ژباړه: سيدجمال الدين افغاني او د ختيځ او لوېديځ مخامختيا
سيد جمال الدين افغاني
او
د ختيځ او لوېديځ
مخامختيا
ليکوال: شهيد ډاکتر پوهاند سيد بهاالدين مجروح
ژباړه: صديق الله بدر
۱۳۸۸ لمريز
يادښت
د ۱۳۵۵ كال په ژمې کې د شهيد محمد داؤد خان په مشرۍ د افغانستان جمهوري دولت د خپلې ملي كلتوري پاليسۍ له مخې، چې وخت په وخت يې د هېواد د لويو علمي،ادبي، سياسي او ملي هستيو په ياد سيمينارونه جوړول، نو د ختيځ د لوى نابغه علامه سيد جمال الدين افغاني د مړينې اتيايم تلين يې هم د يوه پرتمين سيمينار په ترڅ كې ولمانځه، چې په دې سيمينار كې گڼو افغاني او بهرنيو پوهانو او عالمانو د سيد د مبارزو او ژوند په باب مقالې واورولې او په هره مقاله بحث او څېړنې وشوې، خو مخكې له دې، چې له دود سره سم د دې مقالو مجموعه خپره شي، په هېواد كې د ۵۷ كال د غوايي خونړۍ كودتا وشوه، چې كمونست او له پردو سره تړلي دولت نه يوازې دا، چې د دغو مقالو د ټولګې له خپرېدو سره مخالفت وكړ ، بلكې د سيد جمال الدين افغاني په نامه اخيستلو هم – له دې کبله، چې د نوي اسلامي او مبارز غورځنګ بنسټ اېښودونكى ؤ، بنديز ولګېد او د كمونيزم د لوى دښمن په سترگو ورته كتل كېدل.
د سيد جمال الدين افغاني په دې درانه سيمينار كې د هېواد لوى عالم او فيلسوف شهيد پوهاند ډاكتر سيد بهاء الدين مجروح هم، د سيد د نړيوال فكر په ارتباط يوه له نوښته ډكه درنه مقاله درلوده، چې په كې د ختيځ او لويديځ د فرهنګ او تمدن سره د مقابلې او ټكر په اړوند ژوره څېړنه شوې وه، چې افغانان او ټول مسلمانان يې ځان پېژندنې ته وربلل.
تر دې سيمينار وروسته، د هېواد بحراني شويو حالاتو د افغانستان د دې لوى عالم پيشنهادي نظريات او شرقيانو ته د ځان پېژندنې درسونه د هېرېدو غېږې ته وسپارل او د دوى دا علمي او پخه مقاله د چا لاسونه ته ونه رسېده او څو محدودې نسخې يې، چې د سيمينار لپاره ګستتنر شوې وې خورې ورې او تر دوړو لاندې پاتې شوې.
ما د استاد مجروح د دې مقالې يو نقل هغه وخت په خپل ارشيف كې ساتلى ؤ، خو چې پېښور ته ولاړم هر څه رانه پاتې شول او کله، چې په ۱۳۷۵ كال بېرته يو ځل كابل ته ولاړم زما غني كتابتون تس نس شوى او له منځه تللی ؤ، خو له نېكه مرغه د دې مقالې متن زما د كتابتون په محدودو پاتې شونو كې پاتې ؤ، چې ډېر ورته خوشاله شوم. د مقالې متن مې يو ځل بيا ولوست نو نه يوازې دا، چې د دې لوى عالم او ټولنپوه فيلسوف وړانديز زوړ شوى نه و، بلكې تر هغه وخت نه زيات دا وخت د ځان پېژندنې او له لويو او وړو دښمنانو سره د ايډيالوژيكي مقابلې اړتيا زياته شوې او حتمې شوې وه، نو ځكه مې د دې لوى عالم دا وړه خو ژوره، ژوندۍ او ارزښتمنه مقاله په همغه كال د سيد جمال الدين افغاني د سلم تلين او د شهيد مجروح د نهم تلين په مناسبت د (افغانستان) او (تعاون) د مجلو له لارې په پېښور كې خپره كړه او په دې وسيله د مينه والو لاسونو ته ورسېده.
په ۱۳۸۵ كال كې د سيد جمال الدين افغان يو سل او لسم تلين ؤ، چې يو ځل بيا د ده په هېواد كې نيول كېده، نو لازم مې وبلل، چې دا مهمه مقاله په كابل كې هم خپره او د منيه والو لاسونو ته ورسېږي نو ځكه مې د دې سيمينار په اثارو كې د ځانگړې رسالې په توګه نشر كړه، چې ډېر ژر يې نسخې نايابې شوې.
په ۱۳۸۶ كال كې مو، چې د پوهاند مجروح د شهادت سلم تلين ؤ، دا ارزښتناكه رساله، چې خلك پسې گرځېدل خو نه يې موندله، د مجروح فاونډيشن له لارې خپره كړه خو بيا يې هم ژر نسخې نايابې شوې.
اوس زموږ د فرهنگي بهير ځوان لاروي ښاغلى صديق الله بدر دا مهمه رساله د دې لپاره په پښتو وژباړله، چې پښتانه ځوانان هم په ښه توگه گټه ترې اوچته كړي، ليكن مخكې له دې، چې د دې متن په لوستلو پيل وكړئ، لازمه گڼم ياده كړم، چې د شهيد مجروح صاحب دا دري رساله، چې فلسفي مفاهيم لري په اسانۍ پښتو ته نه ده را اړول شوې، بدر صاحب پوره خواري پرې كړې، په هره جمله كې لومړى ځان د مجروح صاحب په مطلب او د ده په ژبه او ادا پوهولى او بيا يې دا مطلب او ادا په خپله ژبه پښتو ته را اړولې او په دې لاره كې يې له ژور غور او سوچ نه كار اخيستى، د قاموسونو مرسته يې تر لاسه كړې او بيا يې د پښتو مفهوم او روان نثر كښلى، چې دا خپله لوى كار دى او له يوې ژبې نه بلې ژبې ته د داسې درانه متن په اسانۍ سره اړول اسانه كار نه دى.
زه بدر صاحب ته د دې روانې او خوږې ژباړې مباركې وركوم او درانه ځوانان رابولم، چې د رسالې مطلب او متن ته ځير شي او د خپلې ملي پېژندنې په برخه كې كار ترې واخلي او د غرب د تمدن له نادودو نه ځان وژغوري او د دې تمدن ظاهري ځلك او بلك يې سترگې ورتورې نه كړي!
په درنښت
څېړندوى حبيب الله رفيع
د افغانستان د علومو اكاډمۍ سلاكار
۱۷/۱۲/۱۳۸۸
د پوهاند مجروح لنډه پېژندنه
شهيد ډاكټر سيد بهاوالدين "مجروح" د افغانستان د نوميالي شاعر، اديب او سياستمدار ښاغلي سيد شمس الدين "مجروح" زوى دى، چې د ۱۹۲۸ ع كال د فبروري په ۱۲ مه د كونړ ولايت د اسمار ولسوالۍ د شينكوړك د كلي په يوه روحاني كورنۍ كې زيږېدلى دى.
لومړني تعليمات يې د شينكوړك د كلي په جومات كې سر ته ورسول او د فارسۍ مشهور كتابونه لكه ګلستان، بوستان او سكندرنامه يې ولوستل.
څه موده وروسته له خپل پلار سره كابل ته لاړ او د د يارلس كلنۍ په عمر د استقلال د ليسې په څلورم ټولګي كې شامل شو. په ۱۹۵۰ ع كال كې ددغې ليسې د ادب او فلسفې له څانګې څخه په لومړۍ درجه فارغ او د هغه وخت د دولت له خوا د عالي تحصيلاتو له پاره فرانسې ته ولېږل شو.
له ۱۹۵۲څخه تر ۱۹۵۸ كاله پورې يې د پاريس په سوربن او بيا يې د مونت پليه په پوهنتون كې خپل عالي تحصيلات د روحياتو او فلسفې په څانګه كې د مافوق ليسانس په درجه سرته ورسول. په همدې دوره كې يې وكړاى شول، چې د الماني او انګريزي ژبو ادبيات په غربي المان او انګلستان كې سرته ورسوي.
په ۱۹۵۸ ع كال كې خپل هېواد ته راستون شو او په همدغه كال دكابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي استاد او بيا يې رئيس شو. په ۱۹۶۳ – ۱۹۶۴ كال كې يې د كاپيسا ولايت د والي په حيث دنده اجرا كړه. د همدې كال په وروستيو كې په غربي المان كې د كلتوري رئيس په صفت مقرر شو.
" مجروح" د رسمي كار ترڅنګ د خپلې دوكتورا له پاره كار پيل كړ او په ۱۹۶۸ع كال كې يې د (مونت پليه) له پوهنتون څخه د ادبياتو او فلسفې په څانګه كې دوكتورا واخيسته.
له ۱۹۶۹- ۱۹۷۲ كال پورې د دوهم ځل لپاره د كابل پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي كې د استاد په حيث مقرر او په همدې دوره كې د پوهنځي انتخابي رئيس شو.
په ۱۹۷۲-۱۹۷۳ كال كې د افغانستان د تاريخ ټولنې رئيس و. له ۱۹۷۳-۱۹۷۹ كاله پورې يې د ادبياتو په پوهنځي كې د فلسفې د استاد په صفت وظيفه اجرا كوله.
د ۱۹۷۸ ع كال د غويي له كودتا وروسته، چې روسانو پر افغانستان يرغل وكړ، پوهاند مجروح هم د هجرت لار ونيوله او د ۱۹۸۰ ع كال د فبروري په ۱۲ مه پاكستان ته مهاجر شو.دلته يې د افغاني مجاهدينو د وسله وال جهاد په څنګ كې د فرهنګي جهاد له پاره ( د افغان اطلاعاتي مركز) په نوم د قلمي جهاد دفتر پرانست.
دى كه څه هم ژورنالست او خبرنګار نه و، خو دا فيصله يې وكړه، چې د افغانستان له دننه حالاتو څخه نړيوال په واقعي توګه خبر او د روسانو او د دوى د غلامانو ټول فجايع او جنايات بربنډ او افشا كړي.
په دغه برخه كې ډاكټر مجروح د افغانستان په نظامي، سياسي، اقتصادي او اجتماعي حالاتو تبصرې او تحليلونه كول او په نړيوالو كنفرانسونو كې به يې د افغانستان د مسئلې په ارتباط خبرې كولې.
پوهاند مجروح خپل ټول ژوند د علم او پوهې په خدمت كې تير كړ او د ژوند په وروستيو كې يې خپل علم او قلم د خپلو مجاهدو او مهاجرو وروڼو په خدمت كې په كار واچاوه، په دغه لار كې د ده له لاسه هغه وخت قلم وغورځيد، چې د اسلام، وطن او د خلكو د دښمنانو لخوا د ۱۹۸۸ كال د فبروري په ۱۱ مه د جمعې په شپه د خپل دفتر تر مخ په پيښور كې په شهادت ورسيد.
انا لله و انا اليه راجعون
= = = = = = = = = = = = = = = = = = = = = = =
متن:
سيد جمال الدين افغاني
او
د ختيځ او لوېديځ
مخامختيا
سيد جمال الدين افغاني؛ د معاصرې نړۍ يو اسرار امېزه، په زړه پورې او له معنى څخه ډكه څېره ده؛ اسراراميزه له دې كبله، چې د هغه د ژوند ځينې مرحلې تر شك و ترديد لاندې راځي او د البرت حوراني په وينا: (( هغه خپل ځان ته افغان وايه او دښمنان يې هغه ايرانى بولي.))
سربيره پر دې لاهم د هغه د ژوند او هڅو ځينې مهم اړخونه لكه څنګه، چې حتمي برېښي؛ په پوره توګه روښانه شوي نه دي.
په زړه پورې والى يې په دې كې دى، چې هغه د لرغونو فلاسفه وو لكه ابن سينا او ابن رشد او هم په نوې معنى د يو سياسي متفكر او هم د يوه مجاهد او مبارز، ورځپاڼه ليكونکې اوهنګامه غوښتونکې څېرې په توګه وځلېد.
خو هغه څه، چې په ځانګړي ډول د دغې څېرې اهميت لا زيات كړ او هغه ته يې ځانګړې معنى وبښله، هغه د نړۍ د تاريخ له سترې پېښې يعنې د اسلامي ختيځ له تمدن سره د لوېديځ د تمدن مخامختيا او د تاريخ په ستر بهير کې له فعالې ونډې اخستنې څخه عبارت و.
په دې پېښه كې د سيد جمال الدين افغاني دريځ د يوه تمدن پر وړاندې د بل تمدن موضعګيري وه. هغه د يوه داسې ستر تاريخي بهير استازيتوب وكړ، چې لاهم د تاريخ برخه نه دی ګرځېدلی او موږ نن په ډېر جدي ا و پېچلي ډول ورسره مخامخ يو.
د سيد جمال الدين افغاني د شخصيت د معنى او مفهوم په اړه لږ فكر هم خامخا موږ دې ته هڅوي، چې د اوسنۍ نړۍ غټې فرهنګي او ټولنيزې ستونزې مطرح كړو.
