ژباړه: جوزې ساراماګو څه ډول لیکل کول؟

ژباړه/ صدیق الله بدر

جوزې ساراماګو څه ډول لیکل کول؟


جوزې ساراماګو؛ د لیکلو لپاره خپل ځان د هيڅ ډول له مخکې ټاکل شوې نقشې ته اړ نه ګڼي.

پرتګالي لیکوال جوزې ساراماګو چې د ۱۹۲۲ کال د نومبر په ۱۶ زېږېدلی او د ۲۰۱۰ کال د جون په ۱۸ ومړ، په ۱۹۹۸ کال کې د نوبل د ادبیاتو جایزه ترلاسه کړه.   

نوموړي په ۱۹۹۸ کال کې د پاريس ریویو مجلې په يوه ګڼه کې د خپلې لیکوالۍ او لیکلو عادت داسې بیان کړی دی:

ادامه نوشته

ژباړه:  ايتالو کالوینو څه ډول لیکل کول؟

ژباړه/ صدیق الله بدر


ايتالو کالوینو څه ډول لیکل کول؟


ایتالو کالوینو وسواسي لیکوال و او پر خپل هر اثر يې خورا ډېر کار کاوه.

ایتالو کالوینو(۱۹۲۳-۱۹۸۵) د شلمې پېړۍ یو له سترو ايټاليايي لیکوالو څخه و. هغه پر يو لیکوال سربېره، خبریال، کره کتونکی او نظریه ورکوونکی هم و. د اثارو انتقادي فضا يې سبب شوه چې هغه په شلمه پېړۍ کې د ايټاليا یو له ډېرو مهمو کيسه لیکوالو څخه وګڼل شي. 

ادامه نوشته

ژباړه: هاروکي موراکامي څه ډول لیکل کوي؟

ژباړه/ صدیق الله بدر

هاروکي موراکامي څه ډول لیکل کوي؟

هاروکي موراکامي هغه لیکوال دی چې د ریالستي کيسو په ځای د سور ریالستي کيسو لیکل غوره بولي.

موراکامي د ۱۹۴۷ کال د جنورۍ په ۱۲ د جاپان په کيوټو کې زېږېدلی دی. په ۱۹۶۸ کې د واسدا د ننداریزو هنرونو پوهنتون ته لاړ او پخپله وینا يې د ۱۹۷۴ په اپريل کې د بیسبال لوبې د کتلو په وخت يې د لومړني کتاب ( د باد غږ ته غوږ شه) د لیکلو خیال سر ته ورغی.

ادامه نوشته

شعر: ناله

ویناوال: صدیق الله بدر


ناله


شپه ده شپه ده
غځونې مې کړي زړه کې
د رڼا او د سپوږمۍ د کلي مينه
لاره نه رامعلومېږي
یمه ورک په ورکه لاره
تیاره لاره ده او زه یم

ادامه نوشته

ژباړه: ریموند کارور څه ډول لیکل کول؟

ژباړه او لنډون/ صدیق الله بدر


ريموند کارور څه ډول لیکل کول؟


ریموند کارور د لنډو کيسو هغه غوره کيسه لیکوال دی چې بیا بیا خپلې کيسې اصلاح کوي.

ریموند کارور(۱۹۳۸-۱۹۸۸) امریکايي کيسه لیکوال او شاعر و. هغه د شلمې پېړۍ یو له مطرح لیکوالو او هغو کسانو څخه و چې په اتیایمه میلادي لسیزه کې د لنډې کيسې د نوي کولو سبب شو.

ادامه نوشته

لنډه کيسه: فېسبوک

لنډه کيسه/ صدیق الله بدر
فېسبوک

له فېسبوک نه مې زړه بد شو. نن خو مې دوه درې هغه کيسې او شعرونه پاڼې ته پورته کړي وو، چې د هغې خوښېدل. له سهار تر مازیګره مې بیا بیا پاڼه وکتله خو د هغې يو لایک او کومنټ مې پرې ونه لید. ماښام چې کور ته تلم، د تلفون زنګ راغی، هغه وه. ويل يې:(( مننه، ښکلي شعرونه او کيسې وې. زما پاڼه وګوره.))
هغې هماغه سهار، زما شعرونه او کيسې پخپله پاڼه کې شيير کړي وو.

ادامه نوشته

ژباړه: اې ال دوکتوروف څه ډول لیکل کوي؟

ژباړه او لنډون/ صدیق الله بدر

اې ال دوکتوروف څه ډول لیکل کوي؟

دوکتوروف په دې باور دی چې لیکل ډریورۍ ته ورته کار دی، سره له دې چې دغه ډرېور ته په بشپړه توګه لاره نه ښکاري، خو کېدای شي چې منزل ته ورسېږي.

