ويناوال: صديق الله بدر

 

د كابل غميزه

 

كــړ مرګـــي په تندي ښكل

شـــــــو په وينــو سور كابل

***

سترګې ډكې شوې له نم

سور په وينـــــــو هـــر قدم

شــو د ناستې پا څې غم

لاس ګــــريوان كې د يو بل

شــــو په وينــــو سور كابل

***

د وېــــــرونو انګـــــازې

لـــــــورا لورې راخورې

شوې د مينې جنازې

د هــر چا په اوږه خپل

شو په وينو سور كابل

***

پښـــه نيولې پسرلي

هـــــر قدم زوز او اغزي

 ليــــــــونتوب د ليوني

پـــه ارمان ارمان د ګل

شـو په وينو سور كابل

***

ژبـــه نـــه شوه په يوه

ښه خوږه شوله ترخه

ســـمه لار شوه تاتره

د يـــــــــو څو په تغافل

شو په وينو سور كابل

***

هــــره لار هـــره كوڅه

شـــــولـه تنګ او تياره

لا خو شـاړه او سپېره

د پېـــړۍ پـــه تكـــامل

شو په وينو سور كابل

***

ډيوه مړه شوه د خندا

ستـــرګــــو ونيـــوه ژړا

هر اشنــا شو نا اشنا

ټــول خــويــونـه د مغل

شـو په وينو سور كابل

۱۴/۱۲/۱۳۷۱