كه چېرې څوك هڅه وكړي، د دغه نړيوال شهرت علت او د دغې تاريخي څېرې عظمت او سترتوب د هغه د كم شمېر خورو ورو اثارو له مخې پيدا كړي، له يوې ژورې نهيلۍ سره به مخ شي او ډېر ژر به وپوهېږي، چې د سيد جمال الدين شخصيت د هغه له اثارو غايب دى. دا ټكى لا د هغه څېره په زړه پورې كوي، كه څه هم د هغه ډېر مهم او يوازينى اثر، هماغه د هغه ژوند او دوامداره هڅې وې.
د هغه افكار او نظريات د هغه د هڅو او مبارزو په نفس كې نغښتي او ونه توانيد، چې د هغه د ژوند له عملي جنبې څخه بېل او د يوې نظري طرحې په بڼه راڅرګند شي. كېدای شي وويل شي، چې پخپله سيد، د هغه شخصيت او مبارزې پخپل ذات كې يوه خوځنده ژوندۍ مفكوره وه.
دا، چې سيد جمال الدين افغاني په خپل ژوند كې څه وويل او څه يې وكړل، زياتې خبرې شوې او ډېر اثار ليكل شوي دي، دې ټكو ته به لنډه اشاره بې ځايه وي.
د سيد شخصيت
د سيد شخصيت د يوه تاريخي متن نه تجزيه كېدونكى جز دى او زموږ په نظر د دغه شخصيت تاريخي معنى ډېر اهميت او ارزښت لري، له دې كبله په كلي ډول موږ دغه شخصيت د يوې مفكورې په حيث په نظر كې نيسو او هڅه كوو، د هغه تاريخي اړخونه له دوو زاويو ولټوو:
۱- د تاريخ په شاليد كې، د سيد د شخصيت معنى او موقعيت
۲- د اوسنۍ نړۍ په تاريخي متن كې، د دغه شخصيت معنى او مفهوم
په دې لټه كې به زموږه طريقه د تېرو او معاصرو تاريخي پېښو بيان نه وي، بلكې موږ به په لومړي قدم كې ځينې نظري اساسات مطرح كوو، خو كه چېرته هغه د مسلماتو او بديهياتو په ډول ونه منو، كېداى شي هغه د كار د فرضيو په بڼه قبول كړو او د هغه په مرسته پخپل بحث پورې د اړوند تاريخ د مهم جريان په اړه ځينو پايلو ته ورسېږو.
زموږ د بحث څو مخکېنۍ فرضيې به د سيد جمال الدين افغاني د شخصيت او تاريخي اړخونو په اړه، په لاندې ډول وي:
لومړى: تمدن او كلتور، په زمان كې يو متحول واقعيت دى.
دويم: يو عمده ټكى، چې يو كلتور او تمدن له بل كلتور او تمدن نه بېلوي، د هغو دوو كلتورونو او تمدنونو د نړۍ ليدونو له اختلاف څخه عبارت دى.
درېيم: نړۍ ليد يعنې يوه هغه ذهني منظومه، چې له هغو پوښتنو او ځوابونو څخه جوړه ده، چې پر څو فكري او عقيدوي اصلونو او پرنسيپونو ولاړ ه او د يوې ټولنې يا اجتماع له خوا د اقتدار د سرچينې او د فكري او ذهني اعتبار په حيث منل شوى وي او د هغوى فردي او ټولنيز كردار، طرز پوهېدنه، احساس او ادراك، له نړۍ او ژوند څخه ټاکي.
څلورم: د يوه تمدن بدلونونه اساسا د هماغه تمدن د نړۍ ليد بدلونونه دي.
پنځم: بدلون په دوه ډوله دى: تكاملي بدلون يا انقلابي بدلون، تكاملي بدلون په ټوليز ډول تدريجي دى او انقلابي بدلون چټك او ناڅاپي. تدريجي تكاملي بدلونونه كېداى شي انقلابي بدلونونه رامنځته كړي.
تكاملي بدلون هغه دى، چې د يوه تمدن د نړۍ ليد اساسات او اصول نه اغېزمن كوي، بلكې يوازې د نړۍ ليد په روشونو، شكلونو او برخو كې بدلونونه رامنځته كوي، چې د هغه له كبله د هماغه نړۍ ليد ځينې اړخونه لا پسې بشپړ او غني كېږي او حتى نور اړخونه يې، چې د زمان له شرايطو سره همغاړي توب نه لري، له منځه ځي او د هغه ځاى نور شكلونه نيسي.
انقلابي بدلون هغه دى، چې د يوه تمدن د نړۍ ليد اصول او اساسات له منځه وړي او بل نړۍ ليد يې ځايناستى كوي.
شپږم: تمدن د تاريخ يوه ستره پديده ده، په تېره د معاصرې نړۍ د تمدن تاريخ غربي تمدن دى. د تكاملي او انقلابي بدلونونو يوازينى عامل د نړۍ په ټولو ټولنو كې يوازې د غربي تمدن شتون او د هغه نړۍ ليد دى. هر څه د همدغه نړيوال واقعيت، د تناسب په بنسټ تعيين او تشخيصيږي.
ټولې مبارزې يا د هغه د مقاومت په لاره كې او يا له هغه سره د مقابلې يا د هغه د ځينو مفكورو د عملي كېدلو لپاره دي او يا د مدرنستانو او ريفورمستانو د متناقض پيش امد په بڼه دي، چې د هغه له يوه اړخ سره مقابله كوي او بله جنبه يې مني. نن ورځ به د ټولنيز او كلتوري بدلون هېڅ يو داسې واقعيت و نه مومو، چې له دې چوكاټ او جوړښت نه بهر پاتې شي.
اوس دغه پورته يادې څو مخکېنۍ قضيې په نظر كې نيسو او د هغه په رڼا كې هڅه كوو، د خپل بحث اړوندې ستونزې مطرح كړو:
كېداى شي ووايو، چې د تاريخ ډېره مهمه پديده، څه زموږه د ختيځيانو له نظره او څه د نړۍ د تاريخ له نظره، هماغه د دوو تمدنونو يعنې د اسلامي ختيځ او عيسوي لوېديځ مخامختيا ده، دغه مخامختياوې كېدلى شي په دوو سترو مرحلو وويشو:
لومړۍ مرحله: په اوچت دريځ كې له لوېديځ سره ، د اسلامي ختيځ د تمدن مخامختيا
دويمه مرحله: په ټيټ دريځ كې د لوېديځ له تمدن سره د اسلامي ختيځ مخامختيا
د سيد جمال الدين افغاني څېره د ختيځ او لوېديځ د مخامختيا په دغه دوهمه مرحله كې ځانګړې معنى او ځلا لري.
په لومړۍ مرحله كې اسلامي دين، د هغه وخت په ختيځو ټولنو كې انقلابي بدلونونه رامنځته کړا او يو داسې نوى تمدن يې راووړ، چې له انسان او جهان نه يې نوى پيغام او نوې مفكوره له ځانه سره لرله.
اسلامي نړۍ ليد داسې يوه منظومه وه، چې پر نويو اصولو او اساساتو ولاړه وه او د ژوندانه ټول فردي او ټولنيز اړخونه، پوهنيز مسايل، د اخلاقو او سياست مسايل، اقتصاد او حقوق احتوا يې كول. د ژوندانه معنى او هدف يې وټاكه، د قبيلوي ټولنې پر ضد د فرد اهميت او مسووليت او د اسلامي عقيدې په بنسټ، د قبيلې، قوم او نژاد نه لوړ، د امت اهميت او د دولت جوړښت ثبت او تائيد كړ.
له نورو تمدنونو سره د ارتقا په دې مرحله كې، د اسلامي تمدن مخامختيا او له لوېديځې نړۍ سره د زوال او انحطاط په مرحله كې، د دغه تمدن مخامختيا په ټوليز ډول يو له بل سره اختلاف لري.
په لومړۍ مرحله كې اسلامي تمدن په لوړ دريځ كې و، د خپل پيغام له اهميت او ارزښت نه په بشپړه توګه خبر او پر خپل فكري، سياسي او نظامي ځواك ډاډه و.
په هغه وخت كې له تېرو تمدنونو يا د هغه وخت له موجودو تمدنونو سره د اسلامي تمدن مخامختيا داسې وه، چې څه شيان يې له نورو كلتورونو اخيستي وو، چې د اسلامي قدرت او زياتې پراختيا او د هغه د نړۍ ليد د تكامل سبب شي.
په هغه وخت كې اسلامي تمدن داسې يو ځواك درلود، چې ويې کولای شول، د بهرني كلتوري او فرهنګي عواملو د اغېزو په وړاندې له اختيار او انتخاب څخه كار واخلي او د هغه په مرسته، د يوناني عقلي علومو، له هندي او ارياني علومو او هنرونو څخه ګټې پورته كړي، ځان لا پسې بډاى او يو ستر تمدن رامنځته كړي.
خو په دوهمه مرحله كې، چې اسلامي نړۍ د لوېديځ د تمدن په وړاندې ودرېده؛ له سياسي، ټولنيز او اقتصادي انحطاط سره مخ او په ټيټ موقعيت كې وه او د پردي فرهنګ د پخوانۍ دورې په وړاندې هغه د انتخاب ازادي او د مقاومت او مخامختيا ځواك يې نور نه و پاتې؛ اسلامي نړۍ دفاعي بڼه خپله او د اسلامي هېوادونو غربي كېدنه يوه نه انكارېدونكې پېښه راڅرګنده شوه.
د لوېديځ د تمدن په وړاندې په دغه شاته تګ او دفاعي دريځ كې، له لويديځ سره د مخامختيا مسئله، د مخکېنۍ مرحلې د مسئلې په عکس وه او داسې مطرح كېده، چې: په پروس(( لوېديځ كېدلو)) كې به اسلامي هېوادونه څه ډول وکولای شي، چې خپل تېر سنتونه او اسلامي تعليمات وساتي.
په لومړۍ مرحله كې، پخپله اسلامي نړۍ ليد يو انقلابي نړۍ ليد و او ټول هغه بهرني تاثيرات يې، چې منلي وو، تكاملي بدلونونه وو او د هغه د لازياتې بډاينې او ودې سبب شول.
په دويمه مرحله كې، اسلامي نړۍ ليد د ثبات او استقرار حالت ته رسيدلى و او د بهرنيو اغېزو په وړاندې ودرېد، چې په نړۍ كې يې انقلابي بدلونونو ته لار پرانستې او په دې اړه يې د نړۍ ليدنو اصول او پرنسيپونه په شك و تردېد كې اچولي دي.
ناسم پوهاوی
دلته لازمه ده، هغه مهم ناسم پوهاوي ته اشاره وكړو، چې د ځينو مسلمانو ليكوالو له خوا ترسره شوى او نن د مسلمانانو ترمنځ دود شوی دى.
ځينو اسلامي متفكرينو د ختيځ او لويديځ د مخامختيا د دويمې دورې مسئله د مخامختيا د لومړۍ دورې په بڼه مطرح كړه او ګمان يې وكړ ( نن هم ډېر شمېر مسلمانان په همدې ګمان دي) لكه څنګه، چې اسلامي تمدن د خپلې ودې او پراختيا په پيل كې له يوناني عقلي علومو استفاده وكړاى شوه، نن هم پرته له دې، چې د اسلامي نړۍ اصول او اساسات له هغه نه متغيير شي، کولای شي د غربي علومو او ټكنالوژۍ په اړه دغه كار ترسره كړي.
دا چې زموږ خبرې د سيد پر افكارو راڅرخي او سيد د ختيځ او لويديځ د مخامختيا د دوهمې دورې مهمه څېره ده نو مجبوره يو، چې د دغې دورې ځينو عمده تاريخي او فكري ځانګړنو ته، په لڼد ډول تم شو. كه څه هم په داسې يو لنډ او كوټلي بحث كې، خامخا ځينې هغه ټکي، چې د ډېرې شرحې او تفصيل غوښتنه كوي، لږ څه مبهم پاتې شي.
د اسلامي ختيځ او لوېديځې نړۍ د مخامختيا دويمه دوره له عثماني دولت څخه پيل شوې، چې د نوموړي دولت له انحطاط سره سره يې دوام كړې او نن هم په يوه بله بڼه په جريان كې ده.
عثماني سترواکي د اسلام د دين لپاره د يوه سپر په توګه وه، چې د پرديو د يرغلونو په وړاندې يې هغه وساته او د اسلامي تمدن د قدرت او عظمت مهم عامل و، خو په عين حال كې د اسلامي نړۍ دغه سپر يا ډال د بهرني نفوذ په وړاندې د يوه خنډ په توګه كار وكړ او اسلامي نړۍ يې د ډېرې مودې لپاره له سترو اروپايي بدلونونو او پرمختګونو لرې او بې خبره وساتله .
په اسلامي نړۍ كې، د اروپا د نويو پرمختګونو او بدلونونو په لاره كې د دغو خنډونو د رامنځته كېدو يو له لويو عواملو څخه دا و، چې دولتي دستګاه او د عثماني امپراطورۍ واكمنو د اروپا نوي افكار او ټولنيزې فلسفې د خپل بشپړ سياسي اقتدار او د استبدادي دولت د نظام لپاره يو ستر خطر ګاڼه.
په پايله كې، كله چې عثماني دولت مخ په ځوړ شو، د لوېديځې نړۍ د نظامي او تخنيکې قدرت د تالندې او برېښنا په څېر د اسلامي هېوادونو پر سر راپريوت، چې د هغې ناڅاپې صدمې له ګنګسيت نه لا تراوسه هم اسلامي نړۍ په بشپړ ډول په هوښ نه دى راغلى.
