ليكوال: صديق الله بدر

 

لاهو؛ نوښتګر شاعر او ليكوال

 

نورمحمد لاهو ډېر كمالونه لري: شاعر لاهو، ليكوال لاهو، كارتونيست لاهو، ممثل او د تمثيلي ټوټو او ډرامو ليكوال.

د لومړي ځل لپاره ما لاهو د يوه شاعر په توګه وپېژاند او هغه هم د يوه نوښتګر شاعر په توګه. نوښت يې په دې كې و، چې شعر يې تمثيلي بڼه او رنګ و خوند درلود.

زه دا نه وايم، چې دا نوښت يوازې او يوازې په ښاغلي لاهو پورې تړلى دى، بلكې غواړم ووايم، چې په روان بهير كې لاهو يوازينى شاعر دى، چې تمثيلي شعر ته يې مخه كړې او په پوره مينه تمثيلي شعر ليكي او ځانګړنه يې دا ده، چې دا ډول شعرونه ډېر ليكي.

د لاهو په تمثيلي شعرونو كې د (مور) شعر زما ډېر خوښېږي او ښايي له همدې امله زما په ياد هم دى. كه دوه شعرونه مې په يادو زده او په حافظه كې مې دي، يو هغه په كې همدا د لاهو صاحب د (مور) شعر دى:

يوې مور د وژل شوي زوى سينې نه

وينې سور غشى راوويست

وې بې زويه دې كړم ولې

ورته غشى په ژړا شو

ويې زه هم شوم بې موره

هغه پورې ونه ګورې

چې يوه ګوته يې نه شته

همهغه زما موركۍ ده.

همهغه....

لاهو د اشياوو په ژبه غږېږي او هغه هم ډېر طبيعي او عاطفي. تاسو وګورئ، لاهو د ونې د يوې لښتې په ژبه راسره غږېږي او داسې يو منطق ورته كاروي، چې هم زموږ باور پرې راځي او هم زموږه عاطفه راپاروي.

د لاهو په شعر كې د ښكلا او محتوا له پلوه يو توازن موجود دى. فكر يې خپل او تخيل يې هم خپل دى. هر څه چې يې ليكلي دي، ټول يې د خپلو تجربو په بنسټ ليكلي دي.

د لاهو بله ځانګړنه دا ده، چې اضافي توري او كلمات يې په شعر كې نه تر سترګو كېږي. د شعر له موضوع سره سم توري او كلمات انتخابوي او د خپل شعر لپاره پوره رياضت كوي. زه او لاهو ډېر وخت( پنځه شپږ كاله) په يوه لار سره تللي او راغلي يو او ده خپل يو شعر، چې بيا بيا يې پرې كار كړى راته اورولى دى او ما په هر ځل اورېدو كې بدلون په كې ليده او دا راته څرګندېده، چې لاهو پر خپل هر شعر بيا بيا كار كوي.

لاهو دومره ليكوالي نه كوي، خو څه چې ليكي، هغه د يو ضرورت تر احساس ورسته ليكي او په هغه مورد كې پوره مطالعه كوي. د كارتون او كاريكاتور د كښلو په اړه د ده يوې ليكنې وهڅولم، چې كارتون او كاريكاتور كښلو ته مخه كړم، له هغه راهيسې كله كله يو نيم كارتون رسوم خو خوند نه راكوي.

د لاهو كيسه ليكل هم دا خصوصيت لري او ډېرې كمې كيسې ليكي، خو كوښښ كوي، چې د كيسې لپاره يوه مناسبه موضوع پيدا كړي. لاهو په داسې موضوعاتو كيسې ليكي، چې ډېر جدي او بګنونكي وي او له همدې امله دى، چې زما په نظر لاهو ساده كيسې نه بلكې يو وړ تحليلي او تر كيبي كيسې ليكي او په كيسه كې د موضوع ژورو ته ننوځي. د بيلګې په ډول د ښځې او شراب كيسه يې، چې د داستانونو مجلې د تېر كال په يوه ګڼه كې چاپ شوې ده، له همدې ښكلا نه برخمنه ده.