ژباړه/ صديق الله بدر

کنزا بورو اوئه څه ډول لیکل کوي؟

کنزابورو اوئه، د ۱۹۳۵ کال د جنورۍ په ۳۱ په جاپان کې زېږېدلی دی. هغه لس کلن و چې د هيروشیما پېښه رامنځته شوه.

اوئه د توکیو په پوهنتون کې فرانسوي ادبیات ولوستل او په دې دوره کې د لوېديځ ادبیاتو پرې اغېز وکړ. 

د پنځوسمې میلادي لسیزې په وروستیو کې د هغه یو شمېر کتابونه چاپ شول، چې د کلیوالي ماشومانو ژوند په کې انځور شوی و. د ۱۹۵۸ او ۱۹۶۱ کلونو په اوږدو کې اوئه خپل هغه اثار چاپ کړل چې په استعاري ژبه يې په کې د جاپان اشغالېدل انځور کړي وو.

په ۲۰۰۶ کال کې د کنزابور اوئه په نوم يوه ادبۍ جایزه ونومول شوه. دا جایزه مالي امکانات نه لري خو د جایزې د ګټونکي اثار په انګلیسي، فرانسوي او الماني ژبو ژباړل کېږي.   

اوئه په ۱۹۹۴ کال کې د نوبل ادبي جایزه ترلاسه کړه. خو د يوه عالي هنرمند په نوم د جاپان د فرهنګستان له خوا اعزاز يې ونه مانه.

شیکو، ګلونه راټول کړه او ماشومان په کارتوس ووله، غنیمت، یوه شخصي موضوع، د هیروشیما یادښتونه، خاموشه چيغه، موږ ته رازده کړه چې له لېونتوبه خلاص شو، هغه ورځ چې هغه به پخپله زما اوښکې پاکوي، د مړیو په وړاندې، ښکار، اسماني هيولا او آرامه ژوند د اوئه چاپ شوي اثار دي.

اوئه هغه ليکوال دی چې په آثارو کې يې تل د هغه د شخصي او کورني ژوند څرک لګولای شوو. نوموړي د نړۍ ډېر ستر ادبي ویاړونه خپل کړي او اثار يې په بیلابیلو ژبو ژباړل شوي دي.

دلته چې څه درسره شریکوو، له اوئه سره د پاریس ریویو د یوې مرکې لنډيز دي چې په کې يې د خپلې لیکوالۍ او د لیکولو طریقې بیان کړي دي.

زه له هغو لیکوالو يم چې بیا بیا خپلې لیکنې ګوري او اصلاح کوي يې. زه د متن د اصلاح او بیا کتلو حرص لرم. که چېرته زما لاس کښلې نسخې وګورئ په هغو کې به ډېرو بدلونونو او اصلاحاتو ته ځير کېږئ.

له همدې کبله خو تل وایم چې (تکرار خو سره له بدلونونو) زما له ادبي روشونو څخه دی. زه خپل ادبي اثار د متفاوتو تکراونو یو کلیت ګڼم.

خپل هر نوی کار خپلو پخوانیو لیکنو ته په نوي نظر پیلوم. هڅه کوم چې يو ځل بیا له تکراري سیال سره مې لاس و ګرېوان شم. تر دې وروسته لومړنۍ نسخه تر نظر تېروم او ورته پراختیا ورکوم او نور جزیات ور زیاتوم. په دې ډول د مخکيني کار کومه نښه نښانه نه پاتې کېږي.

هر کال لوستونکي مې کمېږي. ښايي زما سبک ډېر پېچلی، سخت او ګنګسوونکی شوی. خپل کار ته د پراختیا ورکولو او د نوښت د رامنځته کولو لپاره دې طریقې ته مې اړتیا درلوده خو پنځلس کاله مخکې په دې اړه چې ایا د یوه ناول لیکونکي لپاره د مطلب شرح او پراخول یوه مناسبه طریقه ده یا نه، شکمن وم.

اساسا یو ښه ليکوال خپل سبک لري، هغه طبیعي او ژور غږ چې له لومړنۍ نسخې اورېدل کېږي.

