ما به ورته څه ویل
ما به ورته څه ويل؟
د مخه ښې سخته شېبه وي. دا مې اورېدلې وه. خو ډېر مې زړه ته نه لويده.
نن چې مې ورسره مخه ښه کوله، لا مې خوله خبرې ته نه جوړه کړې چې ستونی مې راډک شو.
ور و مې کتل، د هغې سترګې هم ډکې وې، لا نور له خبرو پاتې شوم. غوښتل مې د خپلو اوښکو غوندې له هغه ځایه په منډه شم او وتښتم خو له ځانه چېرته تښتېدای شوم. یو څو قدمه شاته شوم.
ډېره شېبه وړوسته مخامخ راته ودرېده، ويې پوښتلم: ولې چوپ شوې، ولې نور ونه غږېدې؟
کلونه تېرېږي او زه لا هم په دې سوچ کوم چې ما به ورته څه ويل؟
۱۳۹۳.۶.۲۱
+ نوشته شده در ۱۴۰۱/۰۶/۲۱ ساعت 9:46 AM توسط صديق الله بدر
|