د ژوند کيسه؛ حافظ صاحب: سهارنۍ نذرانه مې د خوښې خپرونه وه
د ژوند کيسه
ليکوال: صديق الله بدر
نصرالله حافظ:
"سهارنۍ نذرانه" مې د خوښې خپرونه وه

د ۲۰۰۹ کال د جون د میاشتې لومړۍ اوونۍ وه، چې په لسو بجو د کابل له درېیمې کارتې د کليد ګروپ له دفتره د پښتو د قدردان او په ولس ګران شاعر نصرالله حافظ کور ته، چې په شاه شهيد کې دی، وخوځېدم. فروشګاه بزرګ افغان سره نږدې لاره بنده وه، چې کتل مو موټرونه بېرته راګرځېدل. ډريور ښيښه ښکته کړه. د مرده باد او زنده باد غږونه مو واورېدل. له موټر نه ښکته شوم، يو څوک د فروشګاه له خوا زموږ په طرف روان و. همدا چې رانږدې شو ترې مې وپوښتل: څه کيسه ده؟ هغه وويل؛ نور نپوهېږم خو یو شمېر خلک د ښاروال، پارلمان او کرزي په ضد شعارونه ورکوي. ما عاجل دفتر ته زنګ وواهه، که څوک خبریال راولېږي. خو لکه چې دا غم زما له غاړې و. راته يې وويل، چې خپله ورشم.
موټر ته راوختم، چې ټيپ ریکاردر مې راواخلم، ډرېور وويل، چې په بله لار به لاړ شو. خو ما ورته وويل: نه ته هم دلته اوسه، زه وګورم، چې څه خبره ده.
په پښتونستان واټ کې د ولسمشرۍ ماڼې ته څېرمه درې څلور سوه تنه خلک ولاړ وو او شعارونه يې ورکول: مرګ په ښاروال، مرګ په کرزي، مرګ په پارلمان. په ډېرو خواريو د هغوی منځ ته ورغلم. يو کس چې پکول يې په سر و، او په لاسپیکر کې غږېده د هغه څنګ ته ودرېدم، هغه چې معلومېده زما تر راتګ مخکې هم ډېرې چيغې وهلې په وچ ستوني لګیا و: کرزيه! تر څو زموږ غږ وانه وري او زموږ حق رانه کړې؛ قسم دی چې له دې ځای لاړ نه شو. یا به مو حق راکوې او یا به ځان وسوځوو. هغه له خپل څنګ ملګري نه د تېلو ګيلنه واخیسته او ویې ويل: دا تېل پر ځان شيندو، کرزیه! زموږ خون به ستا پر غاړه وي. ته د ځمکو د مافیا ملاتړ کوې.
پوه شوم چې دا د دفاع وزارت له دندو ګوښه شوي افسران دي، دولت په پډوله دښته کې ورته ځمکې ورکړې او د پارلمان وکیلانو د ښاروال په سلا پر هغه خيټې اچولې. دم شېبه کې ځير شوم چې دوه درې ګيلې نور تېل هم راوړل شول. ووېرېدم چې هسې نه په رښتيا ځان وسيځي، خو په دې نپوهېدم چې هغه د چا خبره بچه ترسناک کوي. خو ما راډیو ته دا خبر ورکړی و.
نیم ساعت وروسته د چارو د ادارې يو پوځي استازی راغی؛ ټولو د هغه مخې ته منډه کړه. د تېلو ګيلنې په ځای پاتې شوې. هغه استازي ته نږدې چا پرېنښودم خو خبرې مې يې اورېدې، ويل يې: موږ پوره هڅه کوو، ولسمشر ویلي چې ستاسو حق درکړل شي، خو دا لږ وخت غواړي. په ټمبه او ټيله له هغه ځایه کرار کرار لرې شوم او د هغه پکول والا خبرې مې اورېدې، چې ويل يې، نه موږ باور نه لرو، یا مو غوښتنه ومنئ او یا ځان سوځوو. هلته يو بل پېژندوی ژورنالست مې هم ولید، هغه وویل راځه چې ځو، فکر کوم خبره ختمه ده، خو ما ورته وویل نه یار! تا وانه ورېدل، چې سړي بیا ګواښ وکړ، چې ځان سوځوی. موږ په همدې خبرو کې وو، چې د لاسپیکر غږ اوچت شو: موږ څو تنه له جنرال صاحب سره ځو او هلته سلا مشوره کوو. لاریون کوونکي ټول سره خواره شول، يو خوار عسکر مې ولید، چې هغه درې د تېلو ګيلنې یې په خوشالۍ واخیستې او پخپله مخه لاړ. راډيو ته مې خبر ورکړ، چې مظاهره ختمه شوه او د تيلو ګيلنې هم له مظاهره چيانو هيرې شوې.
