ژباړه:جان ری ګریشام څه ډول لیکل کوي؟
جان ري گریشام څه ډول لیکل کوي؟

امریکايي لیکوال جان ري ګريشام چې په ۱۹۵۵ کې زېږېدلی، په حقوقو کې يې خپلې زده کړې بشپړې کړې دي او څه موده په اکسفورډ ښار کې د وکالات په دندې بوخت و. څو کاله هم د پارلمان غړی و خو یو ځل يې له رسمي دندې لاس واخیست او لیکوالۍ ته يې مخه کړه.
ګريشام له کلونو راهیسې په امریکا کې د ډېر خرڅېدونکو حقوقي او جنايي ناولونو د لیکوال په توګه ځانګړی شهرت لري.
د هغه ډېری ناولونه د نړۍ په ګڼو ژبو ژباړل شوي او سینمايي فلمونه ترې جوړ شوي دي.
وروڼه، غچ اخیستونکې نجلۍ، وصیت پاڼه، شریک، د برخلیک معجزه، موکل، د وژلو لپاره وخت، د مجازاتو کوټه، سوداګر، نقاشي شوی کور، معصوم سړی، زلمی وکیل، شیاد، اعتراف، بیسبال، سوداګر او یو شمېر نور د ګريشام چاپ شوي ناولونه دي.
ګريشام د خپلو ښو آثارو له کبله د اوچت لیکوال، د برېټانیايي کهکشان د کلنۍ غوره لاسته راوړنې، د کنګرې د کتابتون او دوه ځلې د هارپر لي ادبي جایزې اخیستې دي.
دلته د ګريشام د لیکلو هغه تجربې درسره شریکوم چې د هغه له وړانديزونو او له رويټرز سره له مرکې را اخیستل شوي دي:
که د ورځې يوه پاڼه لیکل ونه کړئ هيڅکله هم لیکوال کېدلای نه شئ. هره ورځ ۲۰۰ کلمې ولیکئ، د اوونۍ په اوږدو کې باید ۱۰۰۰ کلمې مو لیکلې وي. دوه کاله چې دا کار ترسره کړئ، تاسو به یو پنډ او اوږد ناول ولرئ.
که نپوهېږئ چې ستاسو د داستان وروستۍ صحنه څه شی ده، په کار نه ده چې پر کاغذ د لومړۍ صحنې د انځورولو هڅه وکړئ.
د خپل ناول لپاره یوه کلي طرحه جوړه کړئ. ټول لیکوال له دې کار نه متنفر دي. تراوسه مې داسې يو لیکوال مې نه دی لیدلی چې د کلي طرحې لیکل ښه وګڼي. خو کیسه لیکل دقیقې طراحۍ ته اړتیا لري. ډيرې لیکوال د یوې کلي او هراړخيزې طرحې د نه لرلو له کبله، د هغو داستانونو لپاره چې په ذهنونو کې يې پای نه لري، خپل وخت ضایع کوي.
هره ورځ خپل داستان په يو مشخص مکان او زمان کې ولیکئ. مهمه نه ده چې لیکل څه وخت پیلوئ، سهار د وخته، ماسپښين او یا هم نیمه شپه. هره ورځ په مشخص وخت کې د کار کوټې ته لاړ شئ، دروازې وتړئ او په لیکلو بوخت شئ.
هره جمله درې ځلې ولولئ. هر لیکوال د لیکلو په وخت کې له ډېرو کلماتو استفاده کوي، داسې ځکه کېږي چې ډېر کاغذ راسره وي او کوم محدودیت هم نه احساسېږي، خو بهتره ده چې هره لیکل شوې جمله درې ځلې ولوستل شي او اضافي کلمات حذف کړای شي.
دا چې ونه شم کولای مخاطب راجذب کړم مضطرب کېږم.
زه له کوم ځنډ پرته هره ورځ د سهار له اووه بجې تر یوولسو پورې لیکل کوم.
له لیکلو نه زما يوازنی مقصد دا دی چې يو څو ساعته خپل لوستونکي بوخت وساتم او هغوی زما د کتابونو له لوستلو څخه خوند واخلي.
شل کاله کېږي چې په لیکلو بوخت یم خو لا هم د یوه اثر د رامنځته کېدو پر وخت هیجاني کېږم او له حيرانتیا سره مخ کېږم. حتی کله کله دا اضطراب رامخه کړي، کوم کتاب چې مې لیکلی دی د مخاطب د جذبولو وړتیا لري او که نه. ایا اوس هم کولای شم خپل مینه وال راضي وساتم. دا ټول هغه ټکي دي چې فکر کوم تل به له یوه لیکوال سره وي.
که د ورځې درې څلور ساعته لیکل ونه کړم، نپوهېږم چې پاتې ورځ به څنګه تېروم.
پخوا به مې د عاید لپاره لیکل کول خو اوس دا مساله نه شم مطرح کولای، اوس زه له لیکلو خوند اخلم او له خپلو کرکټرونو سره ژوند کوم. دا چې نوي کرکټرونه رامنځته کوم، خوند راکوي. زه دغه شخصیتونه د بیلابیلو شرایطو په وړاندې دروم او له خصمانه توطيې سره يې مخ کوم. دا کار راته له جذابیته ډک ښکاري.
زه له بیلابیلو کلماتو څخه استفاده کوم. له آره په دنیا کې درې ډوله کلمات شته دي: لومړی هغه کلمات چې ورسره بلد یو، دویم هغه کلمات چې باید ورسره بلد و اوسو او درېيم هغه کلمات چې هيڅوک ورسره بلد نه دي. که ښه لیکوال کېدل غواړئ وروستی هغه هېر کړئ او هڅه وکړئ چئ د دویمې ډلې کلمات مو زده شي.
د یو څه په اړه که کوم نظر ورکوم، کال وروسته په هغه نظر نه پاتې کېږم او په دې اړه لومړيتوبونه مې بدلون مومي. هر لیکوال خپلې ځانګړې طریقې لري، زه هره ورځ له همدغو طریقو ګټه اخلم.
لوستونکي د خپل ناول په لومړي فصل کې له ګڼو شخصیتونو سره مه مخ کوئ. ځکه هغوی د یو کتاب د لوستلو لپاره ډېره تلوسه لري. د زیاتو او بیلابیلو نومونو د لړلیک په ورکولو سره د مطالعه کوونکي کورنۍ څلور نسلونه د توپ خولې ته مه تړئ. د پیل لپاره پنځه نومونه او کرکټرونه بسنه کوي.