ژباړه/ صدیق الله بدر

هاروکي موراکامي څه ډول لیکل کوي؟

هاروکي موراکامي هغه لیکوال دی چې د ریالستي کيسو په ځای د سور ریالستي کيسو لیکل غوره بولي.

موراکامي د ۱۹۴۷ کال د جنورۍ په ۱۲ د جاپان په کيوټو کې زېږېدلی دی. په ۱۹۶۸ کې د واسدا د ننداریزو هنرونو پوهنتون ته لاړ او پخپله وینا يې د ۱۹۷۴ په اپريل کې د بیسبال لوبې د کتلو په وخت يې د لومړني کتاب ( د باد غږ ته غوږ شه) د لیکلو خیال سر ته ورغی. 

په همدې کال کې يې د توکیو په کوکوبونجي کې يو رسټورانټ پرانست. په ۱۹۷۹ کې لومړنی ناول يې( د باد غږ ته غوږ شه) چاپ شو او په هماغه کال يې د ګونزو د نوي لیکوال جایزه ترلاسه کړه. په ۱۹۸۰ کې يې د (سارايي موږک) ناول لومړۍ برخه چې پينبال نومېږي چاپ کړ. په ۱۹۸۱ کې يې خپل رسټورانټ خرڅ کړ او لیکوالي يې خپله دنده وګرځوله. په ۱۹۸۲ کې د هغه د (د وحشي پسه لټون) په نوم ناول چاپ شو چې په هماغه کال کې يې د نوما ادبي جايزه خپله کړه.

په ۱۹۸۴ کې کيوټو ته نږدې د فوجستاوا وړوکي ښار ته لاړ او په ۱۹۸۵ کې سنداګایا ته وکوچېد. په همدې کال کې يې د (د عجایبو ځمکه او د نړۍ خاتمه) په نوم کتاب چاپ کړ چې د جونیچي جايزه واخسته.

موراکامي په ۱۹۹۱ کې پرینستون ته مخه وکړه او د پرینستون په پوهنتون کې يې تدريسي چارو ته اوږه ورکړه. نوموړی  په ۱۹۹۳ کال کې د کالفورنیا د سانتاانا ښار ته لاړ او د هاروارد تفت په پوهنتون کې استاد شو. هغه په ۱۹۹۶ کې د یومیوري جایزه ترلاسه کړه او په ۱۹۹۷ کې یې (د ځمکې لاندې) ناول چاپ کړ. مورا کامي په ۲۰۰۱ کې جاپان ته ستون شو.

موراکامي ژباړن هم دی او د اف.اسکات فیتزجرالډ، ریمونډ کارور، ترومن کاپوتي، جان ایروینګ او پل ترو اثار یې په جاپاني ژبه ترجمه کړي دي.

هاروکي موراکامي په ۲۰۰۴ کې د پاريس ریویو مجلې د اوړي په يوه ګڼه کې د خپلې لیکوالۍ او لیکلو بڼه او عادتونه داسې بیان کړي دي:

ریالستي سبک مې نه خوښېږي. سورریالیزم غوره بولم. کله چې لیکل پیلوم اصلا کومه پلان ورته نه لرم. فقط دې ته ګورم چې کیسه راشي. زه دا نه ټاکم چې څه ډول داستان دی او څه به راپېښېږي.

ځیني انځورونه مې ذهن ته راځي او یوه ټوټه له بلې سره یوځای کوم. دا داستاني پلاټ دی. بیا هغه لوستونکو ته توضیح کوم. کله چې یو څه توضیح کوئ باید مهربانه اوسئ. که له ځانه سره ووایاست(( زه پوهېږم، همدا ښه ده)) ډېر له غروره ډک دی.

ځيرک نه یم. مغرور هم نه یم. سم د هغو کسانو په څېر یم چې زما کيسې لولي. یو وخت مې رسټورانټ درلود، نه مې غوښتل لیکوال شم، ناڅاپي يې رامخه کړه. دا یو ډول ډالۍ ده، له اسمانه راځي. زما په نظر په همدې خاطر باید ډېر کمينه اوسم.

