جویس کارول اوتس څه ډول لیکل کوي؟

 

جویس کارول اوتس هغه لیکواله ده چې وايي هېڅکله يې ځان د یوې لیکوالې په توګه نه دی انګېرلی. د هغې په باور د هنر په ډګر کې کوم کسان چې له کوم کار سره يې مینه وي، هغه ترسره کوي. ځينې کسان ځکه پیانو غږوي چې خوښېږي يې یا ځينې نور کسان چې انځورګري کوي یا هم مجسمه جوړوونکي دي.
جویس کارول اوتس په ۱۹۳۸ کال د نیویارک په لاک پورت ښار کې زېږېدلې ده، هغه د امریکا یو له پرکاره، مطرحو او محبوبو لیکوالو څخه ده.
په داستان لیکلو کې د اوتس شهرت په دې کې دی چې تل د داستان د راوي د منطقي او احساسي قوې په مټ واقعیتونه حس او شرحه کوي.
د اوتس د داستانونو سوژې پر فقر، جنسي ازار، طبقاتي تضاد، واک سره مینه، ښځې او کله هم له واقعیت ورهاخوا مفاهیم دي. په داستانونو کې يې تاوتریخوالی هم یو انځور دی. تراوسه د اوتس۳۵ د لنډو کیسو ټولګې، ۱۱ د شعرونو ټولګې او ۶۰ نور ادبي اثار چاپ شوي دي.   
اوتس په لاس لیکل کوي او د خپل کار لپاره هيڅ کوم جدي پروګرام نه لري. هغه وايي غوره بولي چې د سهار تر چای مخکې لیکل وکړي. هغه د خلاقې لیکوالۍ استاده ده او وايي چې په درسي ورځ یو ساعت مخکې تر دې چې له ټولګي څخه وځي، ۴۵ دقیقې لیکل کوي. په نورو ورځو کې همدا چې د لیکلو کار يې ښه مخته ځي، ساعتونه ساعتونه بې له ارام کولو لیکل کوي او د ماسپښين په دوه او یا هم دریوو بجو خپله سهارنۍ خوري.
لاندې چې څه لولئ، د نوموړې له هغې مرکې اخستل شوي چې د پاریس ریویو په معتبرې مجلې کې راغلي دي.
لیکل مې په نيمچه ځوانۍ کې پیل کړي. هغه وخت چې لا سم په لیک لوست نه ومه راغلې، ما به د مشرانو د لیکلو پېښې کولې او دغسې کرار کرار مې لیکلو ته مخه شوه. خو هغه وخت د ځان پر لیکواله کېدو مې فکر نه کاوه. د ګڼو ماشومانو غوندې یوازې د طراحۍ او انځورګرۍ په لټه کې وم. په غږ او موسیقۍ کې مې هم ځان وازمويه، خو لیکل هغه یوازنی څيز و چې ورسره روږدې شوم.     
لومړۍ لیکنه مې د ژویو او کروندې په اړه وه. ژوي مې ډېر خوښېږي او ورسره د نږدې والي احساس کوم. زیات وخت مې له ژویو سره تېر کړی، د ماشومتوب وختونه ښييم. هغه وخت مې د پشیانو او اسونو په اړه لیکل کول.
د غږونو او احساساتو د درک کولو زیاته لیواله وم، څوارلس کلنه وم چې د ویلیام فاکنر یو کتاب مې ولوست؛ بیا مې د هغه په لاس لیکل شوی د منتقدانه بیوګرافۍ کتاب پیدا کړ. پخوا مې په مبهم ډول د فاکنر په اړه ځينې خبرې اورېدلې وې، هغه د نوبل جایزه ګټلې وه. کله چې مې دا کتاب ولوست، لیواله يې شوم. د فاکنر د کتابونو لوستل لیکلو ته وهڅولم.   
همینګوې هم خپله کړم او پرته له دې چې وپوهېږم څه کول غواړم، ازمېښتي دوره مې شاته پرېښوه.