دوه ساعته ځنډ وروسته په شاه شهيد کې د استاد حافظ د کور مخې ته ودرېدم. کوچنی زوی يې هدایت الله راته منتظر ولاړ و. کور ته ننوتو، حافظ صاحب ته مې د خپل ځنډ ټوله کيسه وکړه. هغه موسک شو: پروا نه کوي اوس هم د وخته رسېدلي يې. حافظ صاحب ورو ورو او په ډېر مشکل غږېده. له څه مودې راهیسې يې په حنجره کې څه ستونزه پیدا شوې وه، خو په مینه مینه يې خبرې کولې. ما ورته وویل، چې په کلید اوونیزه کې د ژوند د کيسې په نوم يوه پاڼه لرو، دا ځل ستاسو ژوند ته مو ځانګړې کړې ده. هغه تر څه سوچ وروسته وویل: سمه ده، د ژوند له پیله به يې راواخلم.
ما هم ورته مایک ونیو. هغه وویل: د پلار نوم مې نورالسلام دى، په ۱۳۱۰ كال د ننګرهار ولايت د چپرهار د حافظانو په كلي كې زېږېدلى يم. لومړنۍ او منځنۍ زده كړې مې په ننګرهار كې ترسره كړې او په ۱۳۳۱كال كې د كابل له عالي دارالمعلمين نه فارغ شوى يم. لومړنۍ دنده مې د معارف په وزارت كې وه، بيا د خوشالخان په لېسه كې مې دنده واخيسته او تر هغه وروسته د څه مودې لپاره په پښتني بانك كې وم.
په ۱۳۳۹ كال كې راډيو افغانستان ته راغلم او دلته مې د هنر او ادبياتو په اداره كې كار پيل كړ او د سهارنۍ نذرانې خپرونه مې جوړه كړه. په دې سربېره ځينې نورې ادبې خپرونې مې هم راډيو ته ليكلې او هنرمندانو ته مې تصنيفونه جوړول. پوره دوه ويشت كاله مې سهارنۍ نذرانه چلولې او هغه ټولې ليكلې خپرونې اوس هم راسره شته او پاكنويس كړې مې دي. دا مې تر ټولو د خوښې خپرونه وه.
ما غوښتل چې څه ترې وپوښتم، خو هغه وويل: زه هر څه خپله درته وايم، بیا په اخر کې که څه پاتې وو، وپوښته: ښه څه مې ويل، هو رښتيا، زه په داسې يو محيط كې زېږېدلى يم، چې هلته به تل د رحمن بابا، حميد بابا او خوشالخان ديوانونه پراته وو. كله چې زه د ليك لوست شوم، هغه به ما لوستل. په طبيعي توګه په شپږم صنف كې وم، چې له شعر سره مې علاقه درلوده او څه ګډې وډې به مې جوړولې. په يوويشت كلنى كې، چې د لوړو زده كړو لپاره له ننګرهاره كابل ته راغلم، د مشاعرو غونډو ته به ورتلم او له شاعرانو سره مې په ناسته ولاړه كې شعر ته مخه شوه، شاعري مې په غزل پيل كړه.
لومړنى شعر مې په ۱۳۳۱كال كې په انيس كې چاپ شو او زه دومره ورته خوشاله وم، چې هغه د انيس ګڼه مې په جيب كې ګرځوله او خپلو دوستانو ته به مې ښوده.
