لنډه كيسه: د سرطان كيسه
ليكوال: صديق الله بدر
د سرطان كيسه
واده ته د يوې اوونۍ په پاتې كېدو زېبا ورځ په ورځ خپله تازه ګي له لاسه وركوله. له واده نه يوه ورځ مخكې هغه سخته ناروغه شوه او كورنۍ يې هغه روغتون ته بوتله. روغتون ته په رسېدو، بې هوښه شوه. ماښام مهال و، چې يو څه په خود شوه، اخوا دېخوا ته يې اوتر اوتر وكتل، همدا چې پر خپل نامزاد يې سترګې ولګېدې په بېړه يې سترګې بلې خوا ته واړولې او په دم شېبه كې سخته تبه پرې راغله.
د هغې معالج ډاكتر، چې دا شېبه د هغې د خپلوانو تر منځ ولاړ و، د هغې خپلوانو ته وويل، چې زېبا له خپلې مور سره يوازې پرېږدي. له روغتون څخه د زيبا د خپلوانو په وتو سره، ډاكتر هغې ته څه درمل وركړل، او له كوټې نه په وتو وتو كې يې د هغې مور ته وويل:" درمل كرار كرار پرې خوب راولي، چې وارخطا نه شې"څو شېبې وروسته زېبا، په هماغه بې خودۍ كې په ژړا شوه او په ژړا ژړا كې يې وويل:" ما خو ته داسې نه ګڼلې، اخر څوك همداسې كوي؟"
د هغې مور وارخطا شوه او پرې غږ وكړ:" لورې! دا ته څه وايې، ما څه كړي، ته ولې ما نه خپه يې؟"
خو زېبا هماغسې لګيا وه:" څه؟ ته لا خپله پړه هم په غاړه ناخلې،ما داسې نه ګڼلې"
مور يې په ژړا شوه او هغه يې په وچولي ښكل كړه:" لور جانې دا ته څه وايې؟ كومه پړه؟ ما څه كړي، د خداى پخاطر، لورې دا ته څه وايې؟"
- نه ! نه يې درسره منم، ته خو پخوا داسې نه وې، دا يو دم ولې داسې شوې، تا خو زما سترګو كې اوښكې نه شوى نه ليداى، دا اوس څنګه زما د اوښكو په تماشه يې، ولې نه منې چې ملامتي ستا په غاړه ده
- لور جانې! د خداى خاطر وكه ، ووايه ما څه كړي، چې زه ملامته يم؛ ما خو څه نه دي كړي، دا ته څه وايې؟
- ښه چې نه يې منې، مه يې منه، تا زما مرګ ته ايښې
- لورجانې! دا څه وايې، خداى دې ستا بد خواهان مړه كړي، منم! هر څه چې وايې منم، خو د مرګ خبره چې بيا و نه كړې، ستا له مرګ سره خو به زه هم مړه شم، بې له تا نه نور موږ څوك لرو، ما خو د ځان پخاطر مېړه ته نه وركولې، د نصيب كارونه وو، چې زه راضي شومه، چې ...
د زېبا مور يو دم غلې شوه او ژر يې و پوښتل:" څه دې وې، چا ته دې وې، دا څه دې ووې، څوك ښيې، وئ خدايه خاورې مې په سر شوې دا نجلۍ څه وايي؟"
- چا ته وايم، خو تا ته وايم. ډېر بې غوره يې، ته هم ځان ته مئين وايې، ته هم وايې چې عاشق يمه، مينه او عاشقي همداسې وي. نه نه! نور زما او ستا تر منځه هيڅ هم نشته، ښه شوه، چې ژر مې وپېژندې، ما خو نن هم له هغه غريب نه، چې زما په خاطر ډېر وار خطا ښكارېده؛ مخ واړاوه. په هغه غريب به څه تېر شوي وي. ښه شو، چې ژر درباندې وپوهېدمه، پام چې نور زما نوم وانه خلې
د زېبا مور په زوره زوره وژړل. د هغې له ژړا سره ډاكتر خونې ته راننوت:"سويلۍ ترور! خير دې وي ولې ژاړې؟"
سويلۍ په ژړا ژړا زېبا ته ګوته ونيوله:" غوږ شه چې زما بد بخته څه نه وايي"
ډاكتر زېبا ته ورنږدې شو، زېبا هغسې لګيا وه :" څه ته راغلې...ډېر د وخته راغلې... كاشكې سبا راغلى وې... خير مينه درسره لرم، كه نه ته خو د بښلو نه يې... څه! ناروغ يې ... څه درباندې شوي؟ سرطان يې... نه، نه! ته دروغ وايې... ځه كه سرطان هم يې زما قبوله يې، راځه ما وتښتوه، زه تا غواړم ، زه تا... "
د زېبا له دې خبرو سره مور يې بې خوده شوه. ډاكتر په بله خونه كې د هغې د بستري كولو بند وبست وكړ. كله چې په هوښ راغله، ډاكتر ورته وويل:" ترورې ! ولې څه كيسه وه، سبا كه زه نورو ته ستا كيسه وكړم، څومره به وخاندي"
د زېبا مور ورته بد بد وكتل:" دا ښه شوه، دا خو زموږ د عزت خبره ده، تا نه اورېدل، چې هغې څه نه ويل، كه داسې وشي موږ خو به له شرمه مړه شوو"
ډاكتر وخندل:" ترورې! ته مې، چې دلته بستر كړې، زيبا راويښه شوه، ستا كيسه مې ورته وكړه، خواره هم شرمېده او هم يې په كټ كټ خندل، خو خداى دى خير پېښوي"
د ډاكتر له دې خبرې سره د زېبا مور نېغه پر خپل ځاى كېناسته:" څه دې وويل؟ خداى دې خير پېښوي، ولې !؟" ډاكتر په خندا شو:" هيڅ هم نه، غوښتل مې يو څه، و مې ويل بل څه. هو رښتيا! ستاسې لور كيسې ليكي، هغه دا څو ورځې پر يوې كيسې كار كوي. د هغې كيسې موضوع همداسې يو څه ده. ستاسې لور نام خدا ډېره ښه ليكواله ده، كاشكې پر هغې باندې مو پوره زده كړې كړې واى. خو ګوره خاوند ته يې ووايه، چې زده كړو ته يې پرېږدي."
ډاكتر موسك شو: " جالبه دا ده، چې هغه په بې هوښۍ كې هم پر خپلې كيسې كار كاوه"
د زېبا مور يو څه چورتي غوندې شوه او له ډېر سوچ نه وروسته يې وويل:" دا سهي! خو هغه بله خبره دې هېره شوه، هغه اول چې دې وكړه، هغه د خير ..."
ډاكتر يو سوړ اسويلى وكړ:" په معايناتو كې يې يو څه د سرطان خطر... "
د زېبا مور يوه اوچته كړيكه وكړه او له خپله ځايه راولاړه شوه، خو وره ته نږدې پښه نيولې شوه. زيبا په منډه منډه او په خندا خندا كوټې ته راننوته او د ډاكتر په ليدلو يې وويل:" ډاكتر صاحب! ډاكتر صاحب! هغه كيسه مې بشپړه كړه، هغه د سرطان كيسه"