  د امریکا پېژندل شوی لیکوال ادګار لارنس دوکتوروف په ۱۹۳۱ زېږېدلی دی. د دغه لیکوال اثار، چې په هغه کې يې په تاریخي مقطعو کې د خلکو له ژوند سره مینه ښودلې، د څو سینمايي فلمونو د اقتباس سرچینه و. لکه د (رګټایم)، (بیلي  باتګېټ) او (دانیل) فلمونه، چې مشهورو هنرمندانو په کې نقش لوبولی دی. 

ادامه نوشته

ژباړه: اورهان پاموک څه ډول لیکل کوي؟

ژباړه/ صدیق الله بدر

اورهان پاموک څه ډول لیکل کوي؟

اورهان پاموک عادت لري چې له کوره بهر کيسې ولیکي، ځکه باور لري چې د ژوند ورځنۍ چارې د هغه د خلاقیت مخه نیسي.

۵۸ کلن لیکوال اورهان پاموک د ترکيې اوسېدونکی دی او اوس د لیکوالۍ او تطبیقي ادبیاتو په پوهنتون کې درس ورکوي. تراوسه د هغه د اثارو له اووه ملیونه څخه زیاتې نسخې پلورل شوې او کتابونه يې په ۵۰ ژبو ژباړل شوي دي. هغه په ۲۰۰۶ کال کې د نوبل د ادبیاتو جایزه وګټله او لومړنی ترک و چې دغه جایزه يې خپله کړه.   

ادامه نوشته

ژباړه: الیس مونرو څه ډول لیکل کوي؟

ژباړه/ صدیق الله بدر


الیس مونرو څه ډول لیکل کوي؟


الیس مونرو؛ هغه کاناډايي لیکواله ده چې هیڅکله هم له لیکلو نه لاس په سر کېږي، حتی که په ناسم لوري هم لاړه شي.
الیس مونرو له سترو لنډو کيسه لیکوالو څخه ده. دې ۸۲ کلنې لیکوالې تر اوسه د لنډو کیسو څو ټولګې، لکه: د مستو سیورو نڅا، د ښځو او نجونو ژوند، فکر دې وکړ چې يې؟ او تېښه؛ لیکلې دي.

ادامه نوشته

ژباړه: سال بلو څه ډول لیکل کول؟

ژباړه/ صدیق الله بدر

سال بلو څه ډول لیکل کول؟


سال بلو ځان ریالست باله خو ويل يې چې کله کله دغه مساله د هغه لاس و پښې ورتړي. 
امریکايي لیکوال سال بلو په ۱۹۱۵ کال په کاناډا کې وزېږېد او په ۲۰۰۵ کې ومړ. دغه پرکاره لیکوال ګڼې نړیوالې ادبي جایزې لکه پوليترز، نوبل او او د امریکا د هنر ملي نښان ترلاسه کړي دي.

هغه یوازنی لیکوال دی چې درې ځله يې د امریکا د ملي کتاب جایزه کور ته وړې او شپږ ځلې دې جایزې ته نومل شوی دی.

ادامه نوشته

ژباړه: سټیفن کينګ څه ډول لیکل کوي؟

ژباړه/ صدیق الله بدر

سټېفن کینګ څه ډول لیکل کوي؟


کینګ چې پوره نوم يې سټيفن اډوين کینګ دی او د وېرې او وحشت د ادبیاتو پاچا ګڼل کېږي، وايي چې د لیکلو لپاره ارام او بې غږوغوږه ماحول ته اړتیا لري. کينګ  د ۱۹۴۷ کال د سپټمبر په يويشتمه زېږېدلی او تراوسه يې د وېرې او فانتزي په ژانر کې ۲۰۰ کتابونه لیکلي دي.

هغه پخپلو اثارو کې د انسان وېرې او ډار ته توجه کوي، تل یو مداخله ګر ځواک د بشر په اروا کې د پلټنې پلمه ګرځي، که څه هم دا لټون بشپړ اروايي نه دی خو د کینګ لید هم سطحي نه شو ګڼلای.

ادامه نوشته

ژباړه: کارلوس فونتس څه ډول لیکل کوي؟

ژباړه/ صدیق الله بدر

کارلوس فونتس څه ډول لیکل کوي؟


کارلوس فونتس تر لیکلو مخکې ټوله کیسه پخپل ذهن کې جوړوي او بیا يې لیکي.

کارلوس فونتس د ۱۹۲۸ کال د نوامبر په یوولسمه د مکزیک په پاناماسیتي کې زو کړی دی. مور يې برتا ماسیاس او پلار يې رافایل فونتس بونته تیګر دي. پلار يې د مکزیک له مشهورو ډپلوماټونو څخه و.

کارلوس د ماشومتوب دوره په واشنګټن ډي سي او د چیلي په سانتیاګو کې تېره کړې. فونتس د مکزیک او ژنيو په پوهنتون کې حقوق لوستي دي او په انګلیسي او فرانسوي ژبو برلاسی دی.

