د ژوند كيسه 

لیکوال: صديق الله بدر

توكرك:

ټوله روژه مو په وچه ډوډۍ او اوبو تېره کړه

 

((نوم مې توكرك دى. د غازي امان الله په پاچاهي كې د لغمان په شېرګړ كې پيدا شوى يم. نوى زلمى وم، چې د غريبۍ لپاره كابل ته راغلم، ځكه په وطن كې مې ځمكه او جايداد نه و. دلته په كابل كله يو ځاى او كله بل ځاى اوسيدلى يم، اوس په قلعه واحد كې اوسېږم. كور مې خپل نه دى او نه كوم جاي و جايداد لرم.))

توکرک چې په كوم كور كې له خپلو دوو مېرمنو او دريو لوڼو سره اوسېږي، د خلكو په مرسته يې جوړ كړى دى: (( دا د يو پغماني كور دى، په جګړو كې وران شوى و. كابل ته په راتګ سره مې په چاردهي كې دهقاني كوله. ښه و، يو د ګوزارې ژوند مې درلود.))

دغه کور دوې كوټې لري. تېر څاښت له خپل عکاس ملګري سره هلته ورغلم. كومې كوټې ته، چې موږ ننوتو او هغه زموږ هركلى وكړ، يوه زړه او څو ځايه شلېدلې ليمڅۍ، دوې زړې توشكې په کې غوړېدلې وې. هغه په ډېرې خوارۍ له خپله ځايه نيم خېزه شو او له موږ سره يې روغبړ وكړ. كله چې مې ترې وپوښت، څه ناروغي لري، چې له ځايه نه شي پاڅېدلاى، ويې ويل: (( كله، چې دې ځاى ته راغلو، دا كوټې پټې نه وې. د كار په اخري ورځ له بامه راپرېوتم او له كاره پاتې شوم.))

هغه وويل، چې په ځوانۍ كې ډېر ښه و او ښه عايد يې هم ترلاسه كاوه خو له سپين ږېرتوب سره د كار توان يې هم له لاسه وركړ او اوس د نورو لاس ته ناست دى: ((كله، چې د دهقانى له كاره پاتې شوم، نو په ښار كې مې د پياز او كچالانو په خرڅولو شروع وكړه، په هغه كې مې د ورځې پنځه شپږ شلې ګټلې خو اوس د ناروغۍ له كبله هغه هم رانه پاتې دى او په كور كې پروت يم. زموږ د سيمې وكيل ته دې خداى خير وركړي يو نيم وخت دا د غنمو مرسته راسره كوي او پر هغه مو ګوزاره ده.))

توكرك زياته كړه، چې يو نيم خپل خپلوان لري، خو څوك يې پوښتنه نه كوي: ((يو دوه ورونه مې شته، هغوى هم په كابل كې، په دا تره خېلو كې باغواني كوي، ګوزاره يې ښه ده، خو دومره تګ راتګ سره نه لرو.))

 توكرك درې وړې لوڼې لري، زامن يې نشته. هغه د دې لپاره، چې خداى اولاد او زامن وركړي دوه ودونه كړي: (( ما دوه ودونه كړي، لومړۍ ښځه مې بې اولاده وه، ډېر وخت وروسته مې له يوې كونډې سره واده وكړ. اوس دواړه ژوندۍ دي. څلور لورانې مې دي، زامن نه لرم. مشره لور مې پخپل بخت پسې تللې او درې نورې لا وړې دي.)) 

د توكرك كورنۍ د خپلو ګاونډيانو په مرسته شپې ورځې تېروي. كله چې مې د روزګار پوښتنه ترې وكړه، ويې ويل: ((كله كله داسې شپې راباندې راغلې دي، چې نيمه وچه ډوډۍ مو يوازې له اوبو سره له ستونې تېره كړې. دا زموږ همسايه ګانو ته دې خداى خير وركړي، زما بچيان چې ورځي بيا څه يې، چې پخ كړي وي وركوي، خو دا كله كله وي. باور وكړه، چې تېره روژه مو ډېره سخته تېره كړه. ډېرې پېشلمۍ او ماښامونه مو يوازې وچه ډوډۍ او اوبه درلودې، د خوراك لپاره نور څه نه وو.))

توكرك، چې دا خبره وكړه مشره مېرمن يې، چې تر دې شېبې د وره شاته ناسته او زموږ خبرې يې اورېدلې، كوټې ته راننوته او ويې ويل: ((هئ وروره! ما ته غوږه شه، نور مې نو د خاوند خبرو ته زړه تنګ شو، هسې لګيا دى. زما ځينې خوارخوندې دي، خداى دې يې لري، كله كله يو څه غوړ راته اخلي او كله نه. خواږه په مياشتو مياشتو په سترګو نه وينو، بنزۍ مې كم خوراكۍ نه خوارې پاتې شوې دي. دا پوره د روژې په مياشت كې سړى را ته په كور ناست دى، كار نه شي كولاى. د خاوند خواركي مې اعصاب په ځاى نه دي. كله چې موږ د كوټو چتونه جوړول او لرګي مو له يو او بل نه په امانت واخيستې. خاوند مې د كار په وروستۍ ورځ له بامه راخطا او سر يې مات شو. پوره څلوېښت كوكه يې خوړلي.))