په ۱۷مه ميلادي پيړۍ كې د عثماني دولت انحطاط، په ټوليزه توګه څرګند و، سلطان د ټول واك مركز و خو له يوې خوا د دولت ناقصه او مخ په ځوړه اداري دستګاه د چارو د پرمختګ ګټورتوب راکماوه او له بلې خوا د شپاړسمې پيړۍ له پاى نه وروسته هغه سلاطينو، چې د چارو واګي يې په لاس كې واخيستل، ډېرى بې كفايته او کمزوري كسان وو او عثماني اردو هم ورو ورو خپل نظم او اقتدار له لاسه وركړ.
همدارنګه په دغه وخت كې سترواکي له يوه ژور اقتصادي كړکېچ سره مخ و. د كړکېچ اساسي علت، چې د امپراطورۍ اداري كمزورتيا، هغه ته لا زياته چټكتيا ورپه برخه كړه، د لويديځ او ختيځ په لور د اروپا د نفوذ پراختيا وه. په هندوستان كې د اروپايي تجارتي مركزونو استقرار، له بهرني نړۍ سره د عثماني امپراطورۍ اړيكې ګډې وډې كړې؟
د امريكا كشفېدل او د مديتراني هېوادونو ته د سرو زرو سيلابي بهير، د امپراطورۍ پر اقتصادي وضعيت ډېر ژور اغېز وكړ او دننه دوو نورو پېښو، كورنى كړکېچ لاپسې زيات كړ:
يوه پېښه دا وه، چې محلي قدرتونو د مركزي دولت له كمزورۍ نه ګټه پورته كړه، تر پخوا يې لا زياته خپلواکي خپله كړه.
دويمه پېښه د وهابېزم بهير و، چې د عثماني دولت شتون يې له شك او تردېد سره مخامخ كاوه. خو هغه ډېر مهم خطر، چې د عثماني امپراطورۍ شتون يې وګواښاوه، د هغه د واك په دننه كې نه، بلكې د هغه له سرحدونو دباندې سر رااوچت كړ. دغه خطر د اروپا علمي او تخنيکي انقلاب او د هغه مخ په زياتېدونكى نظامي او اقتصادي قدرت و.
د منځنيو پيړيو په پاى او تر هغه وروسته بنسټيز ټولنيز او اقتصادي بدلونونه په اروپا كې رامنځته شول، چې د اسلامي تمدن په حوزه كې رامنځته نه شول.
د لويديځې اروپا په ځينو هېوادونو كې، په كليسا پورې تړلى د منځنيو پيړيو فيوډالي نظام مخ په ځوړ شو او يوه نوې تجارتي او صنعت پاله طبقه پياوړې شوه. دغې بورژوازي طبقې، د سياسي قدرت او ټولنيز واك د ترلاسه كولو لپاره پر كليسا او عيسوي دين تکېه ونه كړه، بلكې د ساينس او تخنيك فلسفې ته يې مخه كړه.
له دين څخه د فلسفې بېلېدل د يوه نوي نړۍ ليد اساسات رامنځته کړل، چې د هغه په چوكاټ كې دولت وکولای شول له دين څخه جلا شي او نوې سياسي فلسفې رامنځته شوې. علوم د كليسا د اقتدار او واك له ساحې رابهر شول او د هغه د ودې او پراختيا په مخ نامحدودې لارې پرانستل شوې. لنډه دا چې په اروپا كې له رنسانس څخه وروسته نوى نړۍ ليد ورو ورو د زاړه نړۍ ليد ځاى ونيو.
په دې اړه له موږ سره د ناسم پوهاوي يو بل ټكى دا دى، چې د اسلامي نړۍ يو شمېر متفكرين، له رنسانس څخه وروسته اروپا، هماغه د منځنيو پيړيو عيسوي فيوډالي اروپا ګڼي او دا انګيري، چې اوس هم اسلامي نړۍ يوازې له عيسوي دين سره مخامخ ده.
عثماني دولت يعنى هغه قدرت، چې په شپاړسمه پيړۍ او حتى تر هغه څه موده وروسته هم کولای شواى اروپا تر خپلې ولكې لاندې راولي، د ويانا ښار وګواښي او له اروپايي قدرتونو سره مساويانه وجنګېږي، ونه شوى كړى، چې په نظامي هنر كې نوي اختراعات او اكتشافات وكاروي او په پاى كې، د اتلسمې پيړۍ له نيمايي وروسته، عثماني دولت نور نو له اروپايي قدرتونو سره د مقابلې توان نه درلود او د اروپا تخنيکي او علمي اختراعاتو او كشفياتو په اسلامي نړۍ كې كوم انعكاس ونه موند. مثلا د دغې دورې په عثماني ادبياتو كې كوپرنيك ته د كومې نغوتې څرك نه مومو. اردو او بحري ځواك له نويو تخنيکي اكتشافاتو هيڅ ګټه پورته نه كړه او په پايله كې د اتلسمې پيړۍ په نيمايي كې د اسلامي امپراطورۍ انحطاط په ټوليز ډول روښانه او څرګند و.
د انحطاط د دورې لومړنيو ليكوالو د هغه وخت سلطان ته بلنه وركړه، چې تېر عظمت او سترتوب بيا راژوندى كړي، خو دې ته هم ځېر وو، چې د تېرې زمانې د جوړښتونو په رغولو سره به مسئله نه حلېږي او سترواکي يو بل څيز ته اړتيا لري، چې هغه د دفاعي او نظامي قوې پياوړتيا وه. له اروپا سره يې د مقابلې لاره يوازې د نويو نظامي تخنيكونو په زده كولو كې ولټوله. هر هغه څه، چې په دغه دوره كې له اروپايي ژبو څخه په رياضياتو، جغرافيه، تاريخ او سيند پېژندنه كې وژباړل شول، يوازې د امپراطورۍ د نظامي حالت او د اردو د وضعې د ښه والي لپاره وو. د عسكري تعليماتو ښوونځي د اروپايي تخنيكونو د زده كړې په خاطر پرانستل شول.
تر دې نظامي اړيکې وروسته يو ډول سياسي اړيكه د ژباړونكو او بيا د ځينو سفيرانو له خوا ترسره شوه، د ديپلوماتانو دغه نسل هم تر ډېره د مسئلې حل په نظامي فورمونو كې وکوت او فكر يې وكړ، چې سترواکي بايد د نوي متمركز دولت بڼه خپله كړي او د دې كار لپاره يې لاندې څو شرطونه اړين وګڼل:
۱- د يوې نوې اردو رامنځته كول.
۲- پر ټولو نيمه خپلواكو ولايتونو، د مركزي اقتدار د بيا ټينګښت لپاره د دغې اردو كارونه.
۳- د قوانينو د يوه نوي سيستم تطبيق او د مساواتو پر اصل ولاړه اداره.
د نولسمې پيړۍ په پيل كې د عثماني امپراطورۍ په اسلامي ټولنه كې د نوي فكر يو بهير رامنځته شو، چې په وروسته كې يې اوږد مهاله اغيزې درلودې او نن هغه اغېزې په ډېر شدت سره جريان لري، چې د اجتماع د لوېديځه كېدو په خاطر د اصلاحاتو له مفكورې څخه عبارت و. په دغه دوره كې، چې د تنظيماتو په نامه ياده شوه، د عسكري، طبي او ا داري چارو نوې مدرسې جوړې شوې، عرفاني استازي اروپا ته ولېږل شول، يوه رسمي ورځپاڼه رامنځته شوه، اروپايي جامې معمولې شوې او نور...
يوازې د نولسمې پيړۍ له نيمايي وروسته، د ۱۸۸۰ په شاوخوا كې ځينې اسلامي ليكوال او متفكرين د خپلې نړۍ ځينې اساسي مسايل په تېره د سياسي تيورۍ عمومي مسئله طرحه كړه او داسې پوښتنې يې مطرح كړلې:
ښه ټولنه كومه يوه ده؟
هغه معيار، چې د ريفورمونو او اصلاحاتو لارښود وي، څه به وي؟
آيا دغه معيار د اسلامي قوانينو له اساساتو څخه استخراجيدلى شي او يا دا چې اړ يو د نوې اروپا تعليماتو او نظرياتو ته رجوع وكړو؟
آيا د عمل او نظر له ليده د دغو دواړو ترمنځ كوم تناقض وجود نه لري؟
د دغه بهير لومړى نسل په يوه نسبتا ارامه فضا كې ژوند كاوه. له يوې خوا د اسلام او عيسويت ترمنځه مجادله ارامه شوې وه او له بل پلوه اروپا د استعماري عصر د يوه سياسي او ټولنيز خطر په توګه لا نوره هم ځليدلې وه. له دې كبله د دې دورې متفكرين تر ډېره د هغه عصر د اروپا د ليبرالي ډيموكراسۍ د اصولو، علومو او فنونو د مثبتو اړخونو ليواله شول او داسې ستونزې يې مطرح كړلې، چې وروسته يې د اسلامي نړۍ فكر بوخت وساته او د مسلمانانو د تفكر يو جز شو، مثلا ويي ويل، چې د محمدي امت په منځ كې ملي جمعيتونه شتون لري، د دولت موخه په دې او هغه نړۍ كې د خلكو هوساينه ده او د خلكو هوساينه د تمدن په رامنځته كولو كې نغښتې، چې د دولت وروستۍ موخه ده. د هغه عصر اروپا په تېره فرانسه يې د تمدن د معيار په توګه ومنله او بالاخره د اروپا د قدرت او عظمت رمز يې د عقلي علومو په پرمختګ كې وليده.
د دغه مسايلو په مطرح كولو سره يوازې يو كم شمېر کولای شول وپوهېږي، چې په دې ټكوكې ستونزې او تناقضات وجود لري، چې زيات غور او دقت غواړي. د بېلګې په توګه د الهي وحې اصل د انساني عقل له هغې ادعا سره، چې ځان يوازنى صحيح اساس ګڼي، څه ډول پخلا کېدلای شي؟ آيا هغه شريعت، چې پر الهي علم ولاړ دى، له نويو حقوقو سره، چې د غير الهي علم په اساساتو ولاړ دى او يا څه ډول کېدلى شي، چې د ديني وحدت وفاداري له ملي اتحاد سره ګډ كړل شي.
دا د مخ په ځوړ اسلامي ختيځ او مخ په ارتقا لوېديځ د مخامختيا دوهمه مرحله هم کېدلاى شي په دوو برخو ووېشل شي: يوه برخه يې كېداى شي د غولېدو مرحله او بله برخه يې د مقاومت او مبارزې مرحله ونومول شي.
رښتيا هم د دوهمې مرحلې د پېل په دوره كې د اسلامي نړۍ ليكوال او متفكرين د لوېديځ د عدالت او مساواتو د آيډيال ليواله شول او هغه ځاى يې د عقلي علومو او تمدن زېږنده وګاڼه او دا يې وانګېرل، چې لوېديځه دنيا يوازينۍ ښه ښوونکې ده او كه چېرې اسلامي ټولنې د هغه شاګردي خپله كړي او د هغه علوم او فنون زده كړي، د هغه د ټولنيزې او سياسي فلسفي اصولو ته پخپلو ټولنو كې د عمل جامه ورواغوندي، نو په دې توګه به هم اسلامي نړۍ له پرځېدو او انحطاط څخه وژغورل شي او هم به لوېديځ ليبرال او منور قدرتونه د اسلامي هېوادونو ملاتړ وكړي او پخپله به د مسلمانانو له سره د منفي قدرتونو شر لرې كړاى شي.
خو د ۱۸۷۵- ۱۸۸۲ كلونو په ترڅ كې لوېديځ خپله نوې څېره ښكاره كړه. اسلامي نړۍ په دې دوره كې په دې وپوهېده، چې اروپايي ملكونه په هروخت كې، چې هيله يې ولري او اراده وكړي، کولای شي د ختيځو هېوادونو زړه ته ننوزي او هغه تر خپل فرمان لاندې راولي. په ۱۸۸۱ كې د فرانسې له خوا د تونس او په ۱۸۸۲ كې د انګلستان له خوا د مصر نيول، د اسلامي نړۍ لپاره يو ستر تاريخي درس و. د دغو پېښو له كبله په اسلامي نړۍ كې فكري بهير هم بله بڼه غوره كړه او هغه مهم ټکي، چې له ټولو نه زيات پام ځانته جلب كړ، دا و، چې د اروپا واك او تسلط هغه ستر خطر دى، چې اسلامي امت ګواښوي. د اسلامي تمدن د انحطاط د احساس پخوانۍ مسئله پخپل حال باقي پاتې وه او هغه نوې ستونزې، چې پرې ور زياتې شوې دا وې، چې څه ډول د لوېديځې نړۍ د بې ساري ځواك او قدرت په وړاندې مقاومت وكړل شي؟ څه ډول ژوندي پاتې شي؟
د ختيځ او لوېديځ د مخامختيا مسئله د غولېدنې او فكري او نظري اړيكې له مرحلې څخه تېره او د ژوند او مرګ په حياتي ستونزو بدله او ثابته شوه، چې دغه د مرګ د خطر اساسي عامل له اسلامي تمدن نه بهر ورته متوجه دى، نه له دننې.
