شعر: د ښيرو بام
ويناوال: صديق الله بدر
د ښېرو بام
ګورئ زمـا كــه شولــه ســاه پـه ختو
بــام د ښېــــرو تــــــه ده ليـــلا په ختو
لــه ډېــرې مينــې كــه له كبــره دي دا
چـــــې مــــــې په ولـو ده اشنـا پـه ختو
هـــــــره شيبــه مـې دې ژړا ژړا شي
كـه شي له خولـې نه مـې خنــدا په ختو
رڼـــــا د دوه ستـــرګو يــې مل ده زما
لمــــــــره چـــې نــه يمـه دا ستا په ختو
بــــــدره څه تنـــدر خو به نه رالوېږي
كه مې له خولې نه شـي رښتيـا په ختو
۱۱/۹/۱۳۷۰
+ نوشته شده در ۱۳۸۶/۰۴/۲۱ ساعت 6:7 PM توسط صديق الله بدر
|