له هغه وخته چې د ښوونځي شاګرده وم، په منظم ډول مې لوستلو ته مخه وکړه او د نورو لیکوالو پیروي مې پیل کړه. د هغوی په پلونو تلل مې شعوري نه وو، خو ځان مې له فاکنر او همینګوې نه اغېزمن وموند. نه مې خوښېږي چې ځان لیکواله وانګېرم. زه لیکل کوم، خو دا مې نه خوښېږي چې ځان لیکواله وګڼم، ځکه فکر کوم داسې یو تصور تر ډېره پورې له ځانغوښتنې سیوا نور څه نه شي کېدای.
لیکوالي داسې يو څه ده چې په اړه يې تر خبرو کولو، د ترسره کولو لېوالتیا يې ډېره راسره ده.
هیڅکله مې د ماتې احساس نه دی کړی. تل مې مخ په وړاندې حرکت کړی. ځانته د ماتې احساسولو اجازه نه ورکوم، ځکه د ماتې احساس د یوې بلې ماتې پیل وي. یو وخت مې پر يوې پروژې کار کاوه، هغه مې د یو مهم مثال په توګه په ذهن کې شته چې څه ډول مې ماته تجربه کړه. خو له موضوع سره د اړیکې پیدا کولو له لارې مې يو ډول د ژوند کولو لاره هم وموندله. لیکل د ژوند له طریقې سره تړاو لري او د هغه په څېر دی. موږ باید سم تګلوری ومومو، پرته له دې یوازې خام مواد پاتې کېږي چې د کار نه وي.
د لیکلو مرحلې، د سوژې له موندلو د اثر تر پای ته رسېدو پورې، د وړاندوینې وړ نه دي، امکان لري کلونه دوام وکړي. د یوه ناول د لیکلو لپاره ګڼ عنصرونه ذهن ته راځي. د فرعي انشعابونو په څېر دي چې د سیند په لوري خپل مسیر بدلوي.
یوازې سوژه کفایت نه کوي، يو بل څه هم باید وي چې هغه قوي کړای شي. یو وخت مې غوښتل د یوه سړي په اړه چې بې ګناه په يو تور نیول شوی او نږدې و چې زنداني شي څه ولیکم. زامنو يې هڅه کوله چې هغه راخوشې کړي.
دا یوه سوژه وه چې له کلونو مې په ذهن کې وه، خو کله چې مې پر ناول کار وکړ، بله متفاوته بڼه يې خپله کړه. اصلي جړقې ته ورګرځېدم، له هغې جړقې پرته مې ناول نه شو لیکلای. خو اوس هغه ناول کاملا یو بل شی دی او په دې مرموزې مرحلې مې سر نه خلاصېږي.  
لیکل او د لیکلو ماحول له چلنج سره مل او یو ډول هنري فعالیت دی. د ارواپوهنې له مخې فکر کوم چې په ځينو مواردو کې دا ښه نه دي. لیکل ډېر مهیج او متلاطم دي. د فردي تخیلاتو رامنځته کول، یو ډول انزوا ته تلل دي، هغه مې په ځلونو له اضطرابه ډک موندلي. ښايي له همدې کبله وي چې چا ته د لیکلو سپارښتنه نه کوم. زه فکر کوم هغه شمېر کسان چې هنر لري، هنرمند به شي او يو شمېر به يې ګڼ روحي فشارونه هم زغمي. زه نه شم کولای چې په هنداره کې ځانته وګورم او ووايم چې سخت او ستونزمن کار دی. ځکه چې واقعا موږ په دې نپوهېږو، تر هغه پورې چې موږ د کار پای ته ورسېږو او بیا وګورو چې دغه د سختۍ زغمل په کې د ارزښت وړ و او که نه. زه فکر کوم چې لیکل اسانه کار نه دی. اولاد نه لرم، خو که وای او له لیکوالۍ سره یې غاړه وړله، په رښتيا به ورته ډېره اندېښمنه وم.