يأس

ښه مې په ياد دي اشنا

چې به پخوا كله زموږ  كلي كې

د ټوپك ډزې وشوې

درېيمه ورځ

د يو ماشوم هلك په غوږ كې مو د كلي ملا

ډېرې خوښۍ نه اذانونه كول

خو اوس زموږه همهغه كلي كې

د خنداګانو او خوښيو كلى

د ټوپك ډزې كېږي

او په همهغه ورځې

زموږ د كلي ملا

آن له چرګبانګه تر ماښامه پورې

د سر په سر په وينو سرو جنازو

چې هديرې ته راځي

كوي لمونځونه

                   ژاړي

۱۳۷۳/۱/۲۲