ژباړه: اګاتا کریسي څه ډول لیکل کوي؟
اګاتا کریستي څه ډول لیکل کول؟

اګاتا کریستي هغه لیکواله ده چې له ځانه سره يې پنځه شپږ د یاددښت کتابچې ګرځولې او ياددښتونه به يې اخيستل. یو ناڅاپه به د ګرځېدو په مهال یوه ظریفه او نرۍ لاره یې د جرم د پټولو لپاره موندله چې د هیچا پام ورته نه کېده.
کله چې اګاتا غواړي خپل لوستونکي ته یو مفهوم و لېږدوي، بنسټيزې او هغه کليمې چې په معنی کې سره ورته وي، په یوه متراکمه فضا او چټک ترتیب کې تکراروي.
اګاتا کریستی هغه لیکواله وه چې په دې وروستیو کې د جنايي داستانونو د لیکوالو د ټولنې ( CWA) د یوې نظرسنجۍ له مخې د تاریخ غوره جنایي کيسه لیکواله وپېژندل شوه. له بل لوري جنايي داستانونو يې هغې ته د (جنایت ملکې) لقب هم ورپه برخه کړی دی.
د اګاتا کريستي بشپړ نوم (اګاتا مري کلاریسا مېلر) دی. هغې د انګلستان په دوون سیمه کې دنیا ته سترګې غړولې وې. پلار يې امریکايي او مور يې د انګلستان له يوې اشرافي کورنۍ څخه وه.
کريستي له ۱۹۲۰ نه تر ۱۹۷۶ پورې ۶۶ جنايي ناولونه او ۱۴ لنډې کيسې لیکلې چې تراوسه د څلور ملیونه په شاوخوا ټوکه يې خرڅ شوي دي. د نوموړي اثار د نړۍ په ۱۰۹ ژبو ژباړل شوي او له دې کبله په درېيمه رده کې راځي.
اگاتا کريستی د ۱۹۷۶ د جنورۍ په ۱۲ د مغزي سکتې له کبله مړه شوه.
مېرمن مارپل، هرکول پوارو، د غڼو جال، په پسرليو کې درنه لرې یم، پرده، د هرکول په دود وژنه او یو شمېر نور د اګاتا له ډېر لوستل شویو کتابونو څخه ګڼل کېږي.
اګاتا پخپلې اتوګرافۍ کې د خپلې لیکوالۍ او لیکلو بڼه داسې بیان کړې ده:
د کتاب تر ليکلو مخکې د داستان طرحه مې ذهن ته راځي. د داستان اصلي سوژه معمولا په عجيبو شېبو کې بڼه خپلوي. لکه د سړک پر سر قدم وهل او یا په ډېره لېوالتیا د خولۍ خرڅولو يو دوکان ته کتل او په دې ډول د جرم د پټولو لپاره د یوې ظریفې او نرۍ لارې موندل.
د داستان له جزییاتو سوا چې باید پر هغه کار وکړم او هغه شخصیتونه چې ارام ارام ذهن ته مې راځي، اصلي سوژه یو ناڅاپه رامخه کړي او هغه د خپل ياددښت په کتابچه کې لیکم. دا هغه ياددښتونه دي چې څو ځلي رانه ورک شوي هم دي.
ما به معمولا پنځه شپږ د یادښت کتابچې ګرځولې او هغه سوژې به مې چې په ذهن کې ګرځېدلې، او هغه څه مې چې د بې هوښه کوونکو درملو او زهرو یا د یوې زیرکانه غلا د کیسې په اړه ورځپاڼه کې لوستل، د یاددښتونو په کتابچو کې لیکل.
د دې ياددښتونو په لوستلو نه رایادېدل چې د کیسې د لیکلو لومړۍ طرحه څه وه، خو دا له امکانه لرې نه برېښېده چې د یوې نوې طرحې پړک دې په کې نه وي. هیڅکله مې هم د لیکلو لپاره بېله کوټه نه لرله، خو یو د کار مېز او یو د ټایپ ماشین راسره وو.
لیکل او ټايپول بې زحمته کار نه دی خو له ما سره دا مرسته کوي چې له موضوع څخه لرې نه شمه. له ۱۹۳۰ کال څخه مې لیکل د ټايپ له ماشین سره پیل کړي دي. خو دا مې عادت و چې د کتاب لومړي څپرکي په لاس ولیکم.
کله چې به مې غوښتل څه ولیکم دوه درې اوونۍ به داسې ومه لکه چې دوزخ کې شپې تېروم. د ژوند هيڅ یوه شېبه حتی ځنکدن دومره سخت نه وي. نهیلي سره به مخه وم، خو وروسته به مې یو ناڅاپه ماغزه کار پیل کړ او پوهېدمه هغه څيز چې باید راغلی وای، راغلی دی. په همدې موده کې خورې لوخړې به یوې خواته شوې.
د دویمې نړیوالې جګړې په دوران کې مې دوه کتابونه یو ځای پیل کړل. د لیکلو د دې بڼې دلیل دا و چې ما فکر کاوه که د یوه کتاب په لیکلو بوخته اوسم دا امکان شته چې يو مبتذل شی به وي. که دا ګواښ رامنځته شوی وای باید هغه کتاب مې پرېښی او ځان مې پر نورو شیانو بوخت کړی و، خو د جنګ په وخت کې نوره مشغولتیا نه وه، ګډې بوختیاوې کمې وې او خلک ډېر کم له غرمې وروسته له کورونو راوتل.
لیکل هیڅکله هم د جنګ په دوران کې راته سخته نه وه، ځکه دا مې کولای شوای چې ځان په یو بل ځای، په خپل ذهن کې؛ پټ کړم او د خپلو کیسو له اتلانو سره ژوند وکړم.
داستان دې په وجود کې وده مومي او همیشه د ودې په حال کې وي. دغه مرحله د (په غیبت کې په بهار کې) داستان کې ۶یا ۷ کاله اوږد شو خو یو ناڅاپه هر څه خپله راجوړ شول، شخصیتونه حاضر وو او یوه څنډه کې منتظر وو چې د تنظیموونکي په اشاره د صحنې مخې ته راشي.
یو ځل دا احساس راپیدا شو او کتاب مې په دوه درې ورځو کې ولیکه. کله چې لومړی څپرکی تمام شو، په ډېره چټکتیا تر وروستي څپرکي مخته لاړمه، ډارېدمه چې هر ډول ځنډ به زما د فکر کاروان له حرکته پاتې کړي. له خپل کار ځای نه مې یوه ورځ رخصتي واخستله او لیکلو ته مې دوام ورکړ. د درېيمې ورځې په پای کې کتاب بشپړ شو. د ډېرې ستړیا له کبله مې پوره ۲۴ ساعته خوب وکړ.
زما باور دا و چې په جنايي داستانونو کې د وييونو په کارولو کې صرفه جويي او احتیاط ډېر اهمیت لري، ځکه لوستونکی نه غواړي چې یو شی درې څلور ځلې واوري.
د ډېرې ساده ورځنۍ ژبې کاروونه مې خوښېږي، هغه تکراروم خو نه د دې لپاره چې نوي وييونه او عبارتونه رامنځته کړم.