ژباړه: جوزې ساراماګو څه ډول لیکل کول؟
جوزې ساراماګو څه ډول لیکل کول؟

جوزې ساراماګو؛ د لیکلو لپاره خپل ځان د هيڅ ډول له مخکې ټاکل شوې نقشې ته اړ نه ګڼي.
پرتګالي لیکوال جوزې ساراماګو چې د ۱۹۲۲ کال د نومبر په ۱۶ زېږېدلی او د ۲۰۱۰ کال د جون په ۱۸ ومړ، په ۱۹۹۸ کال کې د نوبل د ادبیاتو جایزه ترلاسه کړه.
نوموړي په ۱۹۹۸ کال کې د پاريس ریویو مجلې په يوه ګڼه کې د خپلې لیکوالۍ او لیکلو عادت داسې بیان کړی دی:
کله چې په کوم کار بوخت یم او د دوام ورکولو اړتیا يې احساسوم، لکه د یو ناول لیکل، هره ورځ لیکل کوم. البته په کور کې د حواسو د ګډوډېدو له ستونزې سره مخ یم، ښايي چېرته تګ ته مجبور و اوسم خو پر دې ټولو سربېره ډېر منظم یم.
ځان نه مجبوروم چې د ورځې څو ساعته باید کار وکړم، خو لازمه ده چې هره ورځ ټاکلې اندازه لیکل وکړم. دغه مشخصه اندازه کېدای شي د ورځې دوې پاڼې وي. نن سهار مې د خپل نوي ناول دوې پاڼې ولیکلې او سبا ته هم باید دوې نورې ولیکم. ښايي ووایاست چې دوې پاڼې خو کمې دي، خو زه نور کارونه هم لرم، د نورو څيزونو لیکل، لکه د نورو یادښتونو لیکل او یا چا ته لیک لیکل او لوستل. سربېره پر دې د ورځې دوې پاڼې لیکل د کال کابو اته سوه پاڼې کېږي.
له لویه سره یو نورمال سړی یم. ځانګړي عادتونه او اصول نه لرم. د یو څه پنځولو پر وخت د ستر اضظراب په اړه څه نه وایم. له سپینې پاڼې، د خلاقیت په وړاندې له خنډونو او د لیکوالو په اړه ټول هغه څيزونه چې اورو، نه وېرېږم.
زه دا یوه ستونره هم نه لرم، خو د بل هر سړي په څير چې په یو کار بوخت دی، ستونزې مې شته. کله کله چارې لکه څنګه چې يې غواړي هغسې نه ترسره کېږي، دا ټول لکه څنګه چې دي باید ويې منم.
زه په کمپيوټر لیکل کوم. هغه وروستی کتاب چې ما د ټایپ په ماشین ولیکه، د لېسبون د محاصرې تاریخ و. رښتيا دا ده چې د کمپيوټر له سکرین سره عادت کول راته ستونزمنه نه وه. د هغه څه برعکس چې ویل کېږي کمپيوټر د لیکوال سبک تحریفوي، زما په نظر سمه خبره نه ده، کمپيوټر هیڅ څيز نه تحریفوي. که زما په څېر لکه د ټایپ ماشین غوندې ورنه استفاده وکړئ، لا ډېر به ښه وي.
هغه کار چې د کمپيوټر په وسیله کوم، دقیقا د ټایپ له ماشین سره مې ترسره کاوه، له کمپيوټر سره کار کول ډېر پاک، راحت او چټک دی.
که څوک خپل سبک ولري، کمپيوټر څرنګه کولای شي هغه ته بدلون ورکړي؟ زه له پرينټ شوې پاڼې سره ټینګه او البته طبیعي رابطه لرم. همېشه هره هغه پاڼه چې پای ته رسېږي، پرېنټوم. که پاڼه پرېنټ شوې نه وي، دا احساسوم چې کوم لاسوند نه لرم.
