ژباړه/ صدیق الله بدر

سال بلو څه ډول لیکل کول؟


سال بلو ځان ریالست باله خو ويل يې چې کله کله دغه مساله د هغه لاس و پښې ورتړي. 

امریکايي لیکوال سال بلو په ۱۹۱۵ کال په کاناډا کې وزېږېد او په ۲۰۰۵ کې ومړ. دغه پرکاره لیکوال ګڼې نړیوالې ادبي جایزې لکه پوليترز، نوبل او او د امریکا د هنر ملي نښان ترلاسه کړي دي.

هغه یوازنی لیکوال دی چې درې ځله يې د امریکا د ملي کتاب جایزه کور ته وړې او شپږ ځلې دې جایزې ته نومل شوی دی.

د نوبل د ادبیاتو د جایزې په بیانیه کې د بلو په اړه ویل شوي وو: (( د هغه اثار زموږ د زمانې له فرهنګ څخه دقیق تحلیل او د پیکارسک ناول غني ترکیب دی. له ماجراجویانه، تراژیک او نېښ لرونکو ترکیبونو فصلونه دي چې فلسفي خبرو اترو یو له بله سره بېل کړي دي. د هغه کیسې د یوه شوخ مزاجه خو ځيرمن مفسر د خولې خبرې دي چې د ژوندانه چارې له دننې او بهر څاري.))

د همبولټ ډالۍ، هرتزوګ، او رولشتاین د بلو له مهمو اثارو څخه شمېرل کېږي.

سال بلو د ۱۹۶۶ په ژمي  کې له معتبرې مجلې پاریس ریویو سره په مرکه کې د خپلې لیکوالۍ طریقه او له ریالستیکو کيسو خپله انګېرنه داسې بیان کړې ده: زما په اند موږ ټول دننه پخپل وجود کې يو مفسر لرو، چې له کوچنيتوبه راته لارښوونې کوي او دا راته وايي چې واقعي دنیا څه ډول ده. داسې يو مفسر په ما کې هم شته. باید د هغه لپاره زمينې برابرې کړم، هغه د کلمو، عبارتونو، هجا ګانو او کله هم یوازې د غږونو سرچینه وي، زه هڅه کوم د هغه خبره تفسیر کړم. کله کله له ټولو لیک نښو او لیکني اصولو سره برابر یو پاراګراف راته دیکتې کوي.

د مشاهدې وسیلې حتی له ماشومتوبه راسره وي، کله چې تاسې یو سړی یا یوه ښځه ګورئ؛ د هغوی له کاته، اغوستو بوټانو یا د پوټکي له رنګه یوه کلمه، عبارت او یا هم یو بې معنی غږ ستاسو په ذهن ته راځي چې هغه همدغه مفسر رالېږلي دي.

کله چې وایم دغه مفسر ډېر ابتدايي دی، منظور مې دا نه دی چې هغه خام او بې تجربې دی. خدای پوهېږي کله ډېر عاقل وي، خو چې مناسب وخت نه وي راغلی خوله نه پرانيزي. که زمینه ستونزه ولري، بیا هم خبره نه کوي. باید مناسبه زمینه ورته برابره کړئ، دنننی مفسر باید ډاډه شي چې مناسبه زمینه واقعي او اړینه ده. که ځير شي چې په کار کې د خو ځای شته کار نه کوي. دا یعنې زه له کاره پاتې کېږم. باید چې زمینه ورته برابره کړم، باید له لومړۍ کلمې بیا له سره شروع کړم. نپوهېږم څو ځلې مې هرتزوګ ولیکه، خو دومره لیکل مې وکړل چې مناسبه زمینه پیدا کړمه.

نن سبا چې کومه خبره دود شوې او وايي چې که ډېر خرڅېدونکی اثر ولیکې په دې معنی ده چې تا له خپلو اصولو سره خیانت وکړ او خپله اروا دې خرڅه کړه، زه ورسره مخالف یم. مثلا د خپل هرتزوګ ناول په اړه مې دا فکر نه کاوه چې څوک دې يې هرکلی وکړي او خرڅ شي خو دا دی وګورئ له هغو کسانو چې طلاق يې اخستی او له ځانه سره غږېږي نیولی د پوهنتون تر محصلانو او عادي لوستونکو پورې ټول يې هر کلی کوي. دلیل يې دا دی چې کتاب په ناخودګاه بڼه له لوستونکو او د هغوی له احساس سره کوشیر کېږي.