کله چې یو ليکوال خپله لومرنۍ نسخه شرحه کوي، هغه طبیعي او ژور غږ قوي او ساده کېږي. کله چې په امریکا کې وم، د مارک توین د هاکلبری فین اصلي لاس کښلې نسخه مې ترلاسه کړه. د دې کتاب کابو سل پاڼې مې ولوستلې. په لوستلو لوستلو کې دې ته ځير شوم چې توین له هماغه پیله ځانګړی سبک درلود. حتی کله چې نوموړي په مات انګریزي لیکل کړي، لیکنه يې ځانګړی ریتم لري. هغه ریتم چې ماته ژبه يې د پوهېدو وړ ګرځولې. د داسې شرحې او پراختیا ورکولو وړتیا چې د لیکوال د غږ د غښتلتيا سبب وګرځي، په طبیعي ډول په ښو لیکوالو کې شته.

یو ښه لیکوال په عادي حالت کې خپل غږ له منځه نه وړي خو زه تل د خپل غږ د له منځه وړلو په هڅه کې پاتې شوی یم.

ما غوښتل چې په جاپانې ژبه کې يو نوی ادبي سبک رامنځته کړم. د جاپان په اوسنیو ادبیاتو کې چې له ۱۲۰ کلونو مخکې پیل شوي، په سبک کې يې له لویه سره شرحې او پراختيا ته لیواتیا نه لیدل کېږي. ډېری بېلګې يې داسې دي چې ترجیح بندونو، تانکا او هایکو ته ورته دي. 

کله چې خپل لومړی ناول مې ولیکه، دوه ویشت کلن او د فرانسوي ادبیاتومحصل وم. که څه هم ما په جاپاني لیکل کول خو د انګلیسي او فرانسوي ناولونو او شعرونو لیوال وم. په ورځ کې مې اته ساعته انګلیسي او فرانسوي لوستل او دوه ساعته جاپاني لیکل مې کول. خوښېدل مې چې وپوهېږم، یو فرانسوي او یو انګلیسي لیکوال د دې تجربي په اړه څه فکر کوي؟ غوښتل مې په لوستلو او مطالعې سره د بهرنیو ژبو او جاپاني لیکلو ترمنځ پول جوړ کړم. خو لیکنې مې تل پېچلې کېدلې.

په شپېته کلنی کې مې فکر وکړ چې دا طریقه ناسمه ده. د هستونې له طریقې څخه ښايي زما تصور ناسم وي. لا هم هغومره شرح ورکولو ته دوام ورکوم چې نور ونه شم کولای چې د کاغذ پر مخ خالي ځای پاتې شي. خو دویمه مرحله هم شته: هغه څه چې مې لیکلي د هغه یوه ډېره ساده او روانه نسخه له سره لیکم. 

هغو لیکوالو ته چې کولای شي په دواړو سبکونو کې لیکل وکړي درناوی لرم. لکه سلین چې سبک يې هم پېچلی و او هم روان و.

هرځل چې پر داستان لیکلو پیل کوم، هره ورځ خپل کار ته دوام ورکوم چې داستان بشپړ شي. معمولا سهار اووه بجې له خوبه راويښېږم او تر یوولسو بجو لیکل کوم. چای نه څښم، یوازې په یو ګيلاس اوبو ګوزاره کوم. زما په اند د لیکلو لپاره دا طریقه ډېره ښه ده.

زه په دې باور نه یم چې لیکل یوه مبارزه ده. د لومړۍ نسخې د لیکلو ټولې مرحلې خوندورې دي، خو بیا لیکل يې فقط یو  کار دی، بشپړول يې هم خپل خوند لري.

زه معمولا د ناستې په کوټه کې لیکل کوم. زه د لیکلو لپاره خلوت ته اړتیا نه لرم. کله چې په لوستلو او لیکلو بوخت یم، هیڅ اړتیا نه وينم چې له خپلې کورنۍ لرې اوسم. زه د خپل کور په دویم پوړ کې د مطالعې لپاره ځانګړې کوټه لرم، خو ډېر کم داسې پېښېږي چې هلته دې کار وکړم. یوازې هغه وخت چې یو ناول پای ته رسوم او فکر کوم چې ډېر تمرکز ته اړتیا لرم، هلته خپل کار پرمخ بیایم.