اختر مو مبارک

دا هم د اختر په مبارکۍ کې څو اختري لنډۍ. دا داسې ائينې دي چې هره څېره په کې ځان لېدای شي، مينان او مينانې؛ خو خوار يتیمان مه هېروئ:

 

اختر ته ځکه خوشالېږم

چې مسافر اشنا مې کلي ته راځينه

اختر ته ځکه خوشالېږم

زما د يار وعده اختر دى را به شينه!

اختره تل ترتله اوسې

چې د بېلتون په کور تر مرګه وي ويرونه

اختر نژدې دى ياره راشه

مبارکي به يو او بل ته ورکوونه

اختر د واړو مبارک شه

زه به خپل سره لاسونه يار ته ورکومه

د اختر ورځې بختورې

چې مې جانان سره ديدن کيږي مينه

خاونده ژر تر ژر اختر کړې

چې د مئینو سره وشي دیدنونه

د اختر ورځ ده خوشالي ده

یار مې مېلمه دی د زړه غوښې ورکومه

په سین کې زر کښتۍ لاهو کړه

سبا اختر دی د خپل یار سلام له ځمه

میاشت د اختر ښکلې ښکاره شوه

ربه اوس تږې د جانان د دیدن یمه

عالم اختر كا جامې وينځي

زما اختر به د ديدن په ورځې وينه

زما اختر به څه اختر وي

په داسې ورځ چې زه له یاره جدا یمه

سبا اختر دی یار مې نشته

زه به بې یاره خوشالي څه کړم مینه

که اختر راشي یار مې نه وي

له خندا ډکه خوله به چا له ورکومه

د مسافر به څه اختر وي

چې د بېلتون لېونو سپو خوړلی وینه

اول روژه وي بیا اختر وي

په بېلتانه پسې وصال دی رابه شینه

اخترخوراغى يار مې نشته

د خندا ډکه خوله به چاله ورکومه؟

ښکلى اختر دى بختور دى

افسوس په دې دی چې له ياره جلا يمه

اختر خو راغى ته رانغلې

په کار مې نه دي دا بې ياره اخترونه

اختر خو راغى ته رانغلې

زه به دا سرې منګولې چاته ورکومه؟

اختره ما نه خپه نه شې

چې مې لالى رانغى تا به څه کومه

اختر زما په نصيب نشته

زه د وصال په تمه ستايم مړه به شمه

خلكه زما به څه اختر وي

چې بېلتانه راته خېمې وهلي دينه

خلك به وايي چې اختر دى

په ما خو ندى چې له ياره جدا يمه

زما د زړه ارامه راشه

په تمامي جهان اختر په ما غمونه

اختر ته ځکه خوشالېږم

چې مرور جانان به ما پخلا کوينه

ګرانې اختر دې مبارک شه

سپینه خولګۍ مبارکي راکړه مینه

اختره څنګه به خوشحال شم

چې مې په زړه پراته دلۍ، دلۍ غمونه!

خلک کالي کوي اختر دی

زه د شهید جامې په خوا کې ګرځومه

اختر يوه لويه خوشالي وي

چې زړونه اخلي پرې د عمر پيوندونه

اختره شکر دى، چې راغلې

په انتظار در ته د ډېرې مودې ومه

چې مازيګر شي ښکته لمر شي

په چا اختر شي څوک د غم نارې وهينه

جانانه راشه چې اختر شي

نن خو زما په اوږه واچوه لاسونه

پر ما هغه ورځ اختر ده

چې شیرین یار مې د ډولۍ په مخکې ځینه

ورځ د اختر ده نورڅه ندي

په سره جوړه کې راته شنه له خندا شینه

ګودر كې هره ورځ اختر وي

منګي په سر ورته راځي جونه سيلونه

اختر پرون تېر شو عالمه

د بغدادو کوترو نن راغله سيلونه

اختر پرون و، پرون تېر شو

د دامان کوترو نن سره کړه لاسونه

تا چې دا سور کميس اغوستى

داسې ښکاريږي چې اختر کوې مينه

پېزوانه خانده هوسېږه

سبا اختر دى تا به پاس په تندي وړمه

اختر په ټوکو، ټوکوراغى

نه مې کالي شته نه د غاړې امېلونه

اخترپه ټوکو، ټوکو راغى

نه مې اوږۍ شته نه د غاړې تاويزونه

خلک اخترته خويندې بيایي

بې وروڼو خويندې د تربرو لارې څارينه!

خلک اختر ته خويندې بيایي

بې وروڼو خويندې دېوالو ته ناستې وينه

ته د اختر په سبا راشه

زه به دروځم تورې سترګې سره لاسونه

اختر دې تاته مبارک شي

چې لاس او پښې دې بې حنا اور لګوينه

اختر په منډه منډه راغی

ورکړې نجونې د جوړې په تمه دینه

اختر په وخت د ګلو راغى

زما نازك زړګي نه خیژي فريادونه

اختره تل ترتله اوسې

زه د الله په در كې دا دوعا كومه

اختر د جونو مبارك شه

زاڼې د بل وطن مرغان دي لاړ به شينه

اختر د واړو مبارك شه

كه مسافر وي كه د يار له څنګه وينه

اختره څنګه به خوشال شم

زه د اغیار له لاسه اور کې ژوند کومه

د پېغلتوب اختر مې تېر شو

د سپین سرۍ په اختر اوښکې تویومه

اختر له تاسره ښاییږي

نور خلک خوشې د اختر هوس کوینه

سالو یې دوه رنګه په سر کړو

په چا یې اختر کړو چا له یې ورکړل ډېر غمونه

شپه د اختر وه که د قدر

چې د اشنا سره مې وشوه دیدنونه

مخ دې قمر شغلې د لمر کا

په چا ختر کا څوک د غم سودا کوینه

په سپینه خوله که روژه ماته

د کفارې روژې به دواړه ونیسونه

اختر په وخت د ګلو راغی

زما نازک زړګي نه خیژي فریادونه

 خلک د اختر په ورځ دیدن کړي

زما قلم کاغذ په لاس بیدیا ته ځمه