لیکل مې لومړی ځل نیمه شپه د اشپزخانې په مېز پیل کړل. د لومړي کتاب لیکل ۱۰ میاشتې دوام وکړ. چاپ ځای ته مې ولېږه او جایزې مې واخستې، د یو خوب په څېر و. خپله ورته حيران وم. خو له يوې دقیقې وروسته مې فکر وکړ هوکې، دا پېښه شوې او زه لیکوال یم.

په هلکتوب او ځوانۍ کې مې د جاپاني لیکوالو څه نه لوستل. زړه مې غوښتل له دې فرهنګ نه وتښتم، زما په اند ستړی کوونکی و. 

ګوښی سړی یم. مختلفې ډلې، مدرسې او ادبي محفلونه مې نه خوښېږي. په پرینستون کې چې وم، د ډوډۍ خوړلو لپاره ساندویچ پلورنځي ته وبلل شوم چې د جویس کرول اوتس او توني موریسون پناه ځای و، وډار شوم. اصلا مې څه نه شو خوړلای.

زما کار د خلکو او دنیا مشاهده دی، نه د هغوی په اړه قضاوت کول. تل هڅه کوم خپل ځان له هغه څيز نه، چې نتیجه ګيري او قضاوت يې بولو، لرې وساتم. تر نقد ژباړې ته ترجیح ورکوم ځکه په ژباړه کې قضاوت ته اړتیا نشته.

کله چې څه لیکم پخپله هم نپوهېږم چې څوک به کوم کار کوي. زه او لوستونکی يوه کچه کې یو. کله چې لیکل پیلوم اصلا نپوهېږم چې پای به يې څه وي. که د داستان پیل د قتل یوه دوسیه وي، نپوهېږم قاتل څوک دی. کتاب لیکم چې وپوهېږم قاتل څوک دی. که وپوهېږم چې قاتل څوک دی، نور نو د کتاب لیکلو لپاره کوم دلیل نه وینم. 

د کتاب لیکلو ښه والی په دې کې دی چې کولای شې په ويښه کې خوب ووينې. که خوب رښتيا وي تاسو نه شئ کولای کنټرول يې کړئ. د لیکلو په وخت ويښ یاست، وخت او هر څه پخپله انتخابوئ. هر سهار څلور پنځه مخه لیکم او کله چې وخت يې راورسېد، نور نو نه لیکل نه کوم. سبا بیا لیکلو ته دوام ورکوم. 

ډېری وختونه څلور پنځه ځله بیالیکل کوم. د لومړۍ نسخې پر لیکلو شپږ میاشتې تېروم او بیا اووه اته میاشتې يې بیا بیا له سره ګورم. ډېر کار کوم. په ټول قوت پر خپل کار دقت کوم. کله چې لیکل کوم د داستان له لیکلو پرته بل کار نه کوم.   

کله چې د ناول لیکلو په موډ کې يم سهار څلور بجې له خوبه راپاڅېږم او پنځه شپږ ساعته کار کوم. تر غرمې وروسته ۱۰ کیلو متره منډې وهم او بیا لامبم. بیا یو څه مطالعه کوم او موسیقي اورم. ۹ بجې ويده کېږم، دا مې ورځنی عادت دی.

د دې مسالې تکرار پخپله مهم دی، یو ډول سحر دی. خپل ځان جادو کوم چې ذهني ژورو ته ورسم. خو له شپږو میاشتو تر یو کاله پورې د دغه تکرار ساتل د اوچت ذهني او فزیکي وړتیا غوښتونکی دی. په دې حالت کې د یوه ناول لیکل د بقا لپاره یو تمرین ته ورته دی. د هنري حساسیت په اندازه فزیکي وړتیا لازمه ده.

کله چې شخصیتونه جوړوم خوښېږي مې چې واقعي خلک ووینم. نه مې خوښېږي ډېر وغږېږم، غواړم د نورو کيسو ته غوږ اوسم. پرېکړه نه کوم چې څه ډول خلک دي. هڅه کوم د هغوی د احساس او مسير په اړه فکر وکړم. سوژې مې له دې سړي او هغې ښځې ترلاسه کوم. نپوهېږم دا واقعي او یا غیر واقعي دی، خو ما ته زما د داستانونو شخصیتونه له واقعیتونو شخصیتونو ډېر رښتيني دي.