ژباړه: دان دلیلو څه ډول لیکل کوي؟
دان دلیلو څه ډول لیکل کوي؟
![]()
امریکايي لیکوال دان دلیلو په ۱۹۳۶ کال د نوامبر په شلمه زېږېدلی او تراوسه په دې توانېدلی چې تر پنځه ویشتو پورې زیاتې نړیوالې ادبي جایزې ترلاسه کړي.
دلیلو خپله لومړۍ جایزه په ۱۹۷۹ کال کې او وروستۍ يې په ۲۰۱۰ کال کې اخیستې ده.
اتمي جګړه، ډیجیتالې پېر، سړه جګړه، نړیوال تروریزم، هنر او د ژبې پېچلې ځانګړنې د دلیلو د اثارو موضوعات دي.
د ميزان میاشت، امریکانا، لیبرا، د ارواګانو نړۍ، واورین شور، کې صفر، راپرېوتی سړی، د امګا ټکی او یو شمېر نور د دلیلو له چاپ شویو ناولونو څخه دي.
دلیلو د پن فاکنر جایزه، د پن سال بلو جایزه، د کتاب ملي جایزه، د امریکا د کتاب جایزه، د خلاقو هنرونو لپاره د Guggenheimجایزه، د کتاب د سفیر جایزه او یو شمېر نورې جایزې ترلاسه کړې دي.
نوموړي له لاس انجلس ټایمز سره په یوه مرکه کې د خپلې لیکوالۍ او لیکلو پر طریقو غږېدلی دی، چې لنډيز يې دلته درسره شریکوو:

