هره اوونۍ شل غوره ويناوې

ژباړه/ صدیق الله بدر


غوره ويناوې


۱- ستاسو په منځ کې بد زمامداران شته دي، که څوک يې خبرې تصدیق او په ستمونو کې ور سره مرسته وکړي، زما له امت څخه به نه وي، زه د هغه پیغمبر نه یم. (حضرت محمد ص)

۲- د دنیا په ځای پر ځان مسلط شئ.(دکارت)

۳- دا وېره ده چې مرګ تریخوي.(سقراط)

۴- خوشالي هغه پرېشاني ده چې موږ يې په لټه کې يو.(جبران خلیل)

۵- که له چا کومه تمه ونه لرې ټول ستا دوستان دي.(رابندرنات ټاګور)

۶- هر څوک خپل ارزښت پخپله ټاکي.(ويکټور هوګو)

۷- څوک چې طالع ته ګوري، له کلونو راهيسې مړ دی.(ارسطو)

۸- ډېری خلک چې له ازادۍ سره لیوالتیا نه لري له مسوولیت نه يې وېره لري.(زیګمونډ فرویډ)

۹- مينه هغه بلا ده چې ټول يې غواړي.(افلاطون)

۱۰- د ونو ژوند په حاصل کې دی. ونې حاصل ورکوي چې ژوندي پاتې شي، که حاصل او میوه ورنه کړي، ژوند يې ختم دی.(جبران خلیل)

۱۱- هغه چا ته، چې د عدم تشدد فکر يې په ځان کې روزلی وي، ټول عالم يوه کورنۍ ده، نه پخپله په زړه کې وېره لري او نه نور ترې وېرېږي.(مهاتما ګاندي)

۱۲- د ازادۍ نغمه د زندان د پنجرو له منځه نه راوځي.(جبران خلیل)

۱۳- هر ماشوم یو هنرمند دی، خو مهمه مساله "هنرمند پاتې کېدل" دي.(پیکاسو)

۱۴- د خلکو ترمنځ له هغو ديوالونو پرته، چې دوی پخپله جوړ کړي، بل څه نشته.(تولستوی)

۱۵- د یوه منظم او پیاوړي ځواک په وړاندې، یوازې یو منظم او پیاوړی ځواک د مقابلې وي.(البرټ انشتاین)

۱۶- نېکمرغه خلک د نورو نېکمرغي غواړي. ( زردشت)

۱۷- غوسه په لېونتوب پيل او له پښيمانۍ سره ختمېږي. ( فیثاغورث)

۱۸- ستاسو تر زړه هيڅوک هم تاسو ته ډېر نږدې او رښتنی نه دی، له هغه چا لرې و اوسئ چې ستاسو زړه يې نه غواړي. (سقراط)

۱۹- عوام د بډایانو او خواص د پوهانو درناوی کوي. ( افلاطون)

۲۰- پوهه هغه پانګه ده چې ستمکاران يې لوټلای نه شي. (جبران خلیل)