لیکنه: د تنکیو ځوانانو او ماشومانو لهپاره د داستان سیالۍ ناولونه
د تنکیو ځوانانو او ماشومانو لهپاره
د داستان سیالۍ ناولونه
په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز(ACKU)، ځواکمن پروګرام له لوري ۱۵داستانونه/ ناولونه د لوستلو لهپاره راکړل شول.
دا هغه داستانونه وو چې د تنکیو ځوانانو او ماشومانو د داستان لیکنې په دویمې سیالۍ کې د ګډون لهپاره د لیکوالو له خوا د معلوماتو مرکز ته استول شوي وو.
په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز دا دویم کال دی چې داسې یوې سیالۍ ته زمینه برابروي. دا د ماشوم ادبیاتو د غوړېدا په برخه کې یو ستر کار دی. که زموږ ليکوال په دې ډول وهڅول شي، په پوره ډاډ ویلای شم چې هغوی به ډېر غوره اثار ولیکي او ښه به يې هغه وخت ولیکي چې د لیکلو معیارونه ورسره شریک شي.
په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز له لوري دا دوه کاله پرلهپسې لیکوالو ته د ځينو غوره شويو داستاني معیارونو پر بنسټ ماشومانو ته د ناولونو د ليکلو بلنه ورکول شوې او بیا د همدغو معیارونو پر اساس یاد ناولونه د یو شمېر کرهکتونکو او ناول لیکوالو له خوا ارزول شوي دي.
په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز له لوري رااستول شوي ۱۵ناولونه مې یو ځل نه، بلکې څو ځلې ټول ولوستل. د دې هستونو د څو ځلي لوستلو علت دا دی چې ټول دومره په ذوق لیکل شوي وو چې زه يې اړ ایستم، هر يو بیا بیا ولولم او خوند ترې واخلم.
زه ناول نهشم لیکلی، ما ته ډېر سخت ژانر ښکاري. ښايي د ناول لیکلو د معیارونو او تکنیکونو په اړه مطالعې ډار کړی اوسم. خو ویاړم چې زموږ ځوانان په پوره مينې ناول لیکلو ته مخه کوي او ماشومانو ته د هغوی په ژبه او خوښه ناولونه لیکي.
کیک ورک شو، د توپان شپه، سرکس، ډوګرا، د لمر ډالۍ، له ځنګله تر لندنه، نیمګړی ماشوم، د ځلا خوبونه، بد هوډونه ښې کيسې جوړوي، پيل، له کلي تر نړۍ، ښوونځی او مینهناکه نجلۍ، په تیارو کې ورکه ښکلا، د نظیفې نانځکه او د رڼا په لټه؛ د هغو ناولونو نومونه دي چې سیالۍ ته وړاندې شوي وو.
په دې ناولونو کې نیمګرتیاوې او ځانګړتیاوې ډېرې وې، نیمګړتیاوې ایډیټرانو اصلاح کړې او ځانګړتیاوې یې په خپل ځای دي. یوه بله مسئله چې زموږ ډېریو لیکوالو ورته پام نهو کړی او مهمه وه، هغه د سني ردې(د عمر کچه) موضوع وه. له لیکوالو غوښتل شوي وو چې ماشومانو او تنکيو ځوانانو ته داسې څه ولیکي چې په هغه کې، هم مشخصه سني رده، هم يې ژبه او هم يې کړه وړه په پام کې ساتل شوي وي، خو زموږ لیکوال په يو شمېر ناولونو کې له دې بریده ور اوښتي او حتا د درېیوو نسلونو انځورونه يې وړاندې کړې دي.
د دې سیالۍ یو مقصد د انسانانو او په تېره د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په منځ کې د مينې، خواخوږۍ او زغم کچې لوړول دي. د دې ناولونو یوه غوره ځانګړنه دا ده چې په کې مینه، خواخوږي، زغم، یو بل منل او په منطقي توګه له ستونزو د راوتلو لاره موندل شوې او په ګوته شوې ده.
هر داستان یا ناول له ځينو توکو را رغېږي. طرحه، پېښه، کړنه، شخصیت، مکالمې، زمان او مکان د داستاني اثر له مهمو توکو شمېرل کېږي. طرحه د داستان له اساسي توکو ځنې ده چې په عامه اصطلاح کې ورته د قالب خطاب کولای شو. طرحه زمان او مکان ته پر توجه سربېره له پېښو، کړنو، شخصیتونو او مکالمو څخه رغښت مومي.
