شعر: ورك په وركو كې
ويناوال: صديق الله بدر
(د خپل پلار په وير كې)
ورك په وركو كې
شېبې شوې تېرې
كلونه تېر شول
خو مې په زړه لكه د نن ورېږي
په ياديدو كې دې نن
په زړه مې غم راپرېوت
سترګو مې اوښكې وكړې
درپسې ومې ژړل
په زوره زوره هسې
چې چا په چا پسې ژړلې نه دي
***
هيلو اسرو واخيستم
چې دې مزار ته درشم
چې دې زيارت وكړمه
زه له كلونو وروسته
ځكه كلونه كېږي
چې ستا له مړينې وروسته
زه له خپل ځان او له جهانه ورك يم
يو داسې ورك چې ورك په وركو كې يم
غواړم د سترګو اوښكې
دغه راڼه
دغه ګلونه ستوري
دغه ځولۍ مې د غمونو خپله
ستا په مزار باندې راوغوړوم
سم دې له ځانه سره وژړوم
درته كيسې مې د دردونو د غمونو
تېرو هېرو وكړم
هغه كيسې چې ژړوي مې هر وخت
هغه كيسې چې ځوروي مې هر وخت
هغه كيسې چې راته تا يادوي
هغه كيسې
هغه كيسې چې په كې ورك يمه زه
يو داسې ورك چې ورك په وركو كې يم
۱۳۷۰/۱۲/۲
+ نوشته شده در ۱۳۸۶/۰۹/۲۳ ساعت 4:9 PM توسط صديق الله بدر
|