ژباړه/ صديق الله بدر

پي ډي جیمز څه ډول لیکل کول؟

د پولیسي ناولونو ملکه پي ډي جیمز چې بشپړ نوم يې فلیبس دوروتي جيمز دی، په ۱۹۲۰ میلادي کال په بريټانيا کې زېږېدلې او په ۲۰۱۴ کال کې يې له دې نړۍ سترګې پټې کړې دي.

د پي ډي جیمز لومړی ناول، چې (څېره دې پټه کړه) نومېږي او ۱۹۶۹ کال کې چاپ شوی دی، په خپل ماحول کې د هغې د کم ساري محبوبیت سبب شو، خو (بې ګناه وینه) ناول يې هغې ته نړیوال شهرت ورپه برخه کړ.

پي ډي جیمز پر ګڼو نورو جایزو سربېره په ۱۹۸۷ کې د یوه عمر هنري کار په پار د جنایي لیکونکو ټولنې له خوا د الماس نښه لرونکي شمشیر جایزه او په ۲۰۰۵ کې د ملي هنرونو د انجمن له خوا په ادبیاتو کې د ویاړ مډال ترلاسه کړل.

د بلبلکې ځاله، لومړۍ ګناه، د بشر زامن، د یوې ښځې لپاره نامناسبه دنده، څېره دې پټه کړه، بې ګناه وینه او نور د جیمز هغه هستونې دي چې د ګڼو تلويزيوني او سینمايي آثارو لپاره د اقتباس سرچينې وګرځېدې. 

نوموړې له پاریس ریویو مجلې سره د خپلې لیکوالۍ تجربې شریکې کړې دی، چې ځينې برخې يې دلته را اخلو:

زه فکر کوم، تر هغه پورې چې ژوندی یم، باید لیکل وکړم. له لیکلو به هغه وخت لاس په سر شم، چې ژوند مې را نه لاس په سر شي. 

ډېری دا ټوکه راپورې کوي چې لومړی یو مړی یا جسد پیدا کوم، بیا د هغه په اړه داستان لیکم. ښايي دا یوازې او یوازې یو له هغو لارو وي چې کله کله پرې ورځم. خو ما ته تر جسد او بل هر څيز د پېښې د رامنځته کېدلو صحنه اهمیت لري.

حتی که ډېر وخت هم دوام وکړي، زه الهام ته په تمه پاتې کېږم. البته دا څرګنده خبره ده چې د الهام لپاره خپل ذهن او خیال چمتو ساتم خو زما په کار کې هیڅکله هم بېړې ته ځای نه وي.     

په پولیسي ناولونو کې هرڅه خپل قواعد لري او باید د منطقي سرنخونو په بنسټ يو راز رابرسېره شي. کله چې خبره داسې ده نو په کار ده چې لیکوال د داستان په پای باندې له هماغه پیل نه پوه وي چې څه کېږي.

د لیکلو په وخت کې کله کله داستان له مهمو او سترو صحنو پیلوم او کله هم په ردیف لیکل کوم. 

د ناول نوم نه یوازې دا چې مهم دی بلکې د یوه ناول لپاره د مناسب نوم لټول سخت کار دی. ما ته په هماغه لومړي سر کې نومونه راتداعي کېږي. خو کله چې داسې ونه شي دا وېره مې خوري چې له ډېرې سختې ستونزې سره به مخامخ شم.

یوازې یو ځل د خپل یوه کتاب لپاره د مناسب نوم په لټولو کې له ستونزې سره مخ شوې یم. هغه د بې ګناه وينې ناول و، لومړی مې ورته د وينې اړیکه نوم غوره کړی و. کله چې وپوهېدم په دې نوم یو بل کتاب هم شته، د بدلون په لټه کې يې شوم. دې ستونزې هغه ځای کې رامخه کړه چې ذهن ته مې بل مناسب نوم نه راته. د یو چا په خبره مې دعاګانو ته مخه کړه، په سبا يې د (بې ګناه وینه) نوم مې ذهن ته راغی.

کله چې مې تازه په لیکلو پیل کړی و، ژر له خوبه رالټېدم او د سهار له شپږو بجو تر اتو بجو پورې مې لیکل کول. اوس مې هم همدغه عادت ملګری دی، ژر راپاڅېږم او سهار سهار لیکل کوم.

کله چې يو کتاب لیکم له اوو بجو نه مخکې راوېښېږم، آشپزخانې ته ځم، چای دموم، خبرونه اورم، حمام کوم او بیا کار پیلوم. له څو ساعته کار وروسته چې د ستړیا احساس کوم او کار راته ناممکن بريښي، لیکل پرېږدم او نور د ورځې په اوږدو کې اصلا پر لیکلو فکر هم نه کوم.

داسې نه ده چې د لیکلو لپاره یوازې یو ځانګړی ځای مې په نظر کې وي. په هر هغه ځای کې چې خلوت او راحته وي لیکل کولای شم.

په لندن کې په خپل پخلنځي کې ډېره راحته وم. کله چې ستړې شم، ور خلاصوم او د کور په باغچه کې تازه هوا اخلم. د آشپزخانې بله ځانګړتیا دا ده چې مېز يې لوی دی او د یادښتونو د خواره واره کولو لپاره زیات ځای لري. 

په لاس لیکلو ته ترجیح ورکوم خو خط مې ښه نه دی، په تېره چې په بېړه مې يو څه لیکلی وي. لوستل يې زما لپاره هم ستونزمنه وي. له دې ستونزې سره د نه مخامخ کېدو لپاره یوازنۍ لاره په کم وخت کې د لیکل شویو کرښو ټايپول دي چې دا کار زما منشي ترسره کوي.