کوم ناولونه چې په دې فیستیوال یا جشنوارې کې سیالۍ ته وړاندې شوي دي ټول دغه داستاني توکي په کې شته، خو دا چې لیکوالو دغه توکي څه ډول او څرنګه را اخستي دي، یو جلا بحث ته اړتیا لري.
تر ټولو لومړی د دې ناولونو غوره ځانګړنه دا ده چې یوه پېښه راته بیانوي او د تخیل قوت په کې تر سترګو کېږي. له ځینو کمو مواردو پرته په دغو ناولونو کې حقیقت او خیال سره غوټه شوي او د ژوند يو بشپړ انځور وړاندې کوي.
دا چې ماشومان او تنکي ځوانان له اشیاوو او حیواناتو سره مینه لري، زموږ یو شمېر لیکوالو هڅه کړې چې د خپلو ناولونو شخصیتونه د حیواناتو له منځه غوره کړي او له هغوی سره يې وغږوي. په دې برخه کې د دوی یو کمال دا هم دی چې په طبیعت کې شته بوټو او نورو اشیا ته يې هم ژبه ورکړې. دا کار د مکالمو په مټ لوستونکي د دغو اشیاوو له عواطفو او احساساتو خبروي او خواخوږي يې ورسره پیدا کوي او زیاتوي.
طرحه یا پلاټ د هر داستاني ژانر اساسي توکی دی. له ښه مرغه ۱۵واړو ناولونو کې دې توکي ته توجه شوې ده. البته په ځینو کې ډېره او په ځینو کې لږ. پلاټ د پېښو منطقي اوډون او تړاو دی. دا ناولونه دا راته وايي چې پېښه ولې رامنځ ته شوې، څنګه رامنځ ته شوې او تر هغه وروسته نورې پېښې په کوم دلیل رامنځ ته شوې دي. د پوهانو په اند په هر ناول یا داستان کې باید پېښې داسې سره تنظیم او واوډل شي چې د لوستونکي په نظر منطقي ښکاره شي. دا وړتیا کابو په ټولو ناولونو کې شته، ښايي په ځینو کې کمرنګه او پیکه وي. خو په اکثرو هغو کې دې اصل اثارو ته قوت بښلی دی.
د دې ناولونو یوه ځانګړتيا په دې کې نغښتې چې شخصیتونه، د هغوی کړه وړه او درک د پېژندلو وړ دي. ټول شخصیتونه ځکه راته په کې اشنا ښکاري او د خواخوږۍ احساس ورسره پیدا کوو چې زموږ له خپلې ټولنې اخستل شوې څېرې دي، کړه وړه يې راته اشنا دي او پردي نهښکاري.
موقعیتونه هم تر ډېره پورې خپل ښکاري او په هغه کې ګرځېدلو سره د نابلدۍ احساس نه راته پیدا کېږي. موقعیتونه اشنا دي، خو يوه نرۍ نیمګړتیا دا په کې ترسترګو کېږي چې ډېر او ښه انځور شوي نهدي.
شخصیتونه، پېښې، فضا او موقعیتونه د داستان پلاټ غښتلی کوي.
د دې ناولونو نثر ساده او روان غوره شوی، خو ډېر داستاني رنګ نهلري او له همدې کبله تر یو بریده ځينې یې سرګذشتونو ته ورته ښکاري. یو څوک ناست دی او سره ترپایه راته غږېږي او وايي هغه ښه دي دا بد دي. لیکوال په دې کار سره د دې پر ځای چې يو څه راته انځور کړي، یو څه راته وايي.
راوي هغه څوک نهدی چې د قضاوت تله په لاس د پېښو، شخصیتونو او موقعیتونو په اړه د ښه او بد قضاوت وکړي. د داستان لیکوال او ادبپوهان په دې نظر دي چې پېښې، شخصیتونه او موقعیتونه خپله باید راسره وغږېږي نه دا چې د هغوی په اړه هرڅه راوي راته ووايي. پېښه باید داسې انځور شي چې موږ د هغه له مخې وپوهېږو چې ښه ده او که بده. همداسې شخصیتونه او موقعیتونه هم در واخلئ. داسې یو څه په داستان کې خوند او لذت له منځه وړي.
