نامتو څېرې

ليکوال: صديق الله بدر

مولوي صالح محمد هوتك

 

صالح محمد هوتك د فيض محمد خان زوى؛ په ۱۳۰۷ هـ ق كال د كندهار ښار په يوه علمي كورنۍ كې زېږېدلى او لومړنۍ زده كړې يې په خپل كورني چاپيريال كې ترسره كړې او له كوچنيتوبه د خپل مورنۍ نيكه عبدالروف خان خاكي؛ تر روزنې لاندې و.

ويل كيږي، چې صالح محمد پنځه لس كلن و، چې كابل ته راغى او دلته هم د خپل نيكه او ماماګانو تر روزنې لاندې و، په همدې وخت كې د حبيبيې په نوې جوړه شوې مدرسه كې شامل شو. دا، چې نوموړي كورنۍ زده كړې لا دمخه بشپړې كړې وې، حبيبيه مكتب يې ډير كلونه ونه لوست او په نوموړي مكتب كې د پښتو، چې نوى په تدريسي نصاب كې شامله شوې وه؛ د ښوونكي په توګه وټاكل شو.

مولوي صالح محمد په دغه مكتب كې د پښتو لومړنى ښوونكى و او شپږ كاله په حبيبيه كې ښوونكى پاتې شو.

په ۱۳۳۵ ق كال كې د لومړنيو ښوونځيو د مدير نايب مقرر شو او د لومړنيو ښوونځيو د ودې لپاره يې زيات كار وكړ.

په ۱۲۹۹ ش كال د ده په هاندو هڅو په كندهار كې يو لومړنى ښوونځى د (مكتب نجار) په نامه جوړ شو او دى لس كاله په قندهار كې د معارف مدير او موسس و. نوموړي تر ۱۳۰۷ ش پورې د كندهار په ولايت او كليو كې ډېر ښوونځي جوړ كړل او ځوانان او هلكان يې په خورا مينه وروزل.

مولوي صالح محمد د كندهار د معارف د مديريت د چارو تر څنګ يو بل ارزښتناك او د قدر وړ كار هم كړى دى، په كندهار كې لومړنۍ جريده د (طلوع افغان) په نوم د همده په مديريت خپره شوه، چې په پښتو او دري دواړو ژبو خپريدله.

د اغتشاش په دوره كې صالح محمد له كاره ګوښه كړاى شو او تر دغې دورې وروسته يو ځل بيا د كندهار د معارف مدير شو او پوره شپږ كاله يې د معارف مديريت وكړ.

په ۱۳۱۶ ش كال صاحل محمد كابل ته راغى او د كابل د ادبي انجمن غړى شو. د پښتو ټولنې له جوړېدو سره سم نوموړى هلته د پښتو مبصر و او د زېري په نامه يې د پښتو د زده كړې لپاره يوه جريده چلوله.

له ۱۳۱۷ هـ ش كال نه وروسته د شاهي دارالتحرير د پښتو څانګې غړى و او په همدغه وخت كې حج ته لاړ.

په ۱۳۳۵ ش كال د كندهار د خلكو له خوا د ملي شورا د نهمې دورې په وكالت وټاكلى شو، چې په همدغه دوره كې د شورا لومړى معين هم و. په لسمه دوره كې بيا هم په ملي شورا كې د كندهار د ښار د خلكو وكيل و.

په پاى كې دغه نوميالى شخصيت په ۱۳۳۹ لمريز كال د وږي د مياشتې په څلورمه نيټه د اويا كلونو په شاوخوا په كابل كې وفات او په كندهار كې خاور ته وسپارل شو.

د مولوي صالح محمد اثار:

حصه اول رهنما يا خود اموز پښتو

حصه دوهم رهنما يا خود اموز پښتو

لومړى كتاب د پښتو

پښتو ژبه: په دوه ټوكه كې

د پښتو ژبې درېيم تدريسي كتاب

د پښتو صرف و نحو

د عزيزي تفسير ترجمه

پښتو اطاعت اولى الامر

پښتو مثنوي

تذكره الشعرا