نامتو څېرې: شهيد محمد هاشم ميوندوال
نامتو څېرې
ليکوال: صديق الله بدر ( ۱۳۸۳)
شهيد محمد هاشم ميوندوال

محمد هاشم ميوندوال د ارواښاد ملا عبدالحليم زوى په ۱۲۹۹ لمريز كال د مقر په يوه بې وزلې كورنۍ كې وزېږيد او خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې د غازي او حبيبيې په عالي ليسو كې سرته ورسولې. ميوندوال په پښتو، دري او انګريزي ژبو ښه تسلط درلود او كله كله يې په پښتو او دري دواړو ژبو كې شعرونه ليكل او د ليكوالۍ پوره صلاحيت يې درلود.
د ده لومړنى تخلص پرديس و، خو د فاضل استاد اكاډميسين پوهاند رشاد په قول؛ كله، چې ميوندوال په انيس كې كار كاوه، د هيواد د نوميالي ليكوال، شاعر او ژورنالست عبدالهادي خان داوي په مشوره يې خپل تخلص له پرديس نه په ميوندوال واړاوه.
ميوندوال په ۱۳۲۱ لمريز كې د اتفاق اسلام ليكونكى مقرر او په ۱۳۲۴ لمريز كې د دايره المعارف په اداره كې عمومي مدير وټاكل شو. په ۱۳۲۶ لمريز كې د انيس د ليكوالو ډلې ته راغی او له همدغه ځايه و، چې ميوندوال د سياسي مبارزې لاره خپله كړه او په انيس كې يې د سياسي مقالو په خپرولو لاس پورې كړ، خلك يې په نظام كې انتخاباتي سيستم ته راوبلل او له دې لارې څخه يې خلك له ډيموكراسۍ سره اشنا كړل.
په ۱۳۲۸ لمريز كې د مطبوعاتو د مستقل رياست رييس او تر لنډې مودې وروسته د شاه مطبوعاتي مشاور غوره شو. په ۱۳۲۹ لمريز كې بېرته مطبوعاتو ته راغى او د ده په دوره كې ډېرې ازادې خپرونې په خپرونو پيل وكړ. څه موده وروسته په واشنګټن كې د افغانستان د سفارت مستشار وټاكل شو.
هېواد ته په راستنېدو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال شو او تر هغه وروسته په لندن كې د افغانستان لوى سفير وټاكل شو.
په ۱۳۳۳ لمريز كې هیواد ته له رستنېدو وروسته، د مطبوعاتو د مستقل رياست رييس مقرر شو، خو له نظام سره يې په يوه ارتجاعي كار كې د مخالفت له امله دنده پرېښوده او پر كور دېره شو.
څه موده وروسته دولت هغه واشنګټن ته واستاوه او هلته د افغانستان سفير شو. په ۱۳۴۳ كې د مطبوعاتو وزير او د ۱۳۴۴ لمريز كال د لړم د درېيمې نېټې له مظاهرو وروسته او د ډاكټر يوسف د كابينې په ړنګېدو سره، د شاه له خوا د كابېنې په جوړولو مامور شو، چې تر نورو پخوانيو او وروستيو هغو كابينو په لنډه موده كې يې په پارلمان كې د اعتماد رايه ترلاسه كړه.
كله، چې د هيواد صدراعظم شو د كار په لومړنيو ورځو كې يې د پوهنتون لاره خپله كړه او هلته يې له مظاهره كوونكو محصلينو سره، چې په مظاهره كې يې تلفات ليدلي وو، خپله خواخوږي څرګنده كړه او د هغوى ټولو غوښتنو ته يې مثبت ځواب ووايه.
ميوندوال د ډيموكراسۍ له اصولو سره سم د هېواد په رهبرۍ كې پوره ونډه واخيسته او په هيواد كې يې د زراعتي اصلاحاتو تر څنګه د اقتصادي اصلاحاتو پروګرامونه وړاندې او كرار كرار يې پلي كول.
ده همدا وخت د مترقي ديموكرات ګوند جوړ كړ او د مساوات په نامه يوه جريده يې هم خپره كړه.
په ۱۳۵۲ لمريز كې د زمري په مياشت کې هېواد ته راستون او د تلې په مياشت كې د هغه وخت د دولتي دستګاه په توطيې زندان ته ورټېل وهل شو او تر اته ورځې بند وروسته په ډېرې بېرحمۍ په زندان كې شهيد كړاى شو.
نوې زياتونه: ښاغلی حاجي فضل محمد پنهان؛ د شهید سردار محمد داوود خان د تاريخ په هنداره کې د کتاب ليکوال او راټولوونکی، د خپل کتاب په ۲۷ مخ کې د شهيد ميوندوال د کابينې په اړه د معلوماتو په برخه کې يو ځای ليکي:((که څه هم ميوندوال يو ځيرک سیاستمدار و، خو پر ځينو نامعلومو لارو يې سفر وکئ...)) که څه هم وړاندې يې ليکلي: (( ده شرقي ديموکرات ګوند جوړ کئ او د مساوات په نوم يې د ګوند نشراتي ارګان خپور کئ.)) خو دلته په څرګند او واضح ډول نه دي ويل شوي، چې هغه کومې لارې وې. د ګوند جوړول او د جريدې راويستل، خو نامعلومې لارې نه افاده کوي. دغه کتاب په کندهاري لهجه ليکل شوی او تر ډېره پورې د ليکوال ځاني قضاوت په کې تر سترګو کېږي، هغه هم په داسې بڼه، چې د ځينو مواردو په اړه ډېر وضاحت په کې نه ليدل کېږي، چې د لوستونکي قناعت ترلاسه کړای شي.