کله چې د کار پای ته رسېږم، یو ځل ټول له سره لولم. معمولا هماغه شېبه یو څه بدلونونه رامنځته کوم. په خاصو جزیاتو او یا سبک پورې اړوند کوچيني بدلونونه او یا هم د متن د لا کره کولو لپاره بدلون رامنځته کوم، خو هیڅکله اساسي تغيير نه ورکوم.
کابو ۹۰ په سلو کې زما اثر په لومړی متن کې وي او هماغسې پاتې کېږي. زه هغه کار چې ډېری لیکوال يې ترسره کوي نه کوم. یعنې دا چې شل پاڼې دې ولیکم بیا دې هغه اتیا مخه کړم او وروسته دوه سوه پنځوس مخیزه ناول ترې ساز کړم. زه دا کار نه کوم.
زما کتابونه د کتاب په شکل پیلېږي او کار يې مخته ځي. همدا اوس مې یو نوی ۱۳۲ مخيزه ناول لیکلی، هوډ نه لرم چې هغه یوسلو اتیا مخه کړم. همدا دی چې دی. شاید هغه څه چې مې لیکلي بدلونه په کې راولم، خو نه هغه بدلونه چې په لومړۍ نسخه کې د لیکلو په وخت او بیا دویمې نسخې ته د اړولو په مهال تر سره کېږي. البته دغه بدلونونه که محتوايي وي او یا کمي. زما بدلون ساده اصلاح ده او بس.
دا چې چېرته لاړ شم او دا چې څرنګه باید خپل مقصد ته ورسم په دې اړه مشخصه ايډيا لرم. خو دا هیڅکله هم یوه پېېچلې نقشه نه ده. له لویه سره هغه څه چې مې خوښېږي غواړم هغه ووایم. خو انعطاف منونکی هم یم. ډېر ځله د خپلې خبرې د رسولو لپاره له لاندې تشبیې نه استفاده کوم:
پوهېږم، غواړم له لېسبون نه پورتو ته لاړ شم. خو نپوهېږم چې سفر به مې په سیخه لاره وي او که نه. ښايي په دې سفر کې حتی له کاستلو برانکو نه هم تېر شم چې دا ډېره خندوونکې ده ځکه کاستلو برانکو د اسپانیا سرحد ته نږدې دی، په داسې حال کې چې لېسبون او پورتو دواړه د اطلس سمندر غاړې ته نږدې دي. منظور مې دا دی چې ښايي په داستان کې زما خط و سیر د روایت د پراختيا له مخې بدلون ومومي.
په روایت کې باید شېبه په شېبه اړتیاوو ته په پام عمل وشي ځکه هيڅ څيز هم په بشپړه توګه مخکې له مخکې ټاکل شوی نه وي. که کوم داستان له مخکې نه ټاکل شوی وي، یعنې ټول جزیات دغسې وي، په نتیجه کې هغه داستان له ماتې سره مخ دی.
کتاب (رامنځته کېږي)، داسې يو کتاب له خپل وجود نه مخکې په وجود محکوم وي. که چېرته يو کتاب له رامنځته کېدو مخکې په (رامنځته کېدا) مجبور کړم، هغه وخت به داسې عمل کوم چې په بشپړ ډول د داستان د انکشاف له ذات سره په ټکر کې وي.
ما د لیکلو لپاره هیڅکله بله بڼه نه درلوده. زما په نظر دې طریقې دا اجازه راکړې هغه اثار رامنځته کړم چې ټينګ جوړښت لري، البته د نورو په نظر نپوهېږم. زما په کتابونو کې هره لحظه چې تېرېږي، له هغه څه سره چې مخکې پېښ شوي، سر خوري.
ما ته دا ډېر ارزښت لري چې خپل کار د خپلو ټاکلو سټندردونو له مخې ښه ترسره کړم. زه په هغه بڼه د کتاب لیکل غوره بولم چې زه يې غواړم.