ژباړه/ صديق الله بدر

البر کامو څه ډول لیکل کول؟

البر کامو چې يو فرانسوي لیکوال، فیلسوف او خبریال و، په ۱۹۱۳ کال کې د فرانسې تر جغ لاندې الجزایر کې زېږېدلی او په ۱۹۶۰ کې يې له نړۍ سترګې پټې کړې دي.

کامو په ۱۹۵۷ کال د خپلو هغو مهمو ادبی اثارو په خاطر، چې پخپل عصر کې د بشري وجدان پر ستونزو غږېږي، د نوبل ادبي جایزه ترلاسه کوي.

پردی، سقوط، د خپلې خوښې مړینه، لومړی انسان او طاعون د کامو له مشهورو داستانی اثارو څخه شمېرل کېږي. کامو څو نمایشنامې هم لیکلې دي.

د کامو تر مړینې وروسته مېرمن او غبرګونو زامنو يې د هغه د اثارو د خپرولو تکل وکړ او دوه کتابونه يې خپاره هم کړل، په دې کې لومړی کتاب يې د خپلې خوښې مړینه او بل هغه يې لومړی سړی و. 

دلته چې د کامو د لیکوالۍ د طریقو په اړه څه ویل کېږي له les nouvelles litteraires سره د یوې مرکې او د هغه د ځینو لیکونو نچوړ دی. دا مرکه په ۱۹۵۹ کې ژان کلود بریس ویل له کامو سره کړې ده:

یادښتونه اخلم، ګنګې خیالبافۍ کومه؛ دا ټول میاشتې او حتی کلونه وخت نیسي، خو یوه ورځ د لارې سر کې اساسي فکر مخې ته راشي او ذهن را قوي کړي. هغه وخت همدا فکر خواره واره اجزاوې سره راټولې کړي او تر دې وروسته د منظمولو سخت او اوږد کار پیلېږي، دا کار له دې امله هم اوږد دی چې زما دننه ژوره بې نظمي کوم سرحد نه لري.

هیڅکله د خپل اثر په اړه چې لیکم يې له چا سره خبرې نه کوم، ځکه په دې کار کې د رضایت احساس نه کوم. 

دوه درې دوستان لرم، چې زما لاس کښلي اثار لولي، هر هغه څه چې زما په اثارو کې د هغوی نه خوښېږي، لیکي يې. په هرو لسو نظرونو کې ۹ ځلې هغوی ته حق ورکوم او خپل متن اصلاح کوم.

 زه تر الهام او پرله پسې کار، د طرحې لومړني خیال او فکر ته ارزښت ورکوم.   

هیڅکله مې په بې حالۍ او کمزوري جسماني وضعیت کې کار نه دی کړی. جسماني ژوند، ازاده هوا او لمر، سپورت او بدني تعادل راته د فکري کار غوره لازمه ښکاري. که څه هم دا ټول په یو وخت ممکن نه وي خو په دې پوهېږم چې د یو څه راپنځول جسمي او رواني انظباط غواړي، په اصل کې دا یو ډول جګړه ده.

ډېر نه خو هڅه کوم چې منضبط و اوسم. کله چې هر څه چمتو وي، د ورځې په پیل کې څلور یا هم پنځه ساعته کار کوم. کوم کار چې سبا ته رانه پاتې شي ډېر مې ځوروي او ځان مقصر احساسوم. له ځانه مې بدې راځي. 

زه د بدلون ليوال یم، خو هغه څه چې ولکه کوم، ژر ترې ستړی کېږم. دا زما ستره کمزوري ده. سره له دې چې ګمنامي او  ګوښې توب مې خوښېږي، د ژوند کولو شوق مې له ځانه سره مخ ته بیايي. 

د یوه لیکوال په توګه په یوه اثر کې د داستان، مقالې او نندارې له ترکیب نه خوند اخلم.

 په ادبی او هنري اثر کې حقیقت او هغو هنري ارزښتونو ته قایل یم چې حقیقت انځور کړي. 

خپل چاپ شوي کتابونه بیا نه لولم، ځکه نور نو له ما خلاص دي، غواړم یو بل کار ترسره کړم.

 په پيل کې غواړم داسې یو کاري پلان ولرم چې خپل طبیعت پرې راجوړ کړم، خو پايله يې چنداني قناعت بښونکې نه وي، ځکه بیا هم له خپل طبیعت نه پیروي کوم.

په ځوانۍ کې مې ډېره مطالعه کوله او له هر ځل مطالعې سره دې ته ځير کېدم چې هغه پېښې او انسانان تر څه بریده زما پر روحیاتو اغېز کوي. په پای کې دې نتیجې ته ورسېدم چې د ډېرې مطالعې په ځای پر ټولنې تمرکز وکړم.

لیکل هغه تاوتریخوالی دی چې د ځان په وړاندې يې کاروم، خو سره له دې هم لیکل نه پرېږدم. باید لیکل وکړم.

کابو ټوله ورځ مې په لیکلو تېره کړې، خو واقعیت دا دی چې یوازیتوب ډېر سخت دی. ځکه له ژوند، خوشحالۍ او خنداګانو سره يې مينه لرم. پرون همدا چې د نیم ساعت لپاره لیکل مې بس کړل، په لوړ غږ مې ځان ته ښکنځل وکړل، خو بېرته په لیکلو بوخت شوم.

په نوې ځوانۍ کې له لیکوالۍ پرته هم کولای مې شوای چې خوښ و اوسم. نن هم د خوښۍ او راحت لپاره ډېر استعداد لرم. خو سره له دې باید اعتراف وکړم چې له خپل هنر نه به پرته ژوند ونه شم کړای.

له شلو کلونو لیکلو د لومړي ځل لپاره دا حس کوم چې د هنر حقیقت ته رسیدلی يم، هغه زړه وړونکی شرر چې زړه را مروړي. خو دا شرر تښتېدونکی او ناپایداره دی او تر څه شېبې وروسته يو ځل بیا باید له همیشني شک سره یوځای لیکلو ته دوام ورکړم.