لنډه كيسه: بې خوده خودي قتل
ليكوال: صديق الله بدر
بې خوده خودي قتل
هوسۍ په ډېر ې خوارۍ او كړاو ځان د مېړه له منګولو خلاص كړ، په يوه منډه اشپز خانې ته ننوته او ور يې په ځان پسې كلپ كړ.
بې خوده خودي قتل
هوسۍ په ډېر ې خوارۍ او كړاو ځان د مېړه له منګولو خلاص كړ، په يوه منډه اشپز خانې ته ننوته او ور يې په ځان پسې كلپ كړ.
ليكوال: صديق الله بدر
لاهو؛ نوښتګر شاعر او ليكوال
نورمحمد لاهو ډېر كمالونه لري: شاعر لاهو، ليكوال لاهو، كارتونيست لاهو، ممثل او د تمثيلي ټوټو او ډرامو ليكوال.
د لومړي ځل لپاره ما لاهو د يوه شاعر په توګه وپېژاند او هغه هم د يوه نوښتګر شاعر په توګه. نوښت يې په دې كې و، چې شعر يې تمثيلي بڼه او رنګ و خوند درلود.
ليكوال: صديق الله بدر
د سرطان كيسه
واده ته د يوې اوونۍ په پاتې كېدو زېبا ورځ په ورځ خپله تازه ګي له لاسه وركوله. له واده نه يوه ورځ مخكې هغه سخته ناروغه شوه او كورنۍ يې هغه روغتون ته بوتله. روغتون ته په رسېدو، بې هوښه شوه. ماښام مهال و، چې يو څه په خود شوه، اخوا دېخوا
ويناوال: صديق الله بدر
ګورئ زمـا كــه شولــه ســاه پـه ختو
بــام د ښېــــرو تــــــه ده ليـــلا په ختو
پښتني فكرونه
جام چې په لاس كې د ساقي ښكاري
زړه كــې يــادونــــه ليــــونـــي ښـــكاري
ويناوال: صديق الله بدر
څلوريزه
نظــــر چـــــې واړوې خو ډېر خـــلك دي
د ميـنې وړ چې دي په شمېر خلك دي
د هر چا هغه وخــت كې پام شي ورته
چې افغــــــــانان له سره تېر خــلك دي
۱۳۸۵د سلواغې شپږمه
ماسختن ۹بجې/ كابل تايمني
بيتونه
د دنيا كه د حالاتـو هر څه تـول وي
د ملنګو يو اميد وي بل كچكول وي
***
بدره زما چې له خپل كلي سره نه رغېږي
هر ګنهكار په كــــې په نوم د ليوني پېژني
***
چې د ښكلو د خوږو خبرو مړه دي
لكه بدر لېـــــوني به تل دوكه شي
***
زړه ته مې ستا د راتلو زېرى وركړ
چا راته وې ستــرګو دې بار نيولى
***
ياد دې د مينې چې وي مل راسره
خود به دې غم وي په هر پل راسره
***
زه ورته كومه هره ساه دعـا
يار راته كوي كه نه كوي دعا
ويناوال: صديق الله بدر
د توبو په زير او بم كې
غوټۍ ګل شوله د مينې د ښكلا نغمه خوره شوه
د سپرلي د وير په شونډو د خندا نغمه خوره شوه
ويناوال: صديق الله بدر
د وحشت شپې
چې پرده پوښې بې پــردې ووتې
د ځـــوانــــو زړونــو جنـــازې ووتې
ويناوال: صديق الله بدر
وېره اوكركه
موږ چې واړه وو
له تيارې او تورې شپې وېرېدو
ځانله يواځې كور نه، نه وتلو
ويناوال: صديق الله بدر
دوكه
راتــــه چــــې ښـــكاري چې دنيا دوكه كړم
مينــــې دوكــــه كـــړمه اشنــــا دوكـــه كړم
ويناوال: صديق الله بدر
اور او وينې
لكــه زمـــا د چـــــا لـــه غــم لمبه شــو
وطن مـــــې وســـــو هــر قدم لمبه شو
جــانـــانـــه وايـــه چـــې خپـــه په څه شوې
ښكيل د شو ګير څڼوكې شپه په څه شوې
ويناوال: صديق الله بدر
د كابل غميزه
كــړ مرګـــي په تندي ښكل
شـــــــو په وينــو سور كابل
ويناوال: صديق الله بدر
لال پاچا ازمون ته
-----------------------
اشنا پوهېږې به خپه يمه ډېر
هغې شېبې راته زړګى خوړلى
ويناوال: صديق الله بدر
وېره
د ماشومتوب هغسې
يوازيتوب
او شپې نه
كركه لرم