ویناوال: صدیق الله بدر


ناله


شپه ده شپه ده
غځونې مې کړي زړه کې
د رڼا او د سپوږمۍ د کلي مينه
لاره نه رامعلومېږي
یمه ورک په ورکه لاره
تیاره لاره ده او زه یم
چې تیاره کې ځان پیدا کړم
چې ډاډه شمه په شتون مې
ټکان ورکړمه خپل ځان ته
(تیاره) نيسي مې تر لاسه
تیندکونه دي او زه یم
یوه وېره وېروي مې:
اوس به لوېږم
اوس به لوېږم
اوس به سر له ځمکې خورمه
ده سپوږمۍ تندر نيولې
لمدې لارې نه جګېږي
د رڼا د وینو وږم
ژونده ستا دا لوريينه
او پر ما د زړګي جبر
چې باور مې دی د مينې
لکه زه ورته جوړ نه یم
خدا زده ورسم منزل ته
اهای تا که
سپوږمۍ ولیدله چېرې
ورته ووایه زما نه
تا ته یاد شي
هغه ستړی مسافر چې
خپله کړې ده ستا لاره
چې تیارې ورنه چاپيرې
څه ځلا دې لوروه پرې
که نه ورک به وي سبا ته
داسې ورک چې
ته به هم پیدا يې نه کړې.
۱۳۹۲.۱۱.۲۲