غوره وينا: شل غوره ويناوې

هره اوونۍ شل غوره ويناوې

ژباړه/ صدیق الله بدر


غوره ويناوې



۱- ستاسو په منځ کې بد زمامداران شته دي، که څوک يې خبرې تصدیق او په ستمونو کې ور سره مرسته وکړي، زما له امت څخه به نه وي، زه د هغه پیغمبر نه یم. (حضرت محمد ص)

۲- د دنیا په ځای پر ځان مسلط شئ.(دکارت)

۳- دا وېره ده چې مرګ تریخوي.(سقراط)

۴- خوشالي هغه پرېشاني ده چې موږ يې په لټه کې يو.(جبران خلیل)

۵- که له چا کومه تمه ونه لرې ټول ستا دوستان دي.(رابندرنات ټاګور)

۶- هر څوک خپل ارزښت پخپله ټاکي.(ويکټور هوګو)

۷- څوک چې طالع ته ګوري، له کلونو راهيسې مړ دی.(ارسطو)

۸- ډېری خلک چې له ازادۍ سره لیوالتیا نه لري له مسوولیت نه يې وېره لري.(زیګمونډ فرویډ)

۹- مينه هغه بلا ده چې ټول يې غواړي.(افلاطون)

۱۰- د ونو ژوند په حاصل کې دی. ونې حاصل ورکوي چې ژوندي پاتې شي، که حاصل او میوه ورنه کړي، ژوند يې ختم دی.(جبران خلیل)

۱۱- هغه چا ته، چې د عدم تشدد فکر يې په ځان کې روزلی وي، ټول عالم يوه کورنۍ ده، نه پخپله په زړه کې وېره لري او نه نور ترې وېرېږي.(مهاتما ګاندي)

۱۲- د ازادۍ نغمه د زندان د پنجرو له منځه نه راوځي.(جبران خلیل)

۱۳- هر ماشوم یو هنرمند دی، خو مهمه مساله "هنرمند پاتې کېدل" دي.(پیکاسو)

۱۴- د خلکو ترمنځ له هغو ديوالونو پرته، چې دوی پخپله جوړ کړي، بل څه نشته.(تولستوی)

۱۵- د یوه منظم او پیاوړي ځواک په وړاندې، یوازې یو منظم او پیاوړی ځواک د مقابلې وي.(البرټ انشتاین)

۱۶- نېکمرغه خلک د نورو نېکمرغي غواړي. ( زردشت)

۱۷- غوسه په لېونتوب پيل او له پښيمانۍ سره ختمېږي. ( فیثاغورث)

۱۸- ستاسو تر زړه هيڅوک هم تاسو ته ډېر نږدې او رښتنی نه دی، له هغه چا لرې و اوسئ چې ستاسو زړه يې نه غواړي. (سقراط)

۱۹- عوام د بډایانو او خواص د پوهانو درناوی کوي. ( افلاطون)

۲۰- پوهه هغه پانګه ده چې ستمکاران يې لوټلای نه شي. (جبران خلیل)

ادامه نوشته

د لونګو دريڅې: د تکل شعر؛ د اعجاز او انځور شعر

ادبي بحثونه(۵۸)

لیکوال: صدیق الله بدر


د تکل شعر؛ د اعجاز او انځور شعر


په دې بحث کې چې د کوم شاعر د شاعرۍ په اړه بحث کوو، شعر ژوند نه بلکې د ژوند تصویر ګڼي:(( شعر ژوند نه دی، شعر د ژوند تفسیر دی، شعر د ژوند تصویر دی، شعر د ژوند لپاره هیله ده، شعر ښايي د ژوند د څرنګوالي هیله وي او په زرګونو نور.))

ادامه نوشته

کره کتنه: ژباړه

لیکوال: صدیق الله بدر

ژباړه


د خپلې ژبې د غنی لپاره پر نورو هڅو سربېره ژباړه هم يوه غوره هڅه ده خو له بې خونده ژباړې، نه ژباړه ښه ده. دا خبره مې په دې پورې وکړه چې زموږ یو شمېر ژباړونکي یا ټکي په ټکي ژباړه کوي او یا هم د ژباړې جملې بې ځایه اوږدوي.

ادامه نوشته

د لونګو دريڅې:  عبدالهادي هادي؛  د دردونو او نهیلیو انځورګر شاعر

ادبي بحثونه(۵۷)

لیکوال: صدیق الله بدر

عبدالهادي هادي؛

د دردونو او نهیلیو انځورګر شاعر


ادب پوهان شعر د زړه غږ بولي او وايي، هره هغه وینا، چې د زړه له خوږو یې رنګ اخیستی وي، ژر زړونو ته لاره کوي. په همدې اند، دلته په دې لیکنه کې یو شاعر در پېژنو. یو داسې شاعر چې مینه، عاطفه او صمیمیت یې د شعر په هره مسره کې په څپو دي او هر شعر یې د خپل وخت یو زرین انځور دی. یو داسې شاعر چې د دردونو او نهیلیو په شپو کې زېږېدلی، لوی شوی او شاعر شوی دی:

ادامه نوشته