ادبیات له کلماتو سره لوبې دي. له هرې موضوع او له هر ژانر سره مرتبط کلمات باید غوره او وکارول شي او تر ډېره اختصار او صرفهجويي ته مخه وشي. د زیاتو کلماتو کارول داستان بېځایه اوږدوي او ښکلا يې له منځه وړي. زموږ په دغو ناولونو کې دا یوه بله نیمګړتیا ده. ادبپوهان کلمات د لیکوال له اصلي اوزارو څخه ګڼي او که هرڅومره دغه اوزار غني، پر ځای، ښکلي، ژوندي، سم او له جوړښتي سلامت نه برخمن وي؛ نو لوستونکي په ښه توګه د ناول له اصلي متن او محتوا سره رابطه ټینګولای شي.
د مکالمو پر مټ موږ له شخصیتونو سره اشنا کېږو چې هغوی ښه دي او که بد، افکار يې څه او کړنې يې څنګه دي.
له بلې خوا مکالمې دا مرسته راسره کوي چې د شخصیتونو ټولنیز موقف وپېژنو. مکالمې دا راته وايي چې شخصیتونه بېسواده دي او که د علم او سواد څښتن، بزګر دي او که ځمکهوال، خانان دي که سوالګر، ماشومان دي که ځوانان او.... په ځینو ناولونو کې زموږ ليکوال دغه ټکي ته ډېر نهدي تم شوي. د یوه ماشوم له خولې داسې خبرې اورو چې یو لوی او په اصطلاح ځای ته رسېدلی سړی يې هم نهشي کولای.
یا په دې برخه کې له داسې ستونزې سره هم مخ کېږو چې د شخصیت حالت ته په پام مکالمو ته پاملرنه نهده شوې. په غمجن حالت کې مکالمې یو وړ وي او په خوشحالۍ کې بل وړ. له دې ستونزې سره تړلې بله ستونزه دا هم ده چې ځينې شخصیتونه په یو بد حالت کې هم عادي او ارامه ښودل شوي، ته وا هېڅ خبره نهده شوې.
مکالمه د داستان روح ده. دا توکی سره له دې چې د داستان د شخصیتونو په پېژندلو کې راسره مرسته کوي، د هغوی فکري قوت او حالت هم راته بیانوي. له دې کبله په کار ده چې لیکوال د مکالمو په کښلو کې له ډېر دقت څخه کار واخلي او د قضاوت تله په لاس ونهګرځوي. په دې ناولونو کې تر ډېره شخصیتونه د لیکوال له خوا راپېژندل کېږي او ښه او بد ګڼل يې هم خپله دنده بولي. مکالمې اکثراً لنډې وي او د یو حالت په نسبت د لیکلو بڼه يې توپير لري. مثلاً که د داستان اتل مو یو ماشوم وي، هغه د یو حالت تر اغېز لاندې باید څنګه وغږېږي چې زموږ په نظر حقیقي ښکاره شي؟ د وېرې، ډار او خپګان مکالمې د خوشحالۍ او عادي حالت له مکالمو توپير لري. خبرې او پرېکړې یې نامنظمې وې. دا د دې لهپاره وي چې موږ هغه حالت په ښه توګه باید احساس کړو چې د داستان اتل ورسره مخ دی. که هغه ډاډه، منظمې او له درنښت ډکې خبرې وکړي، د منلو وړ راته نهښکاري.
زموږ په ځینو دغو ناولونو کې تر ډېره نثر، ژبې او مکالمو ته دقت کم ښکاري. نثر مو ډېر داستاني شوی نهدی او د هغه ترڅنګ جملې له معمول حد څخه ډېرې اوږدې رااخستل شوې دي. د دې پر ځای چې په داستان کې یو څه انځور شي، یو څه ویل شوي دي.
په پای کې په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز څخه مننه کوم چې دومره ډېر خوندور ناولونه يې راباندې ولوستل او زه یې وهڅولم چې د دغو ناولونو په اړه یو عمومي بحث وکړم.
زه باور لرم که په دې ډول زموږ ليکوال وهڅول شي موږ به په ډېره لنډه موده کې د لا غوره ناولونو د لیکلو شاهدان اوسو.