د لیکلو په مهال زه پخپل ذهن کې یو انسان وینم چې ما درک کوي. پر دې مسالې ډېر حساب کوم، نه په دې خاطر چې کاملا ما درک کوي، خو په نسبي ډول زما په خبره پوهېږي. تر دې چې ورتېر شو، د لیکلو په مهال پخپل ذهن کې هيڅ کوم ايډیال لوستونکی نه لرم او نه هم پرې فکر کوم.

په نولسمه پېړۍ کې پر هر هغه څه چې خلکو د انسان په اړه، په دنیا کې د هغه د مقام په اړه، د جبر کولو او د ټولنیزو مداخله ګرو ځواکونو په اړه فکر کاوه، دا ټول سبب کېدل چې د ریالستیکو کیسو اتلان، اتلان نه وي بلکې د زجرګاللو په حال کې یو څوک وي چې په پای کې بریالی کېږي. کله چې ما د ریالستیکو کیسو لیکل پیل کړل، په حقیقت کې مې کوم نوی کار و نه کړ. پخپل نطر، ما په نااګاهانه ډول د مډرن ریالیزم جوهر کشفاوه. بې له دې چې وپوهېږم په بشپړ معصومیت مې پر هغه لاس کېښود.     

هغه لیکوال چې ریالستیکې لیکنې کوي په عین حال کې هڅه کوي داسې یوه دنیا رامنځته کړي چې له خونده ډکه وي او د ژوند ښکلا راوښيي. بې له دې نه به ادبیات څه وي؟ دیکنز غم ځپلی لندن انځوروي، خو د هغه لندن هوسا هم دی. په حقیقت کې ریالیزم د ورځني ژوند اړخونه مني او ردوي.

فکر نه کوم چې توانېدلی دې يم پخپلو کیسو کې یو نمونه انسان انځور کړم. زما د کيسو هيڅ کوم شخصیت واقعا د ستایلو نه دی. ریالیزم دا اجازه راته نه راکوي، خوښېږي مې چې نمونه انسان وستایم. په رښتيا زړه مې غواړي چې د هغوی پر شرایطو او ژوندانه سر خلاص کړم. کله هم هڅه کوم چې د کيسې شخصیت په سم لوري وخوځېږي. خو ډېر ځله نه بریالی کېږي. زما په اند دا زما کمزوري او نیمګړتیا ده.

دا دومره مهم نه دی چې زه په قلم لیکل کوم یا په ټايپ. مهم دا دی چې څه شی لیکم. پر خپلو لیکنو ډېر کار کوم، سازوم يې. تر هغه چې مناسبه زمینه پیدا نه کړم، لیکل نه شم کولای.

هر سبايي یو څه هسې وخت تېروم. د کور په باغ کې له خپلې مېرمنې سره چکر وهم او بیا کارخونې ته ځم چې زه ورته سټدیو وایم. هر څه باید ساده وانګېرو یا اصلا کوم کار ونه کړو. زما د لیکنې د هرې یوې کلمې تر ټکا لاندې کولای شئ د خندا غږ واورئ. که کوم څه مې خوښ شي، چې کوم ځای کې مې لوستی وي، هڅه کوم پخپلو لیکنو کې ترې ګټه واخلم.

زه ساده لیکل کوم، که څوک غواړي چې پېچلې جملې ولولي باید زما د خوښې لیکوالو یعنې ناباکوف او جویس ته سر ورښکاره کړي. زما طریقه ستاندال ته ورته طریقه ده.

دا چې هر څه ساده انګېرم، په دې معنی هم نه ده چې د لیکلو په مهال ځنډ نه رامنځته کېږي او هر څه پرله پسې ذهن ته مې راځي او لیکم يې. زه د لیکلو په مهال د ټایپ ماشين پر توریو د ضربې له غږونو کلمات پیدا کوم. دا به نو اوس درمعلومه شوې وي چې زه د ټایپ ماشین کاروم. مېرمنه مې د کار په وخت راته چای راوړي. هغه له چایو سره د لیمو اوبه ګډوي. کله چې د سهار لومړۍ قهوه بې اغېزې شي، د کار د ادامې لپاره شکره او د چایو کافئین تاسو ته نور قوت بښي.

د کار په وخت د کوټې ور بندوم. هسې نه څوک راشي او زما کار پاتې شي.

کله چې غرمنۍ رانه هېره شي، بیا هم مېرمنه مې راشي او یوه مړۍ ډوډۍ راته راوړي، هغه ګوري چې لا هم بوخت یم. د لیکلو په وخت خولې راباندې روانې وي او جامې مې لمدې وي.