معلوماتي لیکنو او اثارو ژباړه کې بیا دومره ډېر زحمت ته اړتیا نه وي، يوازې په کار ده چې لیکوال په دواړو ژبو کې برلاسی ولري او متن په ساده ډول وژباړي. دلته یوازې د معلوماتو شریکول او د هدف انتقالول مهم وي. ژباړن باید لومړی ځان پر يوې جملې کابو کړي او بیا دې يې وژباړي. که داسې وکړي نو جملې به نه ترې اوږدېږي او لوستونکی به پر هدف د پوهېدو لپاره نه سرګردانه کېږي. او هم به د بلې ژبې د جوړښتونو احساس چا ته پیدا نه شي. خو دا هم باید ووايم چې که ژباړن د متن روح ته ننوت، امانت په سلامت رسېږي او څوک ورته هغه د ایټالویانو خبره نه کوي چې دوی د نورو خلکو په نسبت امانتکاره نه دي.
لاندې دوې بېلګې درسره شریکوم، دا دوې غوره ویناوې دي.
يوه غوره وینا داسې ژباړل شوې: ډېری خلک له ازادۍ سره لیوالتیا نه لري، ځکه چې ازادي مسوولیت منل دي او ډېری خلک له مسوولیت نه وېره لري.
دلته ګورو سره له دې چې هدف رسول شوی دی خو جمله ډېره اوږده اخستل شوې، حال دا چې لنډیدای هم شي. موږ دغه جمله داسې لنډولای شو: ډېری خلک ځکه له ازادۍ سره لیوالتیا نه لري چې د هغه له مسوولیت نه وېره لري.
دویمه غوره وینا، داسې ده:
له مرګه مه وېرېږئ، ځکه تریخوالی يې له وېرې رامنځته کېږي.
خو په لنډو داسې هم ويلای شو:
دا وېره ده چې مرګ تریخوي.
دلته په دواړو ژباړو کې لنډون نه یوازې هدف بیان کړی بلکې د فکر په ژر لېږد کې يې هم مرسته کړې ده.
دا هم باید ووایم چې ما خپلې دغه خبرې په فیس بوک کې له ملګرو سره شریکې کړې وې، یو دوست راته لیکلي وو:
((خبره دې وزن لري؛ خو لکه چې له يوې نيمې ژباړې دې هم لاس په سر کړو. زه کله، کله له اردو څخه ژباړې کوم. زه يې چې ګورم ما ته خو بالکل روان ښکاري. خو ستاسو دې خبرې و وېرولم. لکه چې دا ماته ګوډه هڅه هم نور رانه پاتې شوه.))
دا کرښې د خان نیازي په نامه يو دوست لیکلې وې.
خو زما خبره دا معنی نه لرله چې يو څوک دې د ژباړې له کاره لاس واخلي، منظور مې دا و چې که هر کار کوو په مينه او دقت يې وکړو.
یو بل دوست بیا لیکلي وو چې:
(( زما په اند، ژباړه د تخلیق پیلامه ده، ژباړه داسې په کار ده چې د مفهوم روح ته په کې زیان وانه وړي، د نن په مارکیټي ادب او تجارانه ذهنیت لرونکې ادبي انډوخر کې تخلیقي خلکو ته له تخلیق سره سره ژباړه په کار ده، تجارانه ژباړه نه، هنري ژباړه، چې دا مهال پښتو ادب ورته سخته اړتيا لري.))
دا کرښې د کوزې پښتونخوا د تکړه لیکوال او شاعر عصمت الله زهیر دي. د دوی نظر زما په دې خوښ شو چې د ادبي اثر په ژباړه کې د ژباړن د وړتيا مساله ورته مهمه ښکاري. حتی دی خو وايي هغه کسان چې د ادبي اثارو تخلیقوونکي دي، باید ادبي اثار وژباړي.
د ژباړې مساله او پر ژباړې خبرې کول، ډېر تفصیل ته اړتیا لري، په کار ده چې زموږ مشران پوهان او ادب پېژندونکي په دې برخه کې خپلې لارښوونې له لوستونکو او ژباړونکو سره شريکې کړي. په همدې هيله.