کره کتنه: پاراډاکس
صدیق الله بدر
پاراډاکس
په هرڅه کې ننداره د هغه مخ کړم
چې له ډېرې پیداييه ناپديد شه
پاراډاکس يو شعري او هنري تکنيک دی، چې د يو ډول متناقضې خبرې کولو معنی ښندي. که څه هم زموږ پخوانۍ شاعري له دې ښکلا نه برخمنه وه، خو زموږ ادبپوهانو دغه شعري تکنيک ته توجه نه ده کړې او نه يې هم کله زموږ په شاعرۍ کې د هغه د څرک لګولو هڅه کړې.
استاد اسدالله غضنفر پخپله يوه مقاله کې، چې ((د رحمان بابا د شعر سبکي خصوصیات)) نومېږي؛ رحمان بابا هغه شاعر بولي، چې پخپلو هستونو کې له پاراډاکس نه زیاته استفاده کوي. غضنفر د پاراډاکس د تعریف په لړ کې وايي: ((پاراډاکس Paradox په ظاهره تضاد و طباق ته ورته صنعت دى، ځکه خو پخوانيو نه دى معرفي کړى، خو دا تر تضاد ډېره پياوړې هنري وسيله ده.)) د ښاغلي غضنفر په وينا، پاراډاکس د متناقضو اړخونو داسې يو ځاى کولو ته وايي، چې نوې معنا وزېږوي.
د رحمان بابا په ديوان کې د پاراډاکس د زیاتو بېلګو څرک لګولای شو. رحمان بابا وايي:
که دا ستا د زلفو مار کاندي خونونه
ما موندلى ځنې عمر جاويدان دى
ژوند او مرګ خو نه سره یو ځای کیږي خو د مینې مرګ چې قتل وکړي، د تلپاتې ژوند سبب ګرځي. دلته د قتل او ژوند د متناقضو اړخونو د تلپاتې ژوند نوې معنا وزیږیده.
خوشال بابا هم ځينې پاراډاکسونه لري، لاندې بيت يې ترټولو ښه مثال دی:
په هرڅه کې ننداره د هغه مخ کړم
چې له ډېرې پیداييه ناپديد شه
که څه هم ښاغلی غضنفر په دې نظر دی، چې په نوې شعر پېژندنه کې پاراډاکس ته ډېره توجه کېږي، خو لا د پاراډاکس د ښې پېژندنې لپاره ډېر کار نه دی شوی او يوازې پخپله غضنفر صاحب په دې اړه هڅه کړې، چې تمه کېږي، د پاراډاکس د هراړخيزې پېژندنې لپاره لا نوره هڅه وکړي.
که موږ ووايو: پیاله له تشوالي ډکه وه. په دې مثال کې موږ وار له واره دې تناقض ته ځير کېږو چې ډکیدل خو له تشیتدلو سره یو ځای کیدلای نه شي. پیاله خو له اوبو او يا چايو ډکېږي، نه له تشوالي. کوم تناقض، چې دلته ليدل کېږي نه يوازې دا چې د کلام منطقي تناقض ته يې کوم زیان نه دی اړولی بلکې د هغه ښکلا يې زياته کړې، چې دا کار د خوند سبب هم ګرځي.
زموږ معاصره شاعري، چې ګڼې ښکلاوې يې خپلې کړې، پاراډاکس ته هم په کې زیاته توجه کېږي، د پښتو منلی شاعر ارواښاد اسحق ننګيال او خدای دې يې لري ښاغلی کمال الدين مستان له هغو معاصرو شاعرانو څخه دي، چې دغې ښکلا ته يې پخپلو شعرونو کې ځای ورکړی دی. ننګيال وايي:
دلته په سترګو کې
تنکۍ اوښکې هم وچې شولې
دلته سيندونه، ګودرونه
او ويالې تږي شول
دلته ډوډۍ وږې ده... (سيندونه هم مري ۹۳ مخ)