زه په ښكلا مئين يم او له ښكلا سره مينه كوم او ټول عمر مې پخپلو شعرونو كې مينه، سوله، امن او ښكلا رانغښتې ده.
دا چې په راډيو كې د دندې له مخې به مې د هنرمندانو لپاره شعرونه چك كول، د همدغو هنرمندانو په غوښتنه مې هغوى ته تصنيفونه جوړول او همدا علت دى، چې زما ډېر شعرونه په موسيقۍ كې ويل شوي دي. د لومړي ځل لپاره په موسيقۍ كې زما يو شعر مېرمن پروين ووايه، چې مطلع يې ده:
دا ستا په سترګو كې جانانه څه اثر غوندې دى
چې مې ليدلـــى بيخي زړه زما اوتر غوندې دى
دغه ټول تصنيفونه ما په يو كتابچه كې خوندي كړي دي، چې شمېر ۳۳۰ ته رسېږي.
تراوسه ما ۵۲ كتابونه چمتو كړي دي، چې ځينې يې چاپ شوي دي. د شمشاد له هسكې څوكې، ستا د چم ګلونه، تاترې، دردونه تكلونه، مات ستوري، زړه پګړۍ او هيواد، سوله او جرګه زما چاپ شوي شعري مجموعې دي.
ما يو شمېر نړيوال شعرونه او كيسې هم پښتو كړي دي، چې ځينې يې په متفرق ډول په بيلابيلو خپرونو كې چاپ شوي دي.
هو رښتيا په ۱۳۵۶ كال كې مې د افغان هنرمندانو له خوا په موسيقۍ كې د يو شمېر ويل شوو شعرونو ټولګه هم د نغمو كاروان په نامه راټوله او چاپ كړې ده. خو خواشينى په دې يم، چې څو كاله مخكې همدا ټولګه يو بل چا پخپل نامه په پېښور كې چاپ كړه او حتى په ډېر عادي ډول يې هم زما د نوم يادونه نه وه كړې.
زما خوږه خاطره،
د استاد حمزه شينواري يا د غزل د بابا خبره:
په ۱۳۴۶ كال، استاد حمزه شينوارى، اجمل خټك او قلندر مومند د پښتونستان په جشن كې كابل ته راغلي وو، ما د پښتونستان په مشاعره كې دا شعر ولوست:
د شمشاد له هسكې څوكې
د خيبر د زړه له نوكې
هرې خواته وهم كوكې
څوك يې اوري او كنه
كله چې ما دا شعر ولوست او له ستېج نه راښكته شوم ټول پښتانه شاعران راترغاړې وتل، په هغه وخت كې موسى شفيق لا د صدرات په څوكۍ نه و ناست. موسى شفيق زما د شعر ډېر صفتونه وكړل، حتى د ډوډۍ خوړلو په وخت كې يې زما د شعر زيات صفت وكړ او حمزه صاحب وويل، چې په لرو شاعرانو كې اجمل او په برو شاعرانو كې حافظ دى، قلندر صاحب هغه ته مخ واړاوه او ويې ويل، چې زما نه دې هم سترګې ونه شرمېدې.
ترخه خاطره،
بايسكل مې غلو يوړو
ما يو امبر ډوله بايسكل درلود. ټول عمر پر هغه خپل ماموريت تلم او راتلم او د ژوند هره چاره مې پر هماغه بايسكل سمباله وه. خپل بايسكل ډېر راباندې ګران و، هرځاى او هر چېرته به مې خپلو خپلوانو او دوستانو ته د خپل بايسكل صفتونه كول. يو وخت د پښتو ډېر مشهور او عاطفي شاعر امان الله سيلاب ساپى، چې اوس يې زموږ د ملګرو په منځ كې ځاى تش دى، وهڅولم چې د خپل بايسكل لپاره شعر وليكم. كله چې شعر پوره شو او هغه ته مې ولوست، نو خوله يې له خند ا ډكه وه او ويل به يې چې بيا يې ولوله. ما دغه شعر په ۱۳۵۶ كال كې وليكه، خير په دغه شعر كې ما له خپل هغه بايسكل سره دا وعده كړې وه، چې سر د ستا دى او سر زما او زه به تا هيڅكله هم هېر نه كړم. خو څه وكړم، چې زما او د دغه وفادار اشنا په منځ كې بېلوالى د غلو هغې داړې راوست، چې په ۱۳۵۷ كال يې زما كور لوټ كړ او هغه خوږ، زوړ او پخوانى يار يې رانه په ډېره بې رحمۍ بيل كړ.