په ټوليز ډول د ختيځ او لوېديځ د مخامختيا په مرحلو كې د مسلمانانو فكري دريځ د مولانا جلا ل الدين بلخي هغه مشهور داستان را يادوي، چې وايي: څو تنه په تياره كې له يوه فيل سره مخامخ شول او د هغه د بدن پر ټولو غړو يې لاس تېر كړ او د خپلې محدودې مشاهدې په اساس يې فيل په بېلابېلو بڼو تعريف كړ. لوېديځه نړۍ هغه ديو پيكره ماموت و، چې مسلمانان د تاريخ په تېارو كې له يوه اړخ سره يې مخ شول او هغه اړخ يې، چې درك كړى و، هغه يې واقعيت وګاڼه. يوه وويل: لوېديځه نړۍ يعنې عيسوي دين، چې د اروپايي هېوادونو په نظامي ځواك پياوړې شوې ده، بل وويل: لوېديځ يعنې د ساينسي او لوېديځو علومو روزنځاى، بل وويل: لوېديځ يعنې د ډيموكراسۍ ټاټوبى، بل وويل: لوېديځ يعنې د فرهنګ او ادبياتو لكه ورځپاڼې، رومان، ډرامې او تاريخ ليكنې د نويو بڼو د انكشاف ټاټوبى، بل وويل: لوېديځ يعنې د ډيموكراسۍ، ښې سياسي ټولنې، عدالت، مساوات او بشري حقونو سيمه او د خلكو په وړاندې د مسوولو دولتونو ځاى. بل وويل: لوېديځ يعنې اخلاقي فساد، د عيش و خوشګذرانۍ ځاى، د ماديت پرستۍ نړۍ، له بشري حس نه پردى او بالاخره هغه بل وويل: لوېديځ يعنې ځان غوښتى او خود پرسته ځواك، د استعمار او استثمار د واکمنۍ او بادارۍ قدرت.
د سيد جمال الدين افغاني څېره د تاريخ په همدې مرحله كې ظهور كوي، چې په هغه كې لوېديځې دنيا د واك استعماري منګولې بهر ايستلې دي او د سترو اروپايي هېوادونو صنعتي انقلاب او اقتصادي انكشاف يې د ختيځو ملكونو د سياسي او نظامي تسلط پر لوري ورسيخ كړي وو. سيد له يوه پلوه د اسلامي ټولنو له مخ پر ځوړ حالت پوره خبر و او له بل پلوه يې پر اسلامي سيمو د تسلط لپاره د اروپايي قدرتونو د خطر فشار احساساوه. هغه ومونده، چې اسلامي نړۍ د مرګ او ژوند د عاجلې مسئلې په وړاندې ولاړه ده او د هغه عاجله حل لاره يې د سياست په ميدان كې په علمي مبارزه كې وليده.
له يوه پلوه د سيد كركتري خصوصيات، چې اساسا يو بهر څارى او طبيعتا په باندنۍ نړۍ كې د فعاليت او عمل ليوال و او له بل لوري د هغه وخت عاجله اړتيا سيد جمال الدين افغاني ته د لوېديځ د استعماري ځواكونو په وړاندې عملي كړنو ته د اوږدو فكرونو دا وخت ورنه كړ، چې د مسايلو منظمه نظري طرحه ترلاس لاندې ونيسي.
كله، چې سيد د ((نيچريه)) په مشهوره رساله كې، د هغه عصر د عقلي تجربي علومو د مسايلو په اړه استدلال كوي، يو ذهني جوړښت او استددلالي كلامي سبك منعكسوي، چې د تېرو پيړيو پر اسلامي علماوو پورې يې تړاو درلود. د يوه داسې جدلي نظري ذهني جوړښت په شتون كې، چې كله سيد د نولسمې پيړۍ له اروپايي نړۍ سره اشنا كېږي، د هغه نبوغ له كبله، چې درلوده يې، د هغه عمده مسايل په مدرنه بڼه پېژني.
مثلا هغه خپلو مصري شاګردانو ته په نا رسمي تعليماتو كې، له ۱۸۷۱ څخه وروسته، په دې عمده ټكر ټينګار كوي، هغه ستر خطر، چې اسلامي نړۍ ګواښوي د اروپايي قدرتونو لاسوهنه ده او د دې خطر په وړاندې د مقاومت موثره لاره په دريو څيزونو كې ده: ملي وحدت ته اړتيا، په يو سترچوكاټ كې د اسلامي ملتونو د وحدت اړتيا او بالاخره هغو اساسي قوانينو ته اړتيا، چې د وخت د خپلواکه واكمنو قدرت وګواښوي. دويمه مفكوره يعنې د اسلامي نړۍ اتحاد يا پان اسلاميزم، د سيد جمال الدين افغاني د مبارزو او مجادلو يو له مهمو هدفونو څخه و خو كله، چې د هغه نورو مبارزو په تېره په هندوستان كې د هغه فعاليتونو ته نظر وكړو، ګورو چې هلته يې د هندو او مسلمان ترمنځ د ملي وحدت تبليغ كاوه او مليت يې د اديانو او مذاهبو تر اختلافونو پورته ګاڼه. له دې ډول چال چلند څخه داسې معلومېږي، چې پان اسلاميزم د سيد جمال الدين افغاني يوازينی ستراتيژيک هدف نه و، بلكې هغه يې يو له موثرو وسايلو څخه انګېره او غوښتل يې د هغه په مرسته اسلامي هېوادونه ويښ او د لوېديځ د واك په وړاندې د هغوى د مقاومت ځواكونه پياوړي كړي.
خو هغه د خپل پروګرام له نورو ټكو سره د پان اسلاميزم د مفكورې د پخلاينې او نه جوړښت ستونزې په نظر كې ونه نيولې، كه څه هم د اسلامي نړۍ د اتحاد دا مفكوره تېر ته د بيا ستنيدو په لاره كې يوه هڅه وه. د هغه د پروګرام دوې نورې مفكورې يعنې د ملي هويتونو تثبيت او سياسي تشکېلات د نوي عصر مفكورې وې، چې سيد يو عمر د هغه په لاره کې مبارزه وكړه، پر دې سربېره سيد جمال الدين افغاني د نولسمې پيړۍ د اروپا په تېره د فرانسې د افكارو تر اغېز لاندې، د ګيزو له اثارو سره اشنا شو او د تمدن مفهوم يې د هغه عصر له نويو محتوياتو سره خپل كړ او د لومړي ځل لپاره يې اسلام د يوازيني دين په توګه په نظر كې ونه نيوه، بلكې د اسلامي تمدن په توګه يې مطرح كړ. سيد جمال الدين افغاني د ((تمدن)) د مفهوم نوې محتوا يعنې د ترقۍ مفهوم ځان ته راكاږه. ګېزو(( ترقي)) په دوو اړخونو كې ليده:
۱- د ټولو خلكو د ورځ ترورځې د هوساينې په لاره كې ټولنيزه پراختيا
۲- د فكري، ذهني او اخلاقي استعدادونو له نظره فردي پراختيا.
د ګيزو په نظر دواړه ډوله پراختيا په انساني قدرت كې قرار لري او ويل يې، چې انسان پخپله کولای شي د خپل فكر، احساس او ذهني او اخلاقي ځواك په مرسته پر نړۍ واك وچلوي او په فردي او اجتماعي چارو كې يې دغه د واك چلولو عامل انساني عقل او اراده ګڼل.
د فرانسې د نولسمې پيړۍ دغې مفكورې، سيد جمال الدين افغاني هغه وخت د اسلامي تمدن ساحې ته راكاږه، چې اسلامي تمدن د همدغو خصوصياتو لرونكى و. كه څه هم د دغه تمدن د اعتلا په عصر كې د پراختيا ټول اړين عوامل موجود وو، يعنې پر تعقل باورمنه ټولنيزه او فردي پراختيا، خو په راتلونكو زمانو كې اسلامي ټولنې دغه خصوصيات له لاسه وركړل. هغه په دې باور و، چې د اروپا د نويو عقلي علومو زده كړه او د ملي وحدت په بيا ټينګښت سره به اسلامي تمدن وکولای شي، چې خپل پخوانى عظمت او سترتوب بيا ترلاسه كړي، خو سيد جمال الدين افغاني بيا هم لكه د نورو تېرو متفكرينو په څېر د اسلامي نړۍ د انحطاط علتونه په سياسي او نظامي عواملو كې لټاوه او له دې كبله يې سياسي مسايلو ته ډېره توجه وكړه.
دا چې د هغه فكر د سياست نړۍ ته واوښت، د هغه وخت سلاطين او د اسلامي هېوادونو مستبد زمامداران يې د خپلو عقايدو د پلي كولو په لاره كې سترخنډ وليدل، د هغوى په وړاندې يې په مبارزې لاس پورې كړ. د بدو واکمنانو په وړاندې مجادله او د ښو زمامدارانو لټه د سيد جمال الدين افغاني له اشوبه ډک ژوند برخليك جوړاوه، هغه د افلاطون په څېر ښه زمامداران لټول، چې د هغه نظرياتو ته د عمل جامه ور واغوندي، خو په دې غټ توپير، چې افلاطون د خپل جمهوريت منظمه او فكري سياسي- نظامي طرحه له ځانه سره لرله او سيد د خپلو مبارزو كومه منظمه او منسجمه فكري طرحه نه لرله، هغه لكه فاريابي د فيلسوف او زمامدار ترمنځ اتحاد په نظر كې درلوده او د خپل ژوند په اوږدو كې د دغه فاضله مدينې په لټه كې له ماتو سره مخ شو. د سيد او زمامدار ترمنځ ناسم پوهاوى له دې ځايه راولاړېده، چې واكمن غوښتل د خپل سياسي اقتدار د پياوړي كېدو لپاره د هغه له روحاني نفوذ نه ګټه پورته كړي، په داسې حال كې چې سيد غوښتل د اسلامي ملتونو د وحدت په لاره كې د لوېديځ د تسلط په وړاندې د مبارزې لپاره واكمن استخدام كړي.
سيد د خپلو ورځنيو مبارزو او عاجلو علمي هڅو په اوږدو كې، سره له دې چې د سياست نړۍ ته ځېر و، دا وخت ونه مونده، چې لاندې دوو يادو اساسي ټكو ته توجه وكړي:
۱- د اروپا د هغه عصر سياسي فلسفو ته توجه او د سياسي قدرت د اساساتو د مسئلې طرحه او د ختيځ د نړۍ ليد په ژورو كې د واکمنانو د استبداد او مطلق العنانيت د ريښو لټه.
۲- دې ټکې ته توجه، چې د اسلامي هېوادونو واکمنانو او د هغه وخت استعماري قدرتونو پر ختيځو ټولنو د خپل واك د ټينګښت لپاره مشتركه وجه درلوده او پر يوه عنصر يې اتكا كوله، چې دغه عنصر د عوامو خلكو له جهل او نادانۍ او د هغوى له مادي او معنوي فقر څخه عبارت و.
د سيد مبارزې او د وطنپالنې هويت موندنه
كه څه هم سيد جمال الدين افغاني د سياسي فلسفې اساسات له سره طرحه نه كړل او پخپلو هڅو كې د خلكو له غورځنګونو او د لوېديځې نړۍ له تاريخي پېښو او د هغه له ونډې په تېره د هغه په ټولنيزو او سياسي انقلابونو كې، د اسلامي نړۍ لپاره كوم الهام وانه خيست، خو سره له دې هم له مستبدو ختيځو واکمنانو سره د هغه د اوږدو مبارزو له كبله د مشروطه غوښتنې او وطنپالنې بهيرونو په غيرمستقيم ډول په اسلامي هېوادونو كې هويت وموند او په تېره په لوېديځو ملكونو كې د رفورميسم او مدرنيسم د بهير اساسات رامنځته شول.
په ټوليز ډول ويل كېداى شي، چې: څه پخپله د لوېديځې نړۍ په بې سابقه تحولاتو كې او څه له اسلامي ختيځ سره د هغه تمدن د مخامختيا ترټولو مهم ټكى د دين او فلسفې له مخامختيا څخه عبارت و.
د سيد جمال الدين افغاني په عصر كې د دين او فلسفې ټكر هغه حادثه ده، چې د ختيځ او لوېديځ د مخامخېدنې په ساحه كې ترټولو عمده مسئله وه او نن هم په هماغه اهميت پاتې ده: سيد دغه عمده مسئله په هغه ځواب ليك كې، چې د فرانسوي فيلسوف (( رنان)) په رد كې يې، په پاريس كې خپور كړی و، په څرګنده او روښانه توګه طرحه كوي.
