ژباړه: ژرژ سمنون څه ډول لیکل کول
ژباړه/ صدیق الله بدر
ژرژ سمنون څه ډول لیکل کول؟
د ژرژ سمنون لپاره لیکل د یوه جنايي پولیس د کار په څېر دی، له لومړني سرنخه يې پیلوي، مخته ځي او له دې سره داستان جوړښت مومي.
ژرژ ژوزف کریستین سمنون د ۱۹۰۳ کال د فبرورۍ په دولسمه د بلجیم د لېژ په ښار کې وزېږېد. پلار يې دزیره د بېمې په یو شرکت کې محاسب و. ژرژ له ۱۹۰۸ نه تر ۱۹۱۴ پورې د سن اندره په ښوونځي کې زده کړې وکړې او په ۱۹۱۴ کې، د لومړۍ نړیوالې جګړې په پیل کې؛ د سن لويي فاکولتې ته لاړ.
له ۱۹۱۸ نه مخکې يې هر کار ته زړه ښه کاوه، یو وخت يې په يوه کتابپلورنځي کې شاګردي کوله، خو د دغه کال په جنورۍ کې د پلار له ناروغه کېدو سره يې زده کړې پرېښوې او د ګازت دوليژ په خپرونه کې يې د خبریال په توګه دنده پیل کړه.
په ګازت کې دنده، چې يوه ډېره چاپېدونکې او عام پسنده ورځپاڼه وه؛ سبب شوه چې د تېز لیکلو او د لیکنو د تېز ايډيټ کولو مهارتونه زده کړي. د تېز لیکلو عادت يې د دغه کار تر پايه ورسره پاتې و، ده کولای شول یو بشپړ ناول په درې ساعتونو کې ولیکي او چاپ ته چمتو کړي.
په ۱۹۳۰ کال يې د ژوزف کسل په غوښتنه، د روزنځای په مجله کې د چاپ لپاره په لومړي ځل د خپلو اثارو محبوب شخصیت کميسار مګره، په يوه لنډه کیسه کې انځور کړ.
هغه د ۱۹۴۰ په لسیزه کې امریکا ته لاړ. په امریکا کې د اوسېدنې دوره د سمنون د ژوندانه له ترټولو خلاقه ورځې وې. په ۱۹۷۲ کې يې داستان لیکلو ته شا واړوله او د خپل ژوند لیک لیکلو ته مټې ونغښتې. ژرژ سمنون د ۱۹۸۰ د سپټمبر په څلورمه شپه د لوزان سویس په ښار کې له نړۍ سترګې پټې کړې.
Normal 0 false false false EN-US X-NONE AR-SA MicrosoftInternetExplorer4 /* Style Definitions */ table.MsoNormalTable {mso-style-name:"Table Normal"; mso-tstyle-rowband-size:0; mso-tstyle-colband-size:0; mso-style-noshow:yes; mso-style-priority:99; mso-style-qformat:yes; mso-style-parent:""; mso-padding-alt:0in 5.4pt 0in 5.4pt; mso-para-margin:0in; mso-para-margin-bottom:.0001pt; mso-pagination:widow-orphan; font-size:11.0pt; font-family:"Calibri","sans-serif"; mso-ascii-font-family:Calibri; mso-ascii-theme-font:minor-latin; mso-fareast-font-family:"Times New Roman"; mso-fareast-theme-font:minor-fareast; mso-hansi-font-family:Calibri; mso-hansi-theme-font:minor-latin; mso-bidi-font-family:Arial; mso-bidi-theme-font:minor-bidi;} v\:* {behavior:url(#default#VML);} o\:* {behavior:url(#default#VML);} w\:* {behavior:url(#default#VML);} .shape {behavior:url(#default#VML);}
سمنون د ګڼو داستاني اثارو څښتن دی. مګره ډارېږي، د ګيوتين سیوری، په څلورلاري کې يوه شپه، د ښار یو لېونی، هغه مسافر چې د شمال له ستوري سره راغی او ځينې نور د نوموړي هغه اثار دي چې په بیلابیلو ژبو ژباړل شوي دي.ژرژ سمنون په ۱۹۵۵ کې د (ریویو پاریس) معتبرې مجلې په نهمه ګڼه کې د يوې مرکې په لړ کې د خپلې لیکوالۍ طریقه داسې بیان کړې ده:
تازه کارو لیکوالو ته یې له نصیحته پيلوم. پوهېږئ، کله چې پخپل کار کې مو یوه ښکلې جمله ولیدله، حذف يې کړئ. زه هم چې کله پخپلو ناولونو کې داسې يوه جمله وینم، پاکوم يې.
د داستان په پلاټ کې له شخصیت سره کار نه لرم. کله کله داسې شوي چې د داستان د لیکلو په وخت نومونه بدل کړم، مثلا په لومړي فصل کې شخصیت هلن نومېږي او په دویم فصل کې شارلوټ.خو دا څېزونه د بیا لیکلو په وخت بدلوم.