زما دغه شعر د حافظ سايكل په نامه ډېر مشهور و او ځينو دوستانو په يادو زده كړى و، چې يو څو بيتونه يې داسې دي:
زما سايكله ماته ګران سايكله
وربه دې نه كړم په جهان سايكله
ستا پنچرۍ سره مې ژوند پنچر شي
له تا نه زه ډېر شم ستومان سايكله
كه څوك زما د ژوند ارمان وپوښتي
ستا ټاير او ټوپ مې دى ارمان سايكله
...خلكو كړل نوي د موټر مودونه
ستا نوى نه شو يو سامان سايكله
... پام چې په زړه كې دې څه ونه ګرځي
پرې به دې نه ږدم په ميدان سايكله
... زين خو نه دى بيخي تخت غوندې دى
تخت سره بخت وي د سلطان سايكله
بدره( صديق الله بدر)! اوس، چې مې ګورې پر كور يم، ډېر چېرته تللى نه شم. ساه مې سوزي، ژبه مې بندېږي او په ډېر مشكل خبرې كولى شم.
خداى دې لري، خبريږم، چې زموږ يو زيات شمېر زلمي شاعران هره جمعه سره راټولېږي او مشاعرې كوي، زړه مې غواړي، چې ورشم او د هغوى شعرونه واورم، خو پخپلو پښو كې دومره دم نه وينم. وايي، چې ډېر ښه ښه شاعران پيدا شوي او ډېر ښكلي شعرونه وايي خو افسوس، چې زه يې له اورېدلو محروم يم. كه د لارې فاصله ډېره نه واى نو حتما په مياشت دوه كې يوځل ورتلم. زه دلته د ښار په يو سر كې په شاه شهيد كې ژوند كوم او مشاعرې د ښار په بل سر كې په كارته پروان كې كېږي.
حافظ صاحب یو سوړ اسویلی وکېښ او بیا غبرګه کړه: كه څه هم نن سبا ټول ځان ته ستړي دي او له چا ګيله هم نه راځي، خو دا ويل غواړم، چې څوك((فرهنګيان)) مې دومره پوښتنه نه كوي، كله كله هيوادمل سرراښكاره كړي او بېرته لاړ شي. يوازنى مصروفيت مې مطالعه ده او د يو قرارداد له مخې په ډېر كړاو خو د پوره مينې له رويه د راډيو افغانستان لپاره د حق پتنګان او د سباوون پيغام لپاره مواد برابروم. رښتيا د پخوا په څېر اوس هم هغه شعرونه چك كوم، چې هنرمندان يې د راډيو افغانستان لپاره په سندرو كې وايي، البته دا كار بې له كوم امتياز نه كوم.
چې کتل مې استاد حافظ ستړی غوندې راته ښکاره شو، له نورو پوښتنو تېر شوم. اجازه مې وغوښته، خو هغه اجازه رانه کړه او پخپلو لرزانو لاسونو يې يوه مڼه راته سپينه کړه. مڼه مې چې وخوړه ويې ويل: اوس تلای شي، خو ګوره لږ ډېر سر راښکاره کوه، کور کې مې ډېر ځله زړه تنګېږي.
چې له کوره يې راوتم بې اختياره مې سترګې راډکې شوې او تېرې خاطرې مې په ياد شوې، چې حافظ صاحب حتی په سپین ږیري ځان د ځينو مشرانو لکه علامه رشاد او ځینو ځوانانو خبر اخیسته، خو اوس هغه د رنځورۍ له کبله په کور کې دی او هره شېبه لارې څاري، چې څوک به يې ليدو ته راشي. اخر دا ژوند خو دومره بوخت هم نه دی.