د دغې مقالې د فرانسوي متن په يوه برخه كې، سيد داسې وايي: ((دينونه، چې په هره نامه يادېږي، ټول له يو بل سره ورته والى لري. د دغو اديانو او فلسفې ترمنځ هېڅ ډول تفاهم او د پخلاينې هېڅ ډول امكانات نشته. دين انسان هڅوي، چې ايمان او عقيده ومني، په داسې حال كې، چې فلسفه هغه له دغې عقيدې او ايمان څخه يا په بشپړ ډول او يا تر يوه بريده ازادوي، كله چې هم دين غلبه وكړي، فلسفه له منځه وړي او د قضيې معكوسه بڼه هغه وخت رادبره كېږي، چې فلسفه مطلق واك په لاس كې واخلي. ترهغه وخته پورې، چې انسان موجود وي، په دين او فلسفه كې او د عقيدې او ازاد تفكر ترمنځ مجادله به پاى ته ونه رسېږي، خو دا اندېښنه شته، چې په دې سخته مجادله كې به برياليتوب د ازاد تفكر په برخه نه وي، كه څه هم عوام تعقل نه خوښوي او د هغه تعليمات هم يوازي يو كم شمېر خواص ترلاسه كوي او همدارنګه له دې كبله، چې كه څه هم علم ډېر ښكلى وي، بيا هم په بشپړ ډول انسان نه ارضا كوي، په داسې حال كې، چې انسان د آيډيال تږى دى او خوښوي يې، چې په اسراراميزو او لرې سيمو كې يې بنسټ کېږدي، چې فلاسفه او علما د هغه له دركه او په هغه كې له تجسس نه عاجز دي.))
د متن شننه
پورته متن ځينې مثبت او منفي ټکي لري، چې له دواړو اړخونو مهم، په زړه پورې او باازرښتنه دی، د دغه متن لومړى ټكى، چې د متن د پيل ټكى هم دى، دا دى، چې په هغه عصر كې د ختيځ او لوېديځ د مخامختيا ترټولو مهمه مسئله او د نننۍ عصر عمده مسئله په داسې اخلاقي جرئت او وضاحت سره مطرح كوي، ځكه نن هم موږ له همدې مسئلې سره مخامخ يو او د خپلو عمده مسايلو په طرحه كولو كې همداسې وضاحت، څرګندتيا او اخلاقي جرئت ته اړ يو.
دويم مهم ټكى د متن په وروستي نغوته كې، د انسان د ديني او عقيده يي ليواليتا په موجوديت كې نغښتى. سيدجمال الدين افغاني پخپل دې قضاوت سره د نولسمې پيړۍ د سطحي عقل پالنې او ساينس پالنې د فكري جريانونو پرضد درېږي او داسې يوه مسئله مطرح كوي، چې په شلمه پيړۍ كې يې تازه مفهوم خپل كړی، ځكه شلمه پيړۍ د سطحي عقل پالنې او ساينس ګرايي ساده روحيه محکومه كړې ده او هغه له علمي ارزښت او ژور والي څخه خالي ګڼي او ننني انساني علوم د داسې يو تمايل شتون د يوې پديدې په توګه تاييدوي. ارواپوهنه د هغه د عاطفي او تحت الشعوري رېښو په ژورو كې او بشرپېژندنه د هغه د فرهنګي ټولنيزو او انساني مقصدونوپه څېړنو بوخته ده.
پورته متن دوه د بحث وړ ټکي هم لري:
لومړى دا چې:
كله، چې سيد جما ل الدين افغاني په ډېر ډاډ، د ازاد تفكر د شاته تګ خبره كوي، په دې اړه د هغه حكم پر هغه ډول قضاوت ولاړ دى، چې د پخوانيو پېړيو پر ذهني جوړښت پورې اړوند دى، ځكه زموږ د تېرو پيړيو متفكرينو، چې ټولنه په دوو طبقو وېشله: د ثبات پالنې پر اصل ولاړ د خواصو طبقه او د عوامو طبقه؛ دا ويش د نه تفسيرولو وړ ګاڼه.
كه د خواصو او عوامو د دوو ثابتو طبقو دغه فرضيه ومنو، بې له شكه د عقيدې په وړاندې د ازاد تفكر د ماتې په اړه د سيد قضاوت صحت ولري او كه د دې مقالې د لومړۍ فرضيې به د اساساتو له مخې د فرد او ټولنې په اړه د بدلون او انكشاف مفهوم ومنو او د تعيلم او تربيې عصري تعميم په نظر كې ونيسو، په دې توګه به د خواصو او عوامو ثابت مفاهيم خپل قاطع ارزښت له لاسه وركړي او د عقيدې او ازاد تفكر د مجادلې مسئله په بل ډول طرحه كېږي.
دويم دا چې:
د انسان د ميتا فزيکي تمايلاتو د فهم او شرحې په اړه د علماوو او فلاسفه وو نيمګړتيا او نارسايي هم د غور وړ ده، كه چېرته علم او فلسفه په افلاطوني او ارسطويي معنى او له هغوى نه په پيروۍ د لرغونو اسلامي حكماوو په معنی په نظر كې ونيسو، په دې صورت كې بياهم د سيد د حكم په اړه كوم شك او ترديد په ځاى نه پاتې كېږي، خو كه چېرته د فلسفې او نويو علومو انقلاب او د هغه انكشاف په نظر كې ونيسو او عملا دا وګورو او مشاهده كړو، چې علوم څه څېړنې ترسره او څه پايلې ترلاسه كوي، په دې صورت كې به دا راڅرګنديږي، چې لاهم د لايتناهي په لور د علم او فلسفې لار پرانستې وه.
په لنډه توګه ويلای شو، چې د حضرت سيد جمال الدين افغاني نبوغ د لرغونيانو په سبك، سره له ذهني جوړښته وکولای شول، د خپل پېر ډېرې مدرنې او مهمې ستونزې، د ختيځ او لوېديځ د مخامختيا په ساحه كې منعكس كړي او د حل په لاره كې يې يو عمر هڅه او مبارزه وكړي او د نننيو مبارزو اساسات طرح كړي. هغه دا ومونده، چې د نړۍ د تاريخ ستره پديده د لوېديځ تمدن شتون دى او له هغه سره د مخامختيا مخنيوی ناشونی دى، خو په دې مخامختيا كې كومه لاره كېداى شي، غوره شي، چې د هغه په مرسته موږ ختيځيان هم د خپل ژوند فردي او ټولنيز شرايط ښه كړو او هم خپل انساني هويت او د خپل ژوند او ټولنې معنا له لاسه ورنه كړو او دا لاره، چې د سيد جمال الدين افغاني د مبارزو يو له اساسي موخو څخه و او نن هم ترټولو سمه لاره ځلېږي، هماغه د ملي هويت تثبيت دى او د دې لپاره، چې هم ملي هويت تثبيت شي او هم د لوېديځ تمدن د انكشاف په لاره پلی شي، د سيد په فكر د هغه يو له ابتدايي او اساسي شرايطو څخه په ملي ژبو كې د علومو او فنونو لېږد دى او دا مهمه عصري دنده لا هم زموږ مخې ته پرته ده. ځينې اسلامي هېوادونو تريوه بريده په دې لاره كې مهم ګامونه اوچت كړي خو پخپل هېواد كې مو لكه څنګه، چې لازمه ده لا هم په منظم ډول په دې مهم ملي كار باندې پيل نه دى كړى.
تر سيد وروسته د هغه د فکري بهير دوام
تر سيد جمال الدين افغاني وروسته، د هغه ستر شخصيت فكري بهير، محمد عبده او پيروانو يې پر مخ يووړ، خو عبده له سيد جمال الدين افغاني سره پر يو مهم ټکي د نظر اختلاف درلود، چې زموږ د بحث لپاره ارزښتمن دى او دې ټکي ته مو يو څه نغوتې هم وكړې، عبده په دې باور و، چې د لوېديځ له تمدن سره د صحيح او بريالي مخامخېدنې لپاره يوازې ساينسي مبارزې او عملي هڅې كافي نه دي، بلكې تر ټولو مهمه د دې برخورد نظري طرح او د فكري اساساتو تثبيت دى. هغه خپل اصلاحي او رفورمي پروګرام په څلورو لاندې ټكو ودراوه.
۱- له فاسدو تاثيراتو او عادتونو څخه د اسلام د دين تصفيه كول.
۲- د اروپايي نفوذ او د عيسويانو د بريدونو په وړاندې له اسلام څخه د فاع
۳- د عالي تعليماتو رفورم.
۴- د نويو افكارو په رڼا كې د اسلام د دوكتورينو بيا طرحه كول.
دغه پروګرام د مصر د رفورميسم په بهير كې په تېره د تعليماتو په ساحه كې مهمې اغېزې رامنځته كړې خو د ننني عصر او افكارو په رڼا كې د اسلام د ټولنيزو او سياسي دكتورينو اساسي طرحه، هغه پروګرام دى، چې د مشهور شخصيت علامه اقبال لاهوري د ادعا او هڅو باوجود لا هم عملي شوى نه دى.
علامه اقبال داسې يو شخصيت و، چې دا ادعا يې درلوده او تمه هم کېده، چې وکولای شي د لومړي ځل لپاره د معاصرې نړۍ د افكارو په رڼا كې، د اسلامي دوكتورينو اصول طرحه كړي، ځكه هغه تر سيد په ښه توګه له لوېديځې نړۍ سره اشنا شوى او هلته يې د فلسفې زده كړې كړې وې او هم له نږدې څخه له اسلامي تمدن سره اشنا و، خو نوموړی د دغو مساعدو شرايطو په موجوديت كې د داسې فكري تناقضاتو په دام كې ښكېل شو، چې د بشردوستى نازك افكار يې د (( د انسان د قدرت اراده برترينه پايله)) له بې رحمانه نظريې سره ګډ كړل، صوفيانو ته يې بد وويل خو هغه لاره يې، چې ګومان يې كاوه د اسلامي تفكر د تجديد او نوي كولو لپاره موندلې، هماغه د متصوفينو لاره وه، چې د اسلام سترو صوفيانو، تر هغه دمخه له هغه نه ډېره ښه بيان كړې وه.
لكه چې كب وايي: (( هغه د صوفيانو اختلافات خوښ نه كړل خو د صوفيانو نړۍ ليد يې د اسلامي نړۍ د نننيو ستونزو د حل لپاره يوه حل لاره وګڼله.)) او له بل لوري علامه اقبال له هغه اسلام نه غږيږي، چې د هغه د شاعرانه تخيل او تفكر زېږنده دى او د اسلام له تاريخي او واقعي دين سره تطابق نه لري.
په دې ډول تر سيد كلونه وروسته، علامه اقبال له لوېديځې نړۍ او اسلامي عالم سره له ښې بلدتيا سره سره، كله چې:
- له اسلامي دين نه عندي يا شخصي تعبير وړاندې كوي.
- د اسلامي نړيوالې فكري مسئلې طرحه د متصوفينو د نړۍ ليد په چوكاټ كې ځايوي.
- د مليت مفكوره او د ملي هويت تثبيت د هغه په واقعي او عصري معنى په نظر كې نه نيسي.
له دې كبله د سيد د فكر او دريځ په پرتله درې قدمه شاته ږدي او روانېږي. د نننۍ نړۍ د افكارو په رڼا كې د اسلامي دوكتورينونو د اصولو او پرنسيپونو د بيا طرحې دغه مسئله، چې د سيد جمال الدين افغاني د مبارزو محور و او محمد عبده هغه مطرح كړله او علاقه اقبال نه يوازې دا چې حل نه كړه، بلكې لا پسې مغشوشه كړله، نن هم په هماغه قوت او حتى په حاده بڼه مطرح ده او ژور فکر ته اړتيا لري.
د ختيځ پوهانو له خوا
د لوېديځ پېژندنې د لومړي كانګرس
په اړه يو وړانديز
زما په ګومان د سيد د شخصيت غوره لمانځنه په دې كې نه ده، چې ووايو په كوم ملك كې زيږيدلى او يا نه دى زيږيدلى، ځكه هره پوښتنه او هر ډول ځواب، چې ورته وركړل شي، د هغو ستونزو په حل كې به، چې سيد جما الدين افغاني عملا طرحه كړې دي، هيڅ ډول اغېز رامنځته نه كړي.
فكر كوم، چې د هغه شخصيت غوره لمانځنه په دې كې ده، هغه ستونزې، چې سيد تشخيص كړې وې او يو عمر يې د هغه د حل په لاره كې هڅې وكړې، ډېر زحمتونه او مشقتونه يې په كې وګالل او لا هم په پيچلې بڼه پرخپل ځاى پاتې دي، بيا طرحه كړو او د حل لپاره يې پرخپل ځان لږ ذهني زحمت ومنو.
هغه پوښتنه دا ده، چې: دا نن موږ ختيځيان په عمومي ډول او اسلامي نړۍ په خاص ډول، د لوېديځ په اړه څه فكر كوو؟
ساده پوښتنه ډېره نه ده شرحه او توضيح غواړي. زموږ مخکېنۍ خبرې پر دې شرحې او توضيح، يوه مقدمه وه. موږ په دې لنډ بحث كې هڅه كوو، چې د دغو مهمو رامنځته شويو ستونزو ځينو جوړونكو توكو ته، لنډه نغوته وکړم. له نننۍ لوېديځې نړۍ سره زموږ مخامختيا، د سيد جمال الدين افغاني د دريځ په اوږدو كې قرار لري، ځكه د نننيو ستونزو او څرګندې طرحې يو له مهمو ټوكو څخه دا دى، چې په اسلامي هېوادونو كې د سيد افكار او د هغه د افكارو اغېزې په پوره ځېرتيا سره تحليل شي. (مثلا په مصر كې د شيخ محمد عبده او د هغه د پيروانو افكار، په اېران كې د مشروطه غوښتنې په غورځنګ كې د هغه د افكارو اغېزه، په افغانستان كې د محمود طرزي، ورپسې د محي الدين انيس او ځينو نورو ليكوالو، فكري جريان، چې لاهم ژوندي دي، له نږدې نه مطالعه شي.)
