ويناوال: صديق الله بدر

 

دوكه

 

راتــــه چــــې ښـــكاري چې دنيا دوكه كړم

مينــــې دوكــــه كـــړمه اشنــــا دوكـــه كړم

چې د رخسار په رنګ يې  رنــګ نه شومه

خپـــلو فــــكــرونـــو هـــم ســودا دوكــه كړم

 وايـــه دوكـــو كــــې دې دا څـــــه ليــــدلـــي

 لكـــه پــــرون دې چــــې نــن بيا دوكه كړم

د هيــــلو بـــڼ كـــه مـــې تالا ترغـــه شوه

 د ليـــونـــو ستـــرګـــو ښكـــلا دوكـــه كـــړم

  د چـــا جفـــا نـــه چـــې ګيـــله نـــه كـــــوم

                                           بـــــــدره خـــو زه خپلــــــــــې وفا دوكه كړم