ليكوال: صديق الله بدر

رښتينى خدمتګار

 

ډاكتر عبدالوكيل

 

ډاكتر وكيل د رسمي او دولتي چارو په بهير كې خلك په معاصره بڼه باغدارۍ ته هڅول او د وطن د آبادۍ او سرلوړى په موخه يې د خاورې پېژندنې، د څړځايونو د اصلاح او زياتېدو، د قرانطين او نباتاتو د ساتنې، د اوبو لګولو او وړو بندونو او د پروان د اوبو لګولو د پروژو بنسټ كېښود.

 

ډاكتر عبدالوكيل، د ۱۳۰۲ لمريز كال د وري په مياشت كې، په كابل كې په يوه دينداره او علم پروره كورنۍ كې نړۍ ته سترګې پرانستې. خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې د استقلال او غازي په عالي لېسو كې او لوړې زده كړې يې په هندوستان، امريكا او لندن كې پاى ته ورسولې.

په ۱۳۲۵ لمريز كې د لايلپور له پوهنتون څخه د ليسانس په ترلاسه كولو وطن ته راستون شو او پوره دوه كاله د كابل په عالي دارلمعلمين كې په تدريسي چارو بوخت شو.

په ۱۳۳۱ لمريز كې يې د مېوې په رشته كې له لندن څخه خپله دوكتورا ترلاسه كړه او له هغه ځايه تر راستنېدو وروسته د هلمند د زراعت رئيس وټاكل شو او پوره ۱۲ كاله يې هلته دنده ترسره كړه. څه موده د هلمند والي و او په ۱۳۴۴ كې د مشرانو جرګې انتصابي سناتور غوره شو.

د ډاكتر ظاهر په كابينه كې د كرنې وزارت مشاور او د شهيد موسى شفيق په كابينه كې د كرنې وزير شو.

ډاكتر وكيل د رسمي او دولتي چارو په بهير كې خلك په معاصره بڼه باغدارۍ ته هڅول او د وطن د آبادۍ او سرلوړى په موخه يې د خاورې پېژندنې، د څړځايونو د اصلاح او زياتېدو، د قرانطين او نباتاتو د ساتنې، د اوبو لګولو او وړو بندونو او د پروان د اوبو لګولو د پروژو بنسټ كېښود.

كله چې د كرنې وزير و، خپله ډېره پاملرنه يې د ميوو باغونو ته واړوله او په هماغه وخت كې يې په لوګر، غزني، فراه، وردګو او سمنګانو كې د څېړنې او نمونې لپاره د ميوو ۱۶ باغونه جوړ كړل، چې ډېرې ښې پايلې يې لرلې. همدارنګه ډاكتر وكيل د كرنې په وزارت كې د خپلې دندې په موده كې د غنمو، وربشو، جوارو، وريجو او كنجدو بېلابېل ډولونه وطن ته راوارد كړل.

په ۱۳۵۲ كې له رسمي دندو نه يې ځان ګوښه كړ او د ثور له اوومې كودتا وروسته يې هجرت ته مخه كړه. دا چې د وطن د ابادۍ او ښېرازۍ فكر يې په سر كې و او له خپل وطن سره يې د زړه له تله مينه درلوده، وخت په وخت به يې وطن ته سفرونه كول او اصلاح شوي تخمونه به يې واردول او باغ لرونكي يې معاصرې باغدارۍ ته تشويقول.

... او په پاى كې دغه د وطن او ملت زړه سواندى او رښتينى خدمتګار د ۱۳۷۹ لمريز كال د ليندۍ په ۲۴ نېټه له فاني نړۍ سره مخه ښه وكړه او خپل ځاى يې د تل لپاره تش پرېښود او جنازه يې د وردګو ولايت په ميدان ښار كې خاورو ته وسپارل شوه.

د هغه ارواښاد د ځينو دوستانو او هملارو په وينا، هغه د خپل علاج پخاطر يو كال په امريكا كې تېر كړ خو ډېر نهيلى بېرته راوګرځېد، د بېرته راګرځېدو په وخت كې يې د تاكو دوې ونې له ځان سره راوړې او هوډ يې درلود، چې هغه مزار شريف ته يوسي.

دا چې په هېواد كې پرله پسې وچكالۍ ډېر ځورولى و، له امريكا تر راستنېدو سمدستي وروسته يې له دوستانو او خپلوانو لومړنۍ پوښتنه دا وكړه: اورېدلي مې دي، چې په وطن كې ډېر او دوامداره بارانونه ورېدلي دي خو وواياست، چې چېرې او څومره ورېدلي دي؟

هغه خپلو دوستانو ته دنده سپارلې وه، چې كندهار او مزار ته تلفون وكړي، چې ايا هلته هم بارانونه شوي او كه نه؟

د ارواښاد ډاكتر وكيل يوه لوړه او ستره ځانګړنه دا هم وه، چې خپله دنده يې سپېڅلې ګڼله او هيڅ ډول اړيكې يې وطن ته تر خدمت پورته نه ګڼلې.