خو دا بايد په نظر كې ولرو، چې دا د نننيو ستونزو د رامنځته كېدلو يو ډېر اساسي ټكى دى، چې نه د نننۍ ختيځې نړۍ او نه هم اسلامي نړۍ د سيد د پېر هماغه واقعيت دى او نه لوېديځه دنيا د نولسمې پپړۍ دنيا ده، نو ځكه زموږه نننۍ ستونزې په هماغه بڼه او ساده ګۍ نه دي پاتې، بلكې لاپيچلې شوې دي.
لومړی د لوېديځ په اړه:
کېدای شي وويل شي، چې په هيروشيما كې د اتوم بم له چولو وروسته، هغه ستر صنعتي او تخنيکي انقلاب، چې په جريان كې دى؛ په هغه خاوره كې يوه نوې تاريخي دوره راپيل شوې، چې مخکېنۍ دورې په تېره نولسمه پپړۍ په كې لكه د يوه ماقبل تاريخ دورې په څېر راڅرګندېږي.
مخكې اشاره وشوه، چې د نولسمې پېړۍ اصلاح غوښتونکې او ساده دله مسلمانو رفورمستانو دا تصور كاوه، چې كه چېرته ختيځ هېوادونه پخپل مالي او ټولنيز ژوند كې د لوېديځ تمدن ارزښتونه ومني، په هغه صورت كې به دغه هېوادونه د لوېديځې نړۍ د پرمختللو هېوادونو په كتار كې وشمېرل شي او لوېديځ روڼ اندي ليبرال او عدالت پروره ځواكونه به له دې نه ملاتړ كوي، نن د داسې خوبونو وخت تېر شوى دى.
دوه خونړي نړيوال جنګونه او د ذروي وسلې تلپاتې خطر هغه اعتماد او ډاډ، چې لوېديځې نړۍ او ځينو بشري ټولنو د لوېديځ پر تمدن او ارزښتونو درلوده، له منځه وړى، هم لوېديځه نړۍ د خپلو كلتوري او معنوي ارزښتونو په اړه د شك او ترديد ښكار شوې او هم نورو نړيوالو د لوېديځ تمدن د ارزښتونو په اړه خپل اعتماد له لاسه وركړى او دا پوښتنه رامنځته شوې، يو تمدن چې له خپلو معنوي او فرهنګي ارزښتونو سره د خپل تمدن له بربادۍ نه د ځان په وړاندې د فاع ونه كړي، په خپله حوزه كې د هغه له پالونكو ملتونو سره به څه مرسته وکولای شي، او بله پوښتنه دا چې: دغه تمدن، چې د بشر د تاريخ د بدلون ستر امكانات په خپل واك کې لري او هم د ويجاړتيا ډېر وحشتناكه وسايل جوړوي، بايد د هغه د ارزښتونو په پرنسيپ او نړۍ ليد كې اساسي عيب موجود وي. بايد د دې خوږې او رنګينې ميوې په منځ كې وژونکې چېنجي پټ وي، دا چېجي بايد وپېژندل شي!
د نولسمې پيړۍ په څېر د لوېديځ او ختيځ واقعيت هم خپله معنې له لاسه وركړې او اوس پخپله د لوېديځې نړۍ تمدن د ختيځ او لويديځ په بلاكونو ويشل شوى، چې د اقتصادي او ټولنيزو نظامونو د متضادو ايډيالوژيو او له بېل سبك ژوندانه سره د مخامختيا په حال كې دي او د دغې مخامختيا ډګر نور هغه كوچنۍ اروپا نه ده، بلكې ټوله ځمكه ده، چې د اسلامي ختيځ او عيسوي لوېديځ د مخامختيا مسئله په كې زړه، كوچنۍ او بې معنی ښكاري.
خو سره له دې هم د لوېديځ د واقعيت بله جنبه دا ده، چې د دغو بلاكونو ترمنځ د ټولو ايډيالوژيکي اختلافونو او تضادونو سرچېنه فكري او شعوري ده. هغه څه، چې دغه دواړه سره رانږدې كوي، د هغوى د ژوندانه بڼه، د فكر بڼه او د فهم بڼه ټاکي، چې دا د هغوى نړيوال ثروت، قدرت او ځواك دى، يوه واحده اقتصادي او ورته زيربنا ده، چې له هغه صنعت نه عبارت د ى، چې په ډېر پرمختللي ساينس او ټكنالوژۍ ولاړ دى. د دغه لوېديځ متناقضه واقعيت په وړاندې د خپلې نړۍ واقعيت څرنګه پېژندلى او درك کولای شو، كه چېرته هغه ختيځ او هغه لوېديځ ته بې له چون و چرا څخه د تړلتيا دريځ او له هغوى نه ړنده پيروي يوې خواته پرېږدو، يوازې به دوې لارې پاتې كېږي.
يا دا چې: د ختيځ او لويديځ زوړ تضاد هير شي، ننني ختيځ او لويديځ بلاكونه د يوه واقعيت په توګه ومنل شي او هغه ټولنې، چې نه په هغه پورې تړلي دي او نه په دې پورې، د درېيمې نړۍ په نامه ونوموو او درېيمه نړۍ د همدې معيار په بنسټ د خپلو ټولنو په منځ كې، خپل ښى اړخ له کېن اړخ نه تميز او تشخيص كړي، يا دا چې: پر ساينس او تكنالوژۍ د ولاړ صنعتي اقتصاد د زيربنا، چې د سترو لوېديځو هېوادونو د بډاىتوب او ځواكمنتوب اساسي عامل دى، معيار وګرځوو، كېداى شي هغه ختيځ او هغه لوېديځ يو واحد واقعيت وګڼو، چې په دې صورت كې د ختيځ اولوېديځ زوړ تضاد يو ځل بيا نوې معنی خپلوي، خو په دواړو صورتونو كې پايله يوه ده، څه د زاړه ختيځ او لوېديځ د تضاد په صورت كې او يا د درېيمې نړۍ د ننني واقعيت په صورت كې موږ مجبوره يو په ټوليزه توګه له لوېديځ سره او يا د هغه له دووو متضادو اړخونو سره د جلا فكر او نظر له لحاظه مخامخ شو.
له فكري او نظري لحاظه مو له يوه اړخه وويل، چې زموږ اقتصادي او ټولنيز ټكر او مخامختيا له ډېر وخته (له ۱۵۰ كلونو زيات) جريان لري، خو تراوسه په دې نه يو توانيدلي، چې د هغه فكري او نظري اساسات ځانته څرګند او روښانه كړو.
دوهم د ختيځ په اړه:
کېداى شي وويل شي، چې د دې سيمې په ټولنو كې له يوې خوا د ټولنيز او اقتصادي واقعيت او له بل لوري د فكري او ذهني واقعيت ترمنځ ژوره بې توازني رامنځته شوې ده، په دې معنی چې فكري او ذهني واقعيت د اقتصادي او ټولنيز واقعيت په تناسب ډېر شا ته پاتې دى او د دې دواړو واقعيتونو ترمنځ واټن ورځ ترورځې زياتېږي او دا له دې كبله، چې لوېديځ د سيلاب په څېر د ختيځو ټولنو په منځ كې نفوذ وكړ. ټولنيز، اقتصادي سياسي او كلتوري جوړښتونه يې بې له كوم مقاومت څخه تر اغېز لاندې ونيول، خو د نړۍ ليد او هغو متضادو فكري اساساتو د ټكر ستونزې، چې د تصادم په حال كې دي، مطرح نه شوې او ختيځ متفكرينو د خپل نړۍ ليد د پرنسيپ او د هغه د اصولو په اړه د دغو نړۍ ليدونو د مخامختيا په رڼا كې كومې جدي شننې او تفكر ته توجه ونه كړه، له دې كبله فكري نظري ستونزې په خپل حال پاتې دي.
پورته ياده بې توازني، كېداى شي په لاندې دوو مثالونو كې لږ ترلږه روښانه كړو:
زموږ بزګر له نويو كرنيزو ماشين الاتو څخه كار اخلي خو د ماشين حركت د ده په نظر يوه معجزه ده او د بدو سترګو په وړاندې دم او دعا ته مخه كوي او دې ته نه دي ځېر، چې د هغه خپل ذهني جوړښت په هغه نړۍ ليد ولاړ دى، چې علمي اختراع او د ماشين توليد ناممكنه كوي. كه نه له ډېر پخوا نه ده بايد پخپله دغه ماشين جوړ كړى واى. دغه مخترع او توليدوونکي ته به محتاجه نه واى او د مسئلې پيچلتيا دلته ده، چې له پرمختللو تخنيکې الاتو څخه كار اخيستل، ټولنه تر پخوا لا زياته د ماشين د مخترع او توليدوونکي مريئ ګرځوي.
همدارنګه زموږ اداري مامور په اداري چوكاټ كې په نوي سبك په كار بوخت دى، خو نه د سياسي فلسفې له فكري اساساتو او نه يې له عقلي پرنيسيپونو خبر دى او نه د لرغوني شرقي ادارې د سبك له طرز سره د هغه توپېر په نظر كې نيسي، له دې كبله په يو بې روحه بيروكراته موجود بدلېږي.
لنډه دا چې: اقتصادي او ټولنيزو بدلونونو د يوې طبيعي پېښې يا حادثې په څېر جريان موندلى او د دغو بدلونونو په پيل او يا جريان كې كومې ارادې او روښانه شعوري طرحې ونډه نه درلوده. له دې كبله ټولنيزې او اقتصادي پديدې خپل اجتناب ناپذيره طبيعي تګلورى لنډوي، خو دا چې فكري مخامختيا ته د اړتيا احساس نه دى شوى، دغه واقعيت شا ته پاتې او ورځ ترورځې شاته ځي او فكري او نظري مسايلو ته په داسې نه پاملرنې سره، دغسې ټولنې پخپل لاس د لوېديځ د مرييتوب ځنځير له خپلې غاړي تاووي او لا يې ټينګوي، دې ته ځېر نه دي، چې يوازې فكري انقلاب او ذهني انكشاف انسان ته دا وړتيا وربښي، چې حقيقي ازادۍ ته د رسيدو په لاره كې له تخنيکي او اقتصادي وسايلو څخه كار واخلي.
كوم بل ټكى، چې د ختيځ په اړه كېداى شي وويل شي، دا دى چې د شلمې پيړۍ يو له مهمو پديدو څخه ملي واقعيت دى. په استعماري مبارزو او د استعماري قدرتونو له شاته تګ وروسته، ملي هويتونه په درېيمه نړۍ كې ترپخوا لا زيات تثبيت شوي دي، په سيمه ييزه او نړيواله كچه د ټولنو د ټولنيز او سياسي ژوند په برخليك كې يې اساسي ونډه په غاړه اخيستې، حتی هغه نظاميان، چې ځان ته انترناسيونالستان وايي او ځان تر مليت پورته ګڼي، عملا د ملي واقعيت په دام كې ګير پاتې دي.
سيد جمال الدين افغاني د دغه مدرنې مفكورې ارزښت په وضاحت سره وموند، خو ترننه پورې مو د هغه په اړه عملي بحث نه دى كړى او د هغه فكري او نظري بنسټ اېښودنه مو نه ده كړې، له همدې ځايه ده، چې احساساتي او عاطفي اړخ يې له فكري او عقلي پلوه ډېر قوي دى او له دې كبله د وخت دغه ستر واقعيت كله د سيمې د توكمي يا ديني عقايدو او يا په لرغوني سبك د سترواکيو د بيارغون په هڅه كې مغشوش كېږي او د هغه مترقي ماهيت او د ولسي نهضت ځانګړتيا له منځه ځي.
زموږ نننى ټولنيز ژوند په دوه ډوله، بهيرونو كې د خوځښت په حال كې دى، يو يې د ملي هويت د تثبيت په لاره كې هڅه ده او بل يې لوېديځ كېدو ته ليوالتيا ده، دا دويم يې هم د شلمې پيړۍ يو له بې ساري پديدو څخه دى. د لوېديځ د تمدن له حوزې بهر په ټولو ټولنو كې ټول اقتصادي، ټولنيز، فرهنګي او سياسي تغييرات او بدلونونه يوازې او يوازې يو لورى لري او بس: ټول د لوېديځ كېدو په لور تګ كوي، خو دغه د لوېديځ كېدو هدف كه خپلو وروستيو پايلو ته راكاږل شي يو ځانته متناقض هدف دى، په پاى كې لوېديځ کېدل له ځانه پردي كېدل دي، خپل فردي او ټولنيز هويت له لاسه وركول دي، له دې ځايه ختيځه ټولنه او وګړي له ځانه د پردي کېدو دغه حركت يا د ملي هويت د مفكورې او يا د دينې عقيدې په واسطه جبېره كوي، خو د دغو دواړو جبيره يي عكس العملونو عيب او كمزوري په دې كې ده، چې غيرشعوري او له عقلي اساساتو خالي دي.
