شعر: غزل
غزل
راغلو چــې له ځانه ځـــــــان ته کم یو څه
عشقه موږ په عشق و نه کــــړو سم یو څه
نورو ته د خوښـــــــې یې چې ژوند غواړو
خپله به کـــــــوو هـــــــــم د ځان غم یو څه
دلته په آسانه دې څـــــــــــــــــــوک نه مني
خامخا به وکومـــــــــــــــــــــــــه چم یو څه
هغې لېـــــــــــــــــــــــونۍ ته لږ دا و وایئ
وایـي دې زما د مینـــــــــــــــــې هم یو څه
بدره اشنا غـــــــــــــــــاړه یو څه ته یوسه
کار به د ملا هم کــــــــــــــــــوي دم یو څه
۱۴۰۱.۲.۲۲
+ نوشته شده در ۱۴۰۱/۰۵/۳۱ ساعت 1:41 PM توسط صديق الله بدر
|