ژباړه: هنري مېلر څه ډول لیکل کول؟
هنري مېلر څه ډول لیکل کول؟
![]()
امریکايي لیکوال هنري مېلر په ۱۸۹۱ کال په بروکلین کې زېږېدلی او په ۱۹۸۰ کې يې له دې نړۍ سترګې پټې کړې دي.
د مېلر آثار د شلمې پېړۍ پر ادبیاتو ژور اغېز درلود خو دا چې په ډېری آثارو کې يې په څرګند ډول جنسي مسایل مطرح کېدل، په ګڼو هیوادونو کې يې د چاپ اجازه نه درلوده. مېلر په شلمه لسیزه کې لیکوالي پیل کړه خو د چا پام ور وانه وښت. په شپېتمه لسیزه کې هغه د امریکا په یو داسې لیکوال بدل شو چې زیات لوستونکي يې لرل.
لیونی چرګ، تبه، د سرطان کرښه، تور پسرلی، نکسوس، د سړي وژونکو پېر، شیطان په جنت کې، په تبعید کې هوساینه، د کلېچي ښې ورځې، د سقوط غږ او یو شمېر نور د مېلر ناولونه دي چې د نړۍ په ګڼو ژبو اړول شوي دي.
مېلر له ځوانی نه انځورګرۍ ته لیوال و. په هماغه لومړيو کې يې آبي رنګه انځورګري غوره کړه او د عمر ترپايه پورې يې ورته ادامه ورکړه.
هنري میلر په ۱۹۴۰ کال کې له پاریس ریویو سره په یوې مرکه کې د خپلې لیکوالۍ او لیکلو طریقه داسې بیان کړې ده:
سهار تر چای وروسته خپل کار پیلوم. د ټایپ ماشین مخې ته کېنم. که پوه شوم چې لیکل نه شم کولای، کار پرېږدم. د ورځې دوه یا درې ساعته په لیکلو وخت تېروم.
په لومړیو کې عادت شوی وم چې له نیمې شپې تر سهاره لیکل وکړم. خو وروسته په پاریس کې په دې پوه شوم چې د سهار له مخې ډېر ښه کار کوم. اوس د سهار له مخې لیکل کوم.
پخوا به ډېر وخت په کار بوخت وم خو په وروستیو لسو پنځلسو کلونو کې دې پرېکړې ته ورسېدم چې دومره زیات وخت کار کول ښه نه دي، ځکه د ذهن ځولۍ تشېږي.
چټک او تېز لیکل کوم. د لیکلو په وخت د ټایپ ماشین د تڼيو ټکهار جوړوم. خو کله کله داسې هم کېږي چې یو ساعت کې ایله یوه پاڼه لیکل وکړم. د لیکلو په وخت چې په کومه برخه کې بند پاتې شم، هغه پرېږدم او بله برخه پیلوم. همدا چې ورته راجوړ شوم بېرته هغې پاتې برخې ته ورګرځم.
د لیکلو په بهیر کې نه متن تصحیح کوم او نه يې بیا لوستلو ته مخه کوم. ځيني شیان هسې لیکم خو میاشت دوه وروسته همدا چې طبعه مې ورته راجوړه شوه، تبر په لاس مخامخ پرې ورځم، خو نه همیشه، کله کله متن له هماغه پیله لکه څنګه چې زه غواړم، هغسې راووځي.
د متن د بیا کتلو په بهیر کې له قلم نه د بدلون ورکولو، ړنګولو او یو څه زیاتولو لپاره استفاده کوم. همدا وخت دی چې لاس کښل شوې نسخه فوق العاده ښکاري. یاد متن بیا ټايپوم، د بیا ټایپولو په مهال بیا هم ورته بدلون ورکوم. خوښېږي مې چې هرڅه بیا ځلي او پخپله ټايپ کړم ځکه د ټایپ ماشین د تڼیو لمس کول ذهن راخلاصوي او دا د دې سبب ګرځي چې خپل حال ته راوګرځم او وګورم چې بیاځلي متن ته بدلون ورکوم.
د (سرطان کرښه) تر لیکلو دمخه یو کم اهمیته لیکوال وم. له ټولو لیکوالو اغېزمن وم. د ټولو هغو لیکوالو پر پلونو تلم چې زما خوښېدل. خو يو ناڅاپه دا تناو مې پرې کړ. ومې ویل له دې وروسته هغه کار کوم چې کولای يې شم. له لومړي مفرد شخص نه مې استفاده وکړه. ښايي همدا دلیل و چې د ځان په اړه مې ولیکل. هغه څه مې لیکل چې حس کول او پېژندل مې. دا زما فضیلت و.
خلک د دې لپاره مطالعه کوي چې بوخت و اوسي، وخت تېر شي او یا یو څه زده کړي. خو زه هيڅکله هم د وخت اړولو او یا څه زده کولو لپاره مطالعه نه کوم. زه د دې لپاره مطالعه کوم چې له ځانه ووځم او نشه شم.
تر هر څه مخکې لیکل راته اهمیت لري، نور کارونه لکه موسیقۍ ته غوږ نیول، له دوستانو سره وخت تېرول او سینما تلل د راتلونکي په لومړیتوبونو کې شمېرم.