د لوېديځوالو د برترۍ او قدرت ستر رمز په دې كې دى، چې د تفكر او تعقل ځواك دى، چې لوېديځ يې د ځمكې پر سر مطلق بادار او حاكم ګرځولى دى، دا كه د نړۍ اسلامي ملتونه په خپل فردي او ټولنيز ژوند كې له لوېديځ نه پيروي كوي، د هغوى د ساينس او ټكنالوژۍ له نتايجو څخه كار اخلي خو په څنګ كې يې د انتقادي عقل او ازاد تفكر ځواك نه روزي، د دې نيمګړتيا پايله مرييتوب او غلامي ده، په دې معنی، د دې پرځاى چې د لوېديځې نړۍ ټولنيز او فرهنګي او د تخنيکي وسايلو بڼې او يا اشكال زموږ تر واك او ادارې لاندې وي، موږ به د هغه تر فرمان لاندې يو او پخپل دې مرييتوب سره به د نړۍ د دغه بادار برتري لا پسې پياوړې كوو او ترپخوا لا زيات به له ځانه د پرديتوب په لاره پلي كېږو.
تقريبا په وروستيو پنځوسو كلونو كې د اسلامي ختيځ په هېوادونو كې يوه بله مهمه پديده، په لوېديځ سبك د ښوونې او روزنې وده او پراختيا ده. نن يو زيات شمېر ختيځوالو يا د خپلو هېوادونو په نويو مدرسو كې او يا په لوېديځو ملكونو كې په عالي مدرسو كې لوېديځ علوم او فنون زده كړي دي او د لوېديځ فرهنګ او تمدن په اړه نسبتا ژور او دقيق معلومات لري، خو د ختيځو ملكونو د نويو مدرسو د تامل وړ خصوصيت دا دى، چې په هېڅ يو هيواد كې داهڅه نه ده شوې، چې د نويو او زړو تعلمياتو ترمنځ پُل رامنځته او يا كومه اړيكه ټينګه شي، يا داچې هغه زړې مدرسې اوس هم ژوندۍ دي او له نويو مدرسو سره له كومې اړيكې پرته، د خپل دور په يوه تړلې او محدودوه حلقه كې ژوند كوي. او يا هغه مدرسې له منځه تللي دي او نويو مدرسو له زړو تعليماتو سره له كومې تړلتيا پرته بې له كومې سابقې او رېښې په ختيځ كلتور او تمدن كې په كار پيل كړى او څو نسلونه يې روزلي دي، دغه پاشلتيا او جدايي د نويو تعليم ترلاسه كوونكو په روزنه كې دوې منفي پايلې رامنځته كړې دي:
۱: دا چې دغه تعليم ترلاسه كوونکې په بشپړه توګه د لوېديځ سبك د تعليماتو تر اغېز لاندې راغلل، ډېرځله د لوېديځ په وړاندې انتقادي روحيه نه لري.
۲: دا چې ويي نه شواى كړاى، لكه څنګه، چې اړينه وه پر خپل فرهنګ، تمدن او ژبې تسلط پيدا كړي، د خپل كلتور او ژبې په وده او پرمختګ كې يې خلاق او نوښتيزه برخه نه ده اخيستې.
دغه د لوېديځ سبك په تعلمياتو روزل شوي لومړني نسلونه تر ډېره بې ثمره ونو ته ورته دي.
د دغې پديدې ترڅنګ، زموږ د لرغوني ختيځ د مدرسو په سبك يو ډول پوه او اديب لا هم ژوندى دى، كه څه هم ننى فرهنګي او تعليمي چاپېريال به په قوي احتمال داسې ډول پوه او دانشمند په راتلونکې كې ونه روزي، خو حقيقت دا دى، چې همدا ډول دانشمند و، چې تراوسه يې د خپل فرهنګ او ژبې په وده او بشپړتيا كې خلاقه او فعاله ونډه اخيستې، زموږ ننني ادبيات، ژبه او تاريخ د هغه په لاس جوړ شوي، له هغه استعداد او نبوغ سره يې، چې درلوده تر ډېره بريده له نويو علمي تخنيكونو او طريقو څخه يې ګټه اخيستې، خو دا چې پر لوېديځ فرهنګ، ژبې او علومو يې بشپړ تسلط نه درلود، د هغه علمي او كلتوري ونډه په غوښتي او ناغوښتي بڼه محدوده پاتې ده او د هغه متناقض دريځ د همدې محدوديت پايله ده، په دې معنی، چې هغه پخپله علمي انتقادي روحيه كې د (يك بام و دوهوا) له پرنيسپ نه كار اخلي، يعنې د لوېديځ په وړاندې انتقادي دريځ لري، خو د ورته انتقادي تفكر معيارونه د ځان په اړه نه كاروي.
دا دوه ډوله روڼ اندي يعنې نوي تعليم يافته او زوړ دانشمند د يوبل پرضد دي، نوي تعليم يافته د لوېديځې نړۍ په اړه په يو څه پوهېږي، خو د هغه په وړاندې له انتقادي روحيې كار نه اخلي، له خپل فرهنګ او كلتور نه بشپړ معلومات نه لري خو د هغه په وړاندې انتقادي دريځ غوره كوي، برعكس د زاړه سبك پوه له لوېديځې نړۍ نه بشپړ معلومات نه لري، د هغه په وړاندې له انتقادي روحيې كار اخلي، پر خپلې ژبې او فرهنګ تسلط لري، خو د هغه په وړاندې انتقادي روحيه نه لري.
پورته ذكر شوي خصوصيات ډېر عمومي وو او د كليت هيڅ كومه جنبه نه لري، ځكه له نيكه مرغه نن په ختيځو ملكونو او اسلامي هېوادونو كې يو زيات شمېر د نوي او زاړه سبك پوهان وجود لري، چې هم صاحبدله دي او هم صاحبنظره، هم له خپلو اوسنيو او پخوانيو ستونزو خبر دي او هم ستر نړيوال مسايل د خپلو سترګو په وړاندې وېړ مومي او د خپل كلتور او ټولنې او د انسان او نړۍ په اړه اندېښنې او اضطرابونه ورسره مله دي، هم پر ځان او هم پر نورو علمي انتقادونه لري، چې له دې كبله د ختيځې نړۍ او اسلامي نړۍ د داسې يو زيات شمېر صاحبدله او صاحب نظره پوهانو شتون ماته دا جرئت رابښي، چې د خپلو دغو خبرو اصلي مرام بيان او يو وړانديز وکړم:
وړانديز:
موږ د اوسني ختيځ خلك تربل هروخت زيات له لوېديځ تمدن سره يوې ژورې او پراخې فكري او نظري محاسبې، تصفيې او يو علمي انتقادي چلند ته اړ يو.
داسې صحيح علمي چلند به د ګڼو مهمو علمي پايلو په جمله كې يوه اساسي پايله ولري، موږ به د هغه په لړ كې وکولای شوو خپله ټولنه او تمدن او خپل ټولنيز او فرهنګي هويت په دقيقه او څرګنده توګه درك كړو او دا به يو ډېر ستر خدمت وي، چې موږ يې د خپلې نړۍ د فرهنګ او اجتماع لپاره ترسره كړو، ختيځه نړۍ اوس اوس ډېر شمېر داسې پوهان لري، چې کولای شي په ښه توګه د دغه كار له باره ووځي.
لوېديځو پوهانو د ختيځې نړۍ په اړه زياتې مطالعې او څېړنې كړې دي، كابو له اتيا كلونو راپدېخوا يو نړيوال كانګرس، د ختيځ پېژندنې د كانګرس په نامه تر وروستيو كلونو د نړۍ په سترو ښارونو كې جلسې جوړولې او ما، چې د دغه كانګرس په څو جلسو كې ګډون كړى دى، تل مې روحي او ذهني نارامي احساس كړې ده، د د غې نارامۍ د احساسولو علت په دې كې و، چې ليدل مې ډېرى ختيځ پېژندونكو ختيځ د لرغونو اثارو د موزيم، د بشرپېژندنې د لابراتوار او د مړو او زړو ژبو د اشكالو د ساتنځاى او د فرهنګي او ټولنيزو جوړښتونو په څېر په نظر كې نيول او ختېځ انسانان يې بس هسې د پوهنې د موضوع او يو بيځانه شي په توګه مطالعه كول او د دغه بې روحه شي په اړه يې نظرونه وركړي او قضاوتونه كړي دي، حكمونه يې صادر كړي او اوس هغه وخت رارسيدلى، چې ختيځوال بس هسې د پوهنې موضوع نه وي، بلكې پخپله د پوهنې فاعل شي او نور نو يوازې د يوه څيز په توګه مطالعه نه شي، بلكې پخپله د يوه شخص په توګه ځان مطرح كړي او د تفكر په ساحه كې د ځان او جهان په اړه رغنده ونډه ترسره كړي، د هغه څه په اړه، چې لوېديځوالو د نړۍ په اړه ويلي او وايي، د هغه څه په اړه، چې د ختيځ او ختيځوالو په اړه يې ويلي او وايي، بلاخره خپل نظر ووايي، په قضاوت دې لاس پورې كړي او حكم دې صادر كړي. د يوه عقلي او فكري شخصيت په توګه دې د انسانيت او علم په نړۍ كې قدم واخلي، ځكه نو لازمه ده، چې د لومړي ځل لپاره د اسلامي نړۍ او د ختيځ پوهان او متفكرين سره راټول شي او د ( لويديځ پېژندنې كانګرس) لومړنى علمي مجلس دې جوړ كړي او په هغه كې دې دغه موضوعات:
- د ختيځ او لوېديځ د فلسفې مخامختيا او د نړۍ ليدونو د ټكر ستونزې
- د ختيځو نړۍ ليدنو په وړاندې لوېديځې فلسفې
- غربي ساينس او ټكنالوژۍ، د ختيځ او نړۍ لپاره د هغه اساسات، معنی او ارزښت
- د لوېديځ ټولنيز، سياسي او فرهنګي جوړښتونه او د نړۍ او ختيځ لپاره د هغه ارزښت او معنی
- انتروپولوژي او ټولنيز علوم، د لوېديځ او زموږ لپاره د هغه معنی او مفهوم
- ختيځ پېژندنه او په لوېديځ تمدن كې د هغه نقش، د ختيځ د تمدنونو په پېژندنه كې د هغه معنی او ارزښت
- لوېديځ كلتور او ادبيات، په ختيځو ادبياتو كې د هغه معنی او اغېزې.
- او ګڼ نور موضوعات مطالعه او تحليل كړي.
د داسې يوې غونډې د جوړولو لپاره به هر ختيځ هېواد په تېره اسلامي هېواد به ښه وي، خو زما په نظر د داسې يوې سترې علمي او فرهنګي غونډې د لومړنۍ جلسې لپاره مناسب ځاى او محل به افغانستان وي، هغه هېواد، چې د اسيا زړه دى، هغه هېواد، چې د سترو تاريخي او كلتوري بهيرونو مركز، د اتصال كړۍ او د تګ او راتګ څلور لارى و. زردښت له همدغه ځاى نه نړۍ ته پيغام ولېږه، بودېزم له خپلو فكري او هنري ارزښتونو سره همدلته وده او پراختيا ومونده او له دې ځای نه يې مركزي اسيا ته لاره وكړه، يوناني تمدن همدلته له ختيځ او ختيځې روحيې سره خلاق چلند ترسره كړ، كوشاني تمدن په همدې خاوره كې وځلېد او اسلامي تمدن په همدې ځمكه كې د هنر او ادبياتو شاهكارونه رامنځته كړل او بلاخره همدغه هېواد و، چې د لوېديځ د استعماري قدرت په وړاندې مقاومتونه او مبارزې وكړې او نن همدغه هېواد، چې د سيد جمال الدين افغاني ټاټوبى دى، بايد له لوېديځ تمدن سره د ختيځې نړۍ د علمي او فكري مخامختيا زمينه برابره كړي.
زموږ ځوان جمهوري نظام، چې نوى او ستر تاريخي رسالت په غاړه اخيستى او د مركزي اسيا د تمدنونو په بنسټ اېښودنې او وده كې زموږ د هېواد كلتوري او فرهنګي غوڅ او پرېكنده نقش په نظر كې لري، باور لرم، چې د لوېديځ پېژندنې د لومړي كانګرس ستر وياړ زموږ د هېواد په برخه كړي او له دې نوي علمي او فرهنګي جريان سره به دغه لرغوني هېواد ته نوى فرهنګي ژوند وبښي.
نوټ:
كه دغه مفكوره د سيد جمال الدين افغاني د شخصيت د نمانځنې د نړيوال سيمينار د غړو د خوښې وړ وګرځېده، په دې صورت كې وړاندېز كوم، چې د افغاني او دوستو مملكتونو د پوهانو له جملې څخه دې د پورته مفكورې د علمي او نظري طرحې په شاوخوا كې، د ډېر غور لپاره، يوه كمېټه جوړه شي، چې په دې برخه كې لازم تصويبونه ترسره شي.
ياددښت:
په خواشينۍ سره، د مقالې په اصل كې انګليسي ماخذ او لاتين نومونه له ټايپ نه پاتې شوي او موږ ونه شو کولای، چې دغه نيمګړتيا جبران كړو.
پای
= = = = = = = = = = = = = = = = = = = = = = = = = = = = = = =
سيد جمال الدين افغاني
جمال الدين د سيد صفدر زوى و. په ۱۲۵۴ ق ۱۸۳۸ ميلادي كال د كونړ په اسعد اباد کې وزيږېد.