لیکل یوه حرفه ده، خو زه دا نه منم. زما په خیال هر څوک چې فکر کوي نه غواړي لیکوال شي او فکر کوي چې بل کار کولای شي باید هماغه کار وکړي. لیکل حرفه نه ده بلکې ( د غم کار) دی. لیکوال نه شي کولای خوشاله و اوسي. ځکه که څوک غواړي هنرمند وي، په ځان پسې ګرځي. هر لیکوال غواړي چې خپل ځان د خپلو لیکنو د شخصیتونو په څېرو کې ومومي. زما په اند ډېری کسان دا ستونزه لري. له همدې کبله کتاب لولي چې ځواب ومومي، البته که کوم ځواب ورته وي.
کله مې چې لیکل پیل کړل، فکر مې نه کاوه چې مینه وال ولرم. رښتيا دا ده چې ما د تجارتي کيسو په لیکلو کار پیل کړ چې ژوند مې ورسره ښه شي، خو دې کار ته مې لیکوالي نه وايه. هره ورځ مازیګر کېناستم او خپل ځان ته مې لیک کول. اصلا دا فکر مې نه کاوه چې هغه لیکنه دې چاپ شي. په ذهن کې تل دوه درې موضوعګانې لرم. البته منظور مې دوه درې ناولونه یا سوژې نه دي. زما په نظر حتی دا موضوعګانې د ناول په درد نه دوا کېږي. په حقیقت کې هغه مسایل دي چې ما اندېښمنوي.
نن مې کاملا په شعوري ډول د هغو دوه درې سوژو په اړه لیکل پیل کړل. ومې ویل ښایسته لمرینه ورځ ده. تېر پسرلی مې رایاد شو او نور. باید فضاسازي وکړو. بد نه دی چې د ايټاليې په يو ښار کې و اوسو یا هم د فرانسې یا اریزونا په ښار کې، لږ لږ له څو شخصیتونو سره یوه وړه دنیا مې په ذهن کې راجوړه شوه.
دغه شخصیتونه، تر یو بریده له هغو واقعي شخصیتونو چې زه يې پېژنم سرچینه اخلي او تر یو بریده هم له تخیله. وروسته هغه تېره سوژه راځي او ځان ته ځای ټاکي. دغه شخصیتونه هم هغه ستونزه لري چې زه يې په خپل ذهن کې لرم.
د کار پیل مې تل له یوې جغرافيايي مسالې سره غوټه وي. دغه سړی او دا ښځه چېرته دي، څه شی هغوی په حرکت راولي، دا اصلي مساله ده. بیا نو څپرکی په څپرکی ناول لیکم. هیڅ کومه نقشه نه لرم، یوازې د شخصیتونو په نومونو، عمرونو او کورنيو نومونو پوهېږم. نور هيڅ.
د لیکلو په لومړۍ ورځ پوهېږم چې څه پېښېږي. بله ورځ دویم څپرکی لیکم او داسې تر پایه. کله چې یو ناول پیلوم په ورځ کې يو څپرکی لیکم. محال دی چې یوه ورځ دی هسې تېره کړم. مثلا که دوه ورځې ناروغ شم، څه چې مې مخکې تر هغې لیکلې، لرې غورځوم او هغه ناول نور پرېږدم. خو تجارتي ناولونه داسې نه لیکم.
زما ناولونه تل د یوه شخصیت په اړه وي، نور شخصیتونه د هغه له لیده نه توصیفېږي. زما د ناولونو د لنډوالي یو دلیل دا دی چې دا ډول لیکل تر پنځو شپږو ورځو پورې راحته وي او تر هغه وروسته ډېر سختېږي، ستړی کېږم.
زما شخصیتونه کار لري، شخصیت لري؛ د هغوی د عمر، کورني وضعیت او هر څه په اړه پوهېږئ. خو هڅه کوم چې دغه شخصیتونه درانه کړم، د یوې مجسمې او یا په دې دنیا کې د هر چا د ورور په څېر.
کله چې د مینه والو لیکونه راځي، واقعا خوشالېږم. زما سبک نه ستايي، د هغوی لیک لکه یو رواني یا شخصي ډاکټر ته لیک چې لېږې داسې وي. هغوی لیکي چې تا درک کړي يو.
زه د ټايپ ماشین لرم، لکه چې ومې ویل، ورځې یو څپرکی لیکم. د ټایپ ماشین تر شا ناسته واقعا ستړی کوي مې. هره ورځ لیکل کوم، له شنه سهاره تر ماسپښینه او بیا ارام کوم.
Normal 0 false false false EN-US X-NONE AR-SA MicrosoftInternetExplorer4 /* Style Definitions */ table.MsoNormalTable {mso-style-name:"Table Normal"; mso-tstyle-rowband-size:0; mso-tstyle-colband-size:0; mso-style-noshow:yes; mso-style-priority:99; mso-style-qformat:yes; mso-style-parent:""; mso-padding-alt:0in 5.4pt 0in 5.4pt; mso-para-margin:0in; mso-para-margin-bottom:.0001pt; mso-pagination:widow-orphan; font-size:11.0pt; font-family:"Calibri","sans-serif"; mso-ascii-font-family:Calibri; mso-ascii-theme-font:minor-latin; mso-fareast-font-family:"Times New Roman"; mso-fareast-theme-font:minor-fareast; mso-hansi-font-family:Calibri; mso-hansi-theme-font:minor-latin; mso-bidi-font-family:Arial; mso-bidi-theme-font:minor-bidi;}