ژباړه: چيماماندا څه ډول لیکل کوي؟
چيماماندا څه ډول لیکل کوي؟

چيماماندا نګوزي اديچي په ۱۹۷۷کال په نایجریه کې زېږېدلې چې یوه ځوانه لیکواله او فیمينسته ده. نوموړې د ځوانۍ په درشل کې د سیاسي علومو د زده کړې لپاره امریکا ته سفر کوي.
چيما ماندا په ۱۹۹۷ کې د ((پرېکړې)) په نوم د شعري ټولګې په چاپولو سره په ټولنه کې ځان مطرح کوي او بیا په خپلو درېیوو کتابونو له ۲۰ څخه زیاتې ادبي جایزې ګټي. ماندا تر هغه پورې چې د خپل یوه کتاب پر سر د اورنج جایزه ګټي، دومره پېژندل شوې نه وه.
بنفشه يي خطمي ګل، نیمايي زېړ لمر او امریکانا د نوموړې ناولونه او )له غاړې نه راتاو یو څه( يې د لنډو کیسو ټولګه ده.
ټول باید فیمینست و اوسو د چیماماندا یو تحلیلي اثر دی.
چیماماندا په ۲۰۰۷ کال کې د اورنج ادبي جایزه او په ۲۰۱۴ کې د امریکا د منتقدانو د ډلې ملي جایزه او بیا د مک ارتور او اوهنري ادبي جایزې ترلاسه کړې دي. په ۲۰۱۵ کال کې د نوموړې د (نیمايي زېړ لمر) ناول د بي بي سي د یوويشتمې پېړۍ د کلاسیکو اثارو په لړلیک کې لسم ځای خپل کړ.
د چيماماندا اثار ګڼ نړیوال مینه وال لري. د هغې ناولونه د نړۍ په ۳۰ ژبو ژباړل شوي دي.
چیماماندا په ۲۰۱۷ کال کې نایجریه یي میوز ژورنال ته د خپلې لیکوالۍ رازونه داسې بیان کړي دي:
یو ډول اصیل صداقت دی چې د واقعي داستان د لیکلو لپاره ورته اړتیا لرو. دا یو اندروني او ځانګړی څېز دی چې لیکوال باید خپله دې پرېکړې ته ورسېږي. دا هغه څه نه دی چې څوک يې د داستان په کورسونو کې زده کړي.
همیشه خلکو ته غوږ يم او په ځيرتیا ورته ګورم. تل مې له خلکو سره مینه لرلې ده. منظور مې دا دی چې خلک ډېر جذاب او د مينې وړ دي، د هغوی په کړوړو کې خوندور څيزونه مومم. دا له زیانه ډک انسانیت راته جذابه ښکاري.
داسې لیکوال شته چې اصلا له خلکو سره مینه نه لري خو ښکلې پنځونې لري. باریک بینه لوستونکي يې د شخصیتونو د توصیفونو پر بنسټ له انسانانو څخه د دوی نفرت ته متوجه کېږي.
پنځوونکي خلک په زړه پورې څيزونو ته متوجه کېږي. ډېر ځله دغه څيزونه عادي نه دي خو موږ داستان د (محتمل والي) په بنسټ ارزوو او خپلو معمولي او د پیشبينۍ وړ تجربو ته رجوع کوو. له محتمل والي څخه د خلکو درک د هغوی د خپل محدود ژوند په اساس دی. ډېر ځله مې اوريدلي چې خلک وايي (هیڅوک په نایجریه کې پلانۍ خبره يا پلانی کار نه کوي. چې دا بیا ډېر رنځوونکی او ستړی کوونکی دی.)
د لیکوال لپاره نارضایتي، هم یوه اړتیا ده او هم یو آفت دی. زه له هغو ګڼو موضوعاتو چې لیکم يې، ناراضه یم- ډېر ځله عصبانيت ورسره مل وي. باید ووایم چې عصبانیت هم په يوې جنسیتي موضوع بدل شوی دی. موږ چې څرنګه د عصباني مېرمنو په اړه قضاوت کوو، د نارینه وو په اړه يې نه کوو: ښځو ته نه ښايي چې عصباني اوسي، د يوې ښځې عصبانیت اصلا جذابیت نه لري. خو دغه څه بیا په نارینه وو کې د قدرت او اقتدار نښې دي. ما ته د يوې لیکوالې په توکه په کار ده چې په ښځو کې دغه عصبانیت د یو معتبر انساني حس په توګه بیا راجوړ کړم.
زه په کال کې شپږ میاشتې په نایجریه کې ژوند کوم او شپږ میاشتې په امریکا کې، خو کور مې نایجریه دی او تل به وي. زه مې ځان د نایجريې هغه اوسېدونکې ګڼم چې ځان په دنیا کې ترټولو راحته بولي. زه دنیا ته د یوه نایجریایي له لیدلوري ګورم.
دا مې خوښېږي چې يو څوک مې چلنج کړي، غواړم بېلابېلې نظریې وازمویم او ځينې وختونه یو څوک مې قانع کړي چې خپل نظر نه واوړم.
اووه کلنه وم چې لیکل مې پیل کړل. کيسې مې په پنسل لیکلې او انځورونه مې ورته په رنګه پنسلونو کښلي دي. یوازنۍ لوستونکې مې مور وه، ما هماغه ډول کيسې لیکلې چې لوستلې مې.
تل په دې باور پاتې شوې يم چې د يوه مکان او یو شخص مناسب درک او تعامل د هغه مکان او شخص د ټولو داستانونو له درک او تعامل نه پرته ناشونی دی.
زه له لیکلو سره مینه لرم او غواړم دا مینه ثابته کړم. زه د دې لپاره لیکل نه کوم چې هغه دې خامخا چاپ شي.