د سيد جمال الدين افغاني كورنۍ د كونړ په اسعد آباد کې اوسېدله خو د امير دوست محمد خان په وخت کې د ځينو ستونزو له مخې د هغه په امر د سيد پلار له كورنۍ سره كابل ته راغى او هلته مېشت شو.
سيد جمال الدين افغاني په اووه كلنۍ کې په خپل كور کې د دوديزو علومو په زده كړه پېل وكړ. دى ډېر هوښيار و او په لږ وخت کې يې د نړۍ د وخت دوديز علوم ټول زده كړل، ان چې استادانو يې هم له نبوغ او فكر څخه ګټه اخيستله.
افغان سيد په اتلس كلنۍ کې صرف، نحوه، معاني، بيان، نوى او زوړ تاريخ، تفسير، حديث، فقه، اصول، عقايد، كلام، منظق، رياضى، هندسه او طب ختم كړل. ده له ډېرې ځيرکۍ او قوي ذهن سره پراخه مطالعه هم كوله او په هره برخه کې يې د خلکو د ويښتا او هوساينې له پاره يو نوى نظر او پېغام وړاندې كړى ، چې دا د ده د نبوغ ښه بېلګه او د فکري ځواک څرګنده نښه ګڼل کېږي. دۀ د خپلي بې ساري پوهې په بركت د نړۍ ډېر هيوادونه ويښ او د ژوند په رښتينې معنی پوه كړل.
كابل ته تر تګ مخکې يې په كونړ کې له سيد فقير بادشاه څخه ديني او عربي علوم زده كول او په كابل کې يې بيا د ګذري په جومات کې له لويو پوهانو څخه لوست كاوه. د وخت په تيرېدو سره يې پر دې زده كړو قناعت ونه كړ او د پوهې مينې تر هنده ورساوه.
سېد جمال الدين افغاني په ۱۸۸۵ ميلادي كال کې د پان اسلاميزم غورځنګ په جوړولو بريالی شو. د علامه نظريه او مبارزه په دوو اصولو (اسلاميت) او (افغانيت) ولاړه وه.
سيد لومړی هند ته لاړ، خو انګرېزيانو له هغه ځايه و ايست. بيا مصر او ورپسې ترکېې ته لاړ . په ترکېه کې يې د هغه هيواد د صدراعظم په غوښتنه د پوهنې او معارف د وزارت د مجلس غړی و ټاکل شو. سيد له ترکېې څخه مصر ته لاړ او هلته يې نهه کاله د الازهر په اسلامي مدرسه کې د استاد په توګه دنده تر سره کړه. په ١٨٧٩ ميلادي کال کې له هغه ځايه وتلو ته مجبور شو او بېرته هند ته روان شو. خو انګرېزانو ډېر ژر مجبوره کړ، چې له هنده څخه هم ووځي. له هغه ځايه لندن ته لاړ او هلته يې د ( ضياالخافقين ) په نامه يو اخبار پيل کړ او له هغه ځايه فرانسې ته لاړ او هلته يې هم د عروه الوثقی په نامه د يوه اخبار خپرول پيل کړل. اخبار يې د فرانسې حکومت بند کړ او هغه و، چې له هغه ځايه څخه ترکېې ته لاړ.
په ١٣١٤ هجري قمري ( ١٨٩٧ ) ميلادي کال د مارچ په اتمه نېټه د سرطان د ناروغۍ له امله وفات شو او په ترکېه کې ښخ شو، چې وروسته بيا په ١٣٢٣ هجري لمريز ( ١٩٤٤ ) ميلادي کال کې د ده تابوت، د ترکېې د حکومت په موافقه کابل ته راوړل شو او د کابل پوهنتون په زړه کې په شاندارو مراسمو سره ښخ شو.
تعليقات
ابن سينا:
ابو علي سينا، د افغانستان د بلخ ولايت اوسېدونکی دی، چې اصلي نوم يې حسين، پلار يې عبدالله او د نيكه نوم يې سينا و. نوموړی په درې سوه اويا هجري قمري كال، د سامانيانو د واكمنۍ په دوره كې د افشنې په كلي كې زېږېدلی. څه كم و زيات ۱۱۵ ټوكه كتابونه يې ليكلي، چې زياتره كتابونه يې د فلسفې او رنځپوهنې په اړه دي. د ابن سينا مشهور كتاب (كتاب القانون) نومېږي، چې په رنځپوهنه كې يې ليكلی دى.
ابن رشد:
محمد بن احمد بن رشد اندلسی، په ۱۱۲هجري قمري کال په نننۍ اسپانيا کې زېږېدلی او په ۱۹۸هجري قمري کې مړ شوی دی.
علامه ابن رشد د خپل پېر په ټولو علومو لاسبری و. په رنځپوهنه کې د جالينوس ټول علم ده خپل کړی و. د ده فلسفه د ارستو د فلسفې شننه او لنډيز و. ده ستورپوهنه له مجسطي څخه زده کړې وه. فقه يې د مالکي مسلک فقه وه، چې د ده له هم عصرو څخه و. نوموړی په خپلو هم عصرو کې د تنقيدي قوت له کبله ډېر ستر ځای درلود.
مولانا جلا ل الدين بلخي:
مولانا جلال الدين محمد بلخي بيا رومي؛ د سلطان العما بهاالدين زوی د ۶۰۴ هجري قمري کال د ربيع الاول په شپږمه د افغانستان په بلخ کې زېږېدلی دی. په نهه کلنی کې له پلار سره قونيې ته لاړ او په ۶۴۲ هجري قمري کال په قونيه کې له شمس تبريز سره مخ شو. د شمس معنوي افاداتو پر هغه ژور اغېز وکړ. مولانا له شمس تبرېز سره تر ليدو دمخه يو زاهد او متعبد سړی و او د دين د اصولو او فروعو پر توضيح او د طالبانو په تدريس بوخت و. خو له دغه کامل سړي سره يې تر بلدتيا وروسته د وعظ او تدريس مجلسونه پرېښودل او له صافي صوفيانو او اخوان صفا سره همغاړی شو او شعر و شاعري ته يې مخه کړه.
شمس په قونيه کې تر درې کاله اوسېدو وروسته په ۶۴۵ قمري يوه شپه تری تم شو. مولانا د هغه په بېلتون کې سخت وکړېد. تر هغه وروسته يې پر حسام الدين چلپي زړه وتاړه او د هغه په غوښتنه د مثنوي معنوي پر ليکلو بوخت شو. پر دغه اثر سربېره مولانا په نظم او نثر کې يو شمېر نور ارزښتمن اثار هم ليکلي او په يادګار پرې ايښي دي. د مثنوي معنوي پر ګډون، د هغه ديوان شمس او في مافيه د نړۍ له تلپاتې اثارو څخه شمېرل کېږي.
ګيزو:
دغه فرانسوی سياستمدار او تاريخ ليکونکی په ۱۷۸۷ ميلادي کال زېږيدلی او په ۱۸۷۴ کې مړ شوی دی. نوموړي د (( د انګليستان د انقلاب تاريخ)) په نوم يو کتاب کښلی دی.
فاريابي:
ظهيرالدين طاهر د محمد فاريابی زوی، چې په ظهير فاريابي يې شهرت موندلی و، د پارسي ژبې يو له سترو قصيده ويونکو څخه و. له نوي زلميتوبه يې د علم او شعر و ادب او حکمت و نجوم پر زده کړه پيل وکړ . هغه په ۵۹۸ قمري کې په تبريز کې ومړ او د سرخاب په سيمه (مقبره الشعرا) کې خاورو ته وسپارل شو.
رنان:
رنان د ۱۸۲۳ ميلادي کال وزېږېد او د ځوانی په جوش کې د مذهب په نسبت يې خپله علاقه له لاسه ورکړه او د ليکوالۍ، فلسفې او تاريخ پسې شو. حال دا چې کورنۍ يې په دې هڅه کې وه، چې الهيات زده کړي او کشيش شي.
رنان د خاور پېژندنې له څېړنو سره مينه درلوده او تاريخ يې د تجربو سرچېنه ګڼله. او له سيد سره يې يوه مناظره راغلې، چې د سيد عظمت او قوت يې ستايلی دی.
محمود طرزي:
محمود طرزي د غلام محمد خان طرزي زوی، په ۱۲۸۵ ﻫ ق کال په کابل کې زېږېدلی او په ۱۳۵۳ ﻫ ق کال په استانبول کې وفات شوی دی. طرزي له خپل پلار غلام محمد سره، چې د امير عبدالرحمن خان له خوا تبعيد شو، هند ته لاړ او وروسته له درې کلونو عثمانيې ته لاړ.
طرزي د رسمي کار له پيل نه د مخه په عربي هيوادونو په ځانګړې توګه په سوريه او کوچنۍ اسيا کې څه موده تېره کړې وه او د لويديځ نوی مدنيت، د شام، عثمانيې او د مصر تحولات يې له نږدې نه وليدل. علامه طرزي يو فاضل شخصيت، ليکوال او شاعر و، هغه په نظم او نثر کې د يو مکتب خاوند بلل کېږي. د امير حبيب الله خان د سلطنت په موده کې يې د سراج الاخبار او سراج الاطفال په خپرونو، ژباړو او نورو ليکنو لاس پورې کړ او د افغانستان په ادبي او سياسي چاپېريال کې يې لوی انقلاب او بدلون راووست. علامه طرزي د خپل وياړلي ژوند په اوږدو کې ۲۸ ټوکه کتابونه کښلي، چې ټول په فارسي دي.
علامه طرزي، په ۱۹۱۹ کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير و.
محي الدين انيس:
د غلام محی الدين انيس کورنۍ په اصل کې د غزني د تاريخي ولايت د مقر ولسوالۍ اوسېدونکې وه او په قوم کې جمال خېل و. د هغه نيکه، چې د سترګو طبيب و، د امير عبدالرحمن خان په وخت کې مصر ته تبعيد شو. انيس په مصر کې لوی شو او په ۱۳۰۲ لمريزکې د محمد اسمعيل افندي په هڅونې، چې د طباعتي ماشينونو د پېرېدلو لپاره مصر ته تللی و، افغانستان ته راغی او په هرات کې د دري ادبياتو پر زده کړې بوخت شو. او د (( ندای طلبه معارف يا حقوق ملت)) په نوم ناول يې چاپ کړ.
انيس په ۱۳۰۴ لمريز کې کابل ته راغی او په ۱۳۰۶ لمريز کې يې پخپل شخصي لګښت، د انيس ورځپاڼې په خپرولو ، چې د افغانستان د ستر غازي شاه امان الله له ملاتړ نه برخمن و، لاس پورې کړ.
نوموړی د نادرشاه په دوره کې په زندان کې ومړ.
زردښت:
زردښت، چې اصلي نوم يې سپين تومان و، څه باندې درې زره کاله پخوا د اريانا په اريانا ويجه کې زېږېدلی او همهلته خلکو په پيغمبری منلی و. ده د خلکو د لارښوونې لپاره د اوستا کتاب، چې الهامي کتاب نومېږي، وړاندې کړ. په دې کې ګاتونه هغه زاړه سرودونه دي، چې پخپله زردښت ويلي دي . د وخت واکمن ګرشاسب د ده د دين ملاتړ وکړ.
اقبال لاهوري:
علامه محمد اقبال لاهوري، د 1873 کال د فبروري په دوه ويشتمه، د پنجاب په سيالکوټ کې زېږېدلی. اقبال د خپل پلار د يوه دوست ميرحسين (شمس العما) سره د اړيکو له کبله احساس وکړ، چې کولای شي شعر ووايي. د پوهنتون په دوره کې د "سر توماس آرنولد"په هڅونې د غربي مفکورو تر اغېز لاندې راغی او فلسفې ته يې مخه کړه.
نوموړي غربي ناسيوناليزم د جنګ اصلي عامل او د اسلامي نړۍ ګوښه غوره کېدنه د ظلم منلو عامل باله او له دواړو بهيرونو سره يې مخالفت کاوه. هغه د سيد جمال الدين افغاني پېر، وپېژاند
او د سيد تر مړينې کلونه وروسته د ديني فکر پر احيا کولو بوخت شو.
شيخ محمد عبده:
شيخ محمد عبده؛ هغه څوک دی، چې په اسلامي نړۍ کې د ديني نوې مفکورې له پيروانو څخه ګڼل کېږي. محمد په ۱۲۶۶ ه.قمري کې د مصر د نصر په سيمه کې زېږېدلی دی او د خپل پلار او د هغه د دوست شېخ محمد دروېش په سلا په جامع احمدي کې زده کړې وکړې او بيا د الازهر پوهنتون ته لاړ.
پر شېخ دروېش سربېره، هغه د شيخ حسن الطويل او سيد جمال الدين افغاني له ناستې ولاړې برخمن و او د سيد جمال الدين افغاني په سپارښتنه يې د عقلي علومو پر مطالعې پيل وکړ. نوموړی يو ښوونکی و او ورسره يې سياسي هڅې هم درلودې.
محمد عبده؛ د خپل ژوند ډېره برخه د ديني فکر، ديني سازمانونو او د ديني هڅو پر اصلاح کولو ولګوله. عبده په ۱۳۲۳ ه، قمري کې د سرطان ناروغۍ له کبله ومړ.
نوموړی د سيد له شاګردانو څخه و او تر پايه پورې يې د هغه فلسفې ته کار وکړ.
البرت حوراني: ...