ژباړه: زیګفرید لنز څه ډول لیکل کول؟
ژباړه/ صديق الله بدر
زیګفرید لنز څه ډول لیکل کول؟

زیګفرید لنز چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د المان یو ستر لیکوال ګڼل کېږي، په ۱۹۲۶ میلادي کال زېږېدلی او په ۲۰۱۴ کې يې له نړۍ سترګې پټې کړې دي.
د انشا زده کړه، هغه ناول دی چې زیګفرید لنز ته يې نړیوال شهرت ورپه برخه کړ. د لنز دغه ناول په ۱۹۶۸ کې چاپ شوی دی.
ګوربتان په هوا کې وو، ګواښوونکې لوبه، زولایکن ډېره مینه ناکه وه، جینګداړی ښکاري، د اور کښتۍ، لرې ځای همدلته دی، لوبه او ډوډۍ او د چوپتیا شیبې د لنز نور مشهور آثار دي.
لنز په لسګونه ادبي جایزې ترلاسه کړې دي. په ۱۹۸۸ کې يې د المان د کتابپلورونکو د ټولنې له خوا د سولې جایزه تر لاسه کړه او د توماس مان او ګویتې په ادبي جایزو هم وویاړل شو.
لنز له دوو الماني خبریالانو سره په یوې مرکه کې د خپلې لیکوالۍ او د لیکلو په طریقې غږېدلی، چې دلته يې یوه برخه درسره شریکوو:
د خپل لومړني کتاب (ګوربتان په هوا کې وو) کیسه درته کوم. تنکی ځوان وم چې داستان لیکل مې پیل کړل. هغه وخت په پوهنتون کې مې درس وایه او (دي ولټ) ورځپاڼې سره مې قرارداد لاسلیک کړی و چې پرله پسې داستانونه به ورته برابروم. ما د ګراهام ګرین پر یو داستان کار کاوه چې په پرله پسې ډول يې په ورځپاڼه کې چاپ کړو. د کار په وخت کې یو سوچ راپیدا شو چې راځه په خپله هم یو څه لیکل تجربه کړم. دا کار مې وکړ، د ادبي پاڼې مشر ویلي هاس چې هغه ولوست، د چاپولو زیری يې راکړ او په پرله پسې ډول يې چاپ کړ. هغه همدا ګوربتان په هوا کې وو، کتاب و.
ډېر په دې پسې سر نه ګرځوم چې څه وخت لیکل وکړم، خو تر غرمې مخکې وخت د لیکلو لپاره غوره ګڼم، چې څلور ساعته دی. تر غرمې وروسته د لیکلو دویمه څپه راځي، خو د شپې له مخې هيڅکله کار نه کوم.
زه کله کله خپل داستانونه د یوه زلمکي له لید لوري لیکم او دا هم د دې لپاره چې روایت د ژوند له زده کولو سره مترادف ګڼم.
داستان لیکل په یو ډول له ځانه راوتل دي، هغه روایت کړه چې ډېر پرې پوه شې.
سړی به لیکوال وي یا به نه وي. خو که لیکوال وي، پرله پسې لیکل کوي حتی که د لیکلو لپاره له ځان سره قلم هم ونه لري. یوازې د ادارک کیفیت فرق کوي: موږ لیکوال تر ډېره کچه له منفعل ادراک نه واټن خپلوو.
سره له دې چې د کار لپاره مې وختونه بېل کړي نه دي خو تر غرمې مخکې کار کول راته ډېر خوند راکوي، چې په حقیقت کې څلور ګړۍ دي. له غرمې وروسته د لیکلو بله څپه راځي، خو د شپې له مخې لیکل نه کوم.
د انشا زنګ د ناول د لیکلو په وخت کې چې کله به د شلسویګ- هولشتاین د لويديځو سواحلو د وریځو د راخورېدو په تصور کې شوم، داسې مې انګېرله چې د هغه د انځورولو لپاره د تخيیل قوه مې کمزورې ده. د همدې لپاره څو ځلې په شلسویګ-هولشتاین کې د زیبول سیمې ته لاړم، هغه ځای ته چې الماني انځورګر امیل نولده په کې ژوند کاوه. هغه هلته د تسخیروونکو وریځو شکلونه انځورول چې ډېر طبیعي ښکارېدل.
زه د نړۍ په ډېرو ښارونو کې اوسېدلی او په دې پوه شوی یم، هغه څه چې موږ اقناع کوي او هغه څه چې پر موږ تسلط لري، په څنډه کې دي. د ثقل نقطې په څنډه کې دي، هغه ځای چې بدمرغي راپېښه کوي، یو زړه ماتېږي، لیده کاته کېږي، هغه څه چې کولای شي انسان تسليمېدو ته مجبور کړي او له خپلو هیلو او امیدونو لاس په سر شي، دا ټول په حاشیه کې دي.