هغې وويل، چې ګاونډيان يې لاس نيوى كوي او كه د ګاونډيانو او وكيل مرسته نه وي، له لوږې به مړه شي: (( زما بنزۍ بېچاره ګانې تمامه ورځ كله د يوه همسايه وره ته ولاړې وي، چې لږ چاى او بوره وركړي او كله د بل وره ته. ځينې يو شى وركړي او ځينې نه.))

كه څه هم د هغې خاوند وويل، كله چې په ښار كې يې كار كاوه ژوند يې يو څه ښه و، خو دې وويل: (( خاوند مې، چې كار هم كاوه زموږه همدا ورځ وه. د ورځې په پنځوس يا نوي روپۍ به د چا څه كېږي، هغه هم چې كله دومره وګټي. ډېرې ورځې داسې راغلې چې خاوند مې تش لاس كور ته راغلى او هغه د خپلې خرڅې كړې سودا سر يې هم نه دى ايستلى.))

هغې وویل، چې دا او بنه يې يو يو ورونه لرو، دواړه په ايران كې مزدوري كوي: (( څه موده مخته زما ورور راغلى و، خو خداى شته كه يې مخ رااړولى وي، چې خورې څنګه يې. بس د خداى اسرې ته ناست يو.))

كله مې چې ترې وپوښتل، په تا خو بنه راغلې، ايا ستا سلا وه په كې وه او كه نه، هغه په خندا شوه او ويې ويل: ((هو سل په سلو كې، ځكه زما اولاد نه كېده. د اولاد د نه لرلو له غمه ډېرى وخت به ډوډۍ او چاى راڅخه په دسترخوان پاتې وو او زه به له ډېرې پرېشانۍ خوب وړې وم.))

هغې وويل، ځينې خلك وايي، چې په يو كور كې د دوو بنو ګوزاره سخته وي، خو دوی دا دى كلونه كېږي، چې تندۍ يې يوې بلې ته تروې كړې نه دي:(( لكه دوې اصلي خوېندې سره ګوزاره كوو. اخر ولې ګوزاره ونه كړو او په څه شي سره وران شو. موږ خو خوار او پريښانه يو.))

نوموړې زياته كړه، چې پخپله يې خپل خاوند وهڅاوه، چې بل واده وكړي: ((ته يې منې او كه نه، خو ما پخپله يو وخت خپل خاوند ته مخ واړاوه او ورته مې وويل، چې بل واده وكړي. همهغه و، چې هغه زما خبره ومنله او نن دا دى په بنزيو مې زړه ډېر خوشاله دى. كله كله ارمان كوم، چې ما خو د اولاد غوښتنه كوله او بنې مې هم څلور لوڼې راوړې، چې اوس يوه يې واده شوې ده، خو خداى شته اوس، چې خپل دغه بد حالت ته ګورم، ځان ملامتوم، چې ولې مې په دې كار دوى له خواريو سره مخ كړې. خداى دې يې له خپل درباره ژوند ښه كړي. زه دا ارمان كوم، چې كاش دومره وس راكې واى، چې دوى وږې نه وې او تعليم يې كاوه.))

دې سره د هغې په سترګو كې اوښكې ډنډ شوې او نور يې څه ونه ويل.

توكرك او كورنۍ يې دومره وس نه لري، چې خپلې لور كره ورشي او د هغې پوښتنه وكړي، د توكرك مشرې ښځې وويل: ((زما د بنې مشره لور چې واده شوې، زموږ زوم په لوګر كې چېرې دهقاني كوي او تر موږ بدتر نيستمن دى. دومره وس او توان مو نشته، چې د هغې پوښتنه وكړو. موږ ورپسې ډېر خپه يو او زړه مو غواړي، چې ورشو او ويې ګورو، خو نه شو تلاى، اخر په څه شي ولاړ شو، موږ خو د موټر كرايه هم نه لرو.))

نوموړې څه شېبه غلې شوه، سترګې يې اوښکې اوښکې شوې او بيا يې وويل: (( په روژه كې يو څو شپې زما بنزۍ، چې ډېرې وړې دي او روژې نه شي نيولى، په ما پسې شله وې چې پيشلمۍ يې راوېښې كړم، خو چې پېشلمۍ موږ وچه او كلكه ډوډۍ له اوبو سره تېروله، زړه مې نه كېده چې راپاڅوم يې. يوه شپه يوه ګاونډي لږه حلوا رالېږلې وه، په هغه شپه مې درې واړه راپاڅولې، چې هغه راسره وخوري. په هغه پېشلمۍ زه، زما بنه او خاوند درې واړه وږي پاتې شوو.)) 

هغې وويل، تر ټولو دردوونكې ورته دا ده، چې بنزۍ يې كور ته راځي او همدا يوه خبره كوي، چې پلانكي ګاونډي دومره ډېره ميوه راوړه، ولې موږ ته يې نه راكوي.