نامتو څېرې: محمدقاسم خان
نامتو څېرې
ليکوال: صديق الله بدر
سیدمحمدقاسم خان
سيد محمد قاسم د سيد غلام محمد زوى او د سيد ملا محمد لمسى؛ په ۱۲۶۷ لمريز كال د لغمان په چارباغ كې زوكړى او لومړنۍ زده كړې يې په خپل كاله كې، چې يوه پوهه او علم پروره كورنۍ وه، ترسره كړې دي. د ده نيكه سيد ملا محمد هغه وخت په لغمان كې يو لوى ښوونځى درلود، چې د هېواد له هر ګوټ څخه زده كوونكي د زده كړې لپاره ورته راتلل.
سيد محمد قاسم، خپلې نورې زده كړې په شاهي مدرسه كې ترسره كړې، ځكه پلار يې په هغه وخت كې د شاهي مدرسې ښوونكى و. ده تر ديارلس كلنى ډېر علوم لكه منطق، طب او رياضيات زده كړل او تر زده كړې وروسته په شاهي مدرسه كې د محرر په توګه وټاكل شو.
په شاهي دربار كې د ځينو نړيوالو مطبوعاتو په لوستلو سره ده او د ده له ملګرو سره، چې علامه محمود طرزي يې په سر كې و، د مشروطه شاهي نظام د جوړولو نظريه راوټوكوله. سيد محمد قاسم د مشروطيت د غورځنګ فعال غړى و.
سيد محمد قاسم په ۱۲۸۸ لمريز كال كې د نورو مشروطه غوښتونكو په ډله كې زندان ته ورټېل وهل شو او تر دوه كاله او درې مياشتې بند وروسته د خپل پلار په مخ، چې امير حبيب الله ورته زيات درناوى درلود، له زندان نه راخوشې شو.
له زندان نه تر خلاصيدو وروسته په حبيبيه ښوونځي كې ښوونكى مقرر شو، كله، چې په ۱۲۹۸ لمريز كې غازي امان الله شاه د قدرت واګي ترلاسه كړل، د نوو تشكيلاتو له جوړېدو سره سيد محمد قاسم د ښوونې او روزنې وزارت د تدريساتو رييس وټاكل شو. كله، چې سردار سليمان خان د معارف وزير شو، نو د ښوونې او روزنې پراختيا ته توجه زياته شوه او په ټول هيواد كې لومړني ښوونځي جوړ شول، چې دې كې د سيد محمد قاسم زيار د يادونې او ستاينې وړ دى. ده به په خپله كليو او بانډو ته سفر كاوه او ملايان يې دې ته هڅول، چې په خپلو سيمو كې د ښوونځيو جوړولو ته اجازه وركړي.
تر دې مودې لږ وروسته سيد محمد قاسم د ښوونې او روزنې مستشار وټاكل شو او په ۱۳۰۲ لمريز كال يې مطبوعاتو ته مخه كړه او د امان افغان جريدې چلوونكى وټاكل شو. بيا شاهي دارالتحرير ته تبديل او د سرمنشى د كفيل په توګه غوره شو.
د نادر خان په وخت كې د اصلاحاتو او ترقۍ د مجلس مرستيال وټاكل شو او يوه مياشت وروسته د ښوونې او روزنې وزارت مرستيال شو او په ۱۳۱۲ لمريز كال د نادر خان د وژنې د پېښې په تور اووه كاله بندي كړاى شو، له بند څخه تر راخلاصيدو څه موده وروسته په ۱۳۲۷ كې د شا محمود خان په كابينه كې د عدل وزير او د حكومت تر بدليدو وروسته تقاعد شو او په پاى كې په ۱۳۵۷ لمريز كال د نوي كالو په عمر له دغې فاني نړۍ سره يې مخه ښه وكړه.