ادامه نوشته

ژباړه: توبیاس وولف څه ډول لیکل کول؟

ژباړه/ صدیق الله بدر


توبیاس وولف څه ډول لیکل کول؟



د توبیاس وولف لپاره د لیکلو یوازنۍ اړتیا، یو ارام ځای دی چې کوم څه يې حواس ګډوډ نه کړي.

توبیاس وولف په ۱۹۴۵ کال د الاباما په ښار کې سترګې وغړولې خو په واشنګتن کې لوی شو. څه موده يې د کالفورنیا په پايولوالتو کې د ادبیاتو او داستان لیکنې درس ورکړ.
وولف د لنډو کیسو د ټولګو په خاطر زیات شهرت لري. هغه د ریموندکارور، ریچاردفورډ، آن بیتي او نورو ميني مالیست لیکوالو ترڅنګ په امریکا کې د لنډې کیسې له مخکښانو څخه دی.

ادامه نوشته

ژباړه: ترومن کاپوتي

ژباړه/ صدیق الله بدر

ترومن کاپوتي څه ډول لیکل کول؟


د ترومن کاپوتي لپاره لیکل، د راحتۍ احساس او د هغه څه لیکل دي چې واقعا په لیکوال پورې متعلق وي.

دغه نامتو امریکایي لیکوال د ۱۹۲۴ کال د سپټمبر په دېرشمه زېږېدلی او په ۱۹۸۴ کې مړ دی. د هغه یو زیات شمېر لنډې کيسې، ناولونه، ډرامې او غیرداستاني اثار د کلاسیکو اثارو یو جز ګڼل کېږي. د شخصیتونو عوالمو او جزیاتو ته ډېره توجه د کاپوتي د لنډو کيسو له ځانګړنو څخه دی. 

ادامه نوشته

شعر: شعر

ویناوال: صدیق الله بدر


شعر


دا پاڼه پاڼه

دا پاڼه زما له نفسونو ډکه

دا پاڼه ته يې

دا پاڼه ګرانه راته

دا پاڼه ما کښلې ده

چې په کې ته وخاندې

نفس زما به وي خو

ته يې په کې

ادامه نوشته

لیکنه/ ټولنیزه ژمنتيا او د حافظ شعر

لیکنه/ صدیق الله بدر

ټولنیزه ژمنتيا او د حافظ شعر

ارواښاد استاد نصرالله حافظ زموږ ډېر حساس او با درده شاعر و. هغه ته خپله ټولنه او د ټولنې وګړي ډېر ګران وو، ښايي همدا علت دی چې د هغه په شعرونو کې ټولنیزه ژمنتیا ډېره تر سترګو کېږي.

کله چې په شعر کې د ټولنیزې ژمنتیا خبره کېږي، په شعر کې د ټولنې په کچه یو لړ ستونزو، ناخوالو او لوړو ژورو ته د اعتراض په بڼه د کتل کېدو بحث رامنځته کېږي، ځکه ټولنیز شعر په ذاتي ډول د اعتراضي بیان لرونکی وي. که څه هم د همدغه معترض هویت له مخې په ټولنیز شعر کې په غوښتي او ناغوښتي ډول صراحت احساسېږي، خو شاعر د خپل عاطفي قوت په مټ هغه د شعار له قیده وباسي او د مينې په کلام يې بدلوي. خو پر ټولنيزې ژمنتیا ولاړ شاعر لاس و پښې تړلی څوک نه دی، هڅه کوي چې د ټولنې یو عيني واقعیت په شاعرانه واقعیت واړوي. حافظ صاحب که څه هم ډېر ځله د ټولنې درد سخت ځورولی او په ځينو مواردو کې يې صریح او معترض بیان ته اړ کړی خو هغه داسې شاعر پاتې شوی چې عیني واقعیتونو ته يې د مينې او ښکلا رنګ ورکړی دی.

ادامه نوشته

ژباړه: ژرژ سمنون څه ډول لیکل کول

ژباړه/ صدیق الله بدر

ژرژ سمنون څه ډول لیکل کول؟

د ژرژ سمنون لپاره لیکل د یوه جنايي پولیس د کار په څېر دی، له لومړني سرنخه يې پیلوي، مخته ځي او له دې سره داستان جوړښت مومي.

ژرژ ژوزف کریستین سمنون د ۱۹۰۳ کال د فبرورۍ په دولسمه د بلجیم د لېژ په ښار کې وزېږېد. پلار يې دزیره د بېمې په یو شرکت کې محاسب و. ژرژ له ۱۹۰۸ نه تر ۱۹۱۴ پورې د سن اندره په ښوونځي کې زده کړې وکړې او په ۱۹۱۴ کې، د لومړۍ نړیوالې جګړې په پیل کې؛ د سن لويي فاکولتې ته لاړ.

ادامه نوشته