لنډې کيسې: د مينې انځور
د مينې انځور
پلار يې په غوسه له کوټې ووت. کړس شو. هغې خپله یوازینۍ لور نوره هم غېږ کې ټينګه کړه: (( زه د هغه ځای بل چا ته نه شم ورکولای. هغه هره شېبه راسره دی، تر سترګو وړاندې مې ولاړ وي، خو یوازې...یوازې حرکت نه شي کولای.))
پلار يې کوټې ته له راننوتو سره ورغبرګه کړه: (( دا اته نهه کاله همدا وايې، ترې خلاصه مې کړې، زه پوهېدم، چې ته به بیا هم دا خبره کوي.))
د هغې سترګې رډې راووتې، خپله لور يې د خپلې خواښې ترڅنګ کېنوله او په منډه خپلې کوټې ته لاړه.
وره ته مخامخ دیوال کې يې د خپل مړ خاوند انځور ونه لید، انځور نه و، د انځور چوکاټ او شيشه ټوټې ټوټې لاندې پراته وو. دېوال ته يې وکتل، د ديوال رنګ خړ و خو د انځور ځای پاک او سپین و، یو سوړ اسویلی يې وکېښ: (( انځور که نشته ځای خو يې پاتې؟))
۱۳۹۷.۵.۲۳