ادبي بحثونه(۵۸)

لیکوال: صدیق الله بدر


د تکل شعر؛ د اعجاز او انځور شعر


په دې بحث کې چې د کوم شاعر د شاعرۍ په اړه بحث کوو، شعر ژوند نه بلکې د ژوند تصویر ګڼي:(( شعر ژوند نه دی، شعر د ژوند تفسیر دی، شعر د ژوند تصویر دی، شعر د ژوند لپاره هیله ده، شعر ښايي د ژوند د څرنګوالي هیله وي او په زرګونو نور.))

دا هماغه شاعر دی چې په شعر کې د هرې کلیمې پر خپل ځای د کارونې پلوی دی او هره کلیمه لومړی شعر بولي: (( هره کلیمه لومړنی شعر دی، ښايي دا زما فکر نه وي، ښايي دا زما ذهن ته راغلې یوه خبره وي. نو ځکه زه فکر کوم چې هره کلیمه په شعر کې د راتلو وړتیا لري او په شعر کې د راتلو ظرفیت او ښېګڼه خو مهمه دا ده چې موږ دا کلیمه په کوم ځای کې او د کومې بلې کلیمې تر څنګ څه ډول سره کاروو.))
ښايي پېژندلی مو وي او که مو نه وي پېژندلی، پخپله ځان درپېژني:
اه!! څوک نارې را وهي
اه!! څوک نارې را وهي
دا زه په خپله یمه
تر بوړبوکو نه سرګرځنی
تر بادو نه ستړی
تر تورې تږی
تر چړې نه وږی
تر داره موړ
تر سلاخۍ را خړوب
اه!! څوک نارې را وهي
او زه په خپله یمه
احمد یم! ))
هو احمد دی، شاعر احمد، احمدالله تکل. هغه تکل چې د ځینو نورو شاعرانو په څېر په ماشومتوب کې یې شعر و شاعرۍ ته مخه شوې: (( د اکثریت شاعرانو په څېر په ماشومتوب کې دواړه سره مخامخ شوو. په پیل کې له شعر سره د مينې په بڼه، بیا له کلیماتو سره د لوبو په بڼه، په پای کې د شعر د ویلو په بڼه او په دې وروستیو پنځو شپږو کلونو کې د بشپړې خاموشۍ په بڼه.))
هغه شاعر چې هره مسره او هر بیت يې زموږ احساسات او عواطف راپاروي، او په رښتني معنی شعر راته وايي.
پېژندنه:
احمد تکل د ارواښاد امان الله زوی، په ۱۳۴۲ کال کې د میدان ښار د نرخ د سرمردې په کلي کې زېږېدلی دی. تکل خپلې لومړنۍ زده کړې د کابل په حیاتي او شېرشاه سوري په ښوونځیو کې او لوړې زده کړې یې د کابل پوهنتون د هنرونو پوهنځي په تیاتر څانګه کې سر ته رسولي دي. له زده کړو وروسته د افغانستان د لیکوالو ټولنه کې په دنده بوخت شو. بیا پېښور ته مهاجر شو او هلته یې له بي بي سي راډیو سره همکاري پیل کړه. اوس په ازادۍ راډیو کې دنده تر سره کوي. هغه راډيو چې په لومړي ځل ده پخپله په کابل کې یې دفتر پرانیست.
تر اوسه د احمد تکل دوې شعري ټولګې چاپ او خپرې شوې دي. لومړۍ ټولګه یې د کروندې په نامه په ۱۳۶۹ کال او د ښکلا یوه شېبه یې په ۱۳۷۷ لمريز کال کې په پېښور کې چاپ شوې ده .))
شاعري:
تکل په شعر کې د سمبول او استعارې په ژبه غږېږي او له همدې امله یې شعرونه ډېر انځوريز دي. استاد اسدالله غضنفر د ده د شاعرۍ دې ښکلاوو ته په پام په شاعرۍ کې يې نویو تمایلاتو ته په نغوتې سره وايي چې شاعري يې د پخوانیو شاعرانو، د دېواني شاعرانو او د قدماوو د شاعرۍ په مقابل کې یوه نوې شاعري ده: (( ځينې خلک نوې شاعري یوازې دېته وايي چې د قافیو پابندي په کې نه وي او یا د مصرو اوږدوالی په کې په یوه اندازه وي. یعنې د څپو تول یې پوره وي. خو حقیقت دا دی چې دا یوه وړه، ظاهري او ضمني موضوع ده. هغه شاعري چې موږ ورته نوې وایو، په هغه کې نور خصوصیات هم شته. چې د تکل په شاعرۍ کې دغه خصوصیات د نورو همزو شاعرانو په پرتله زیات دي.))
د غضنفر صاحب په خبره په پخوانیو، دېواني او قديمي شاعرۍ کې که یوه استعاره وي، که یوه تشبيه وي، که یو انځور وي، یو تصویر وي، نو هغه به د خبرې د ښکلا لپاره کارول شوی وي. لکه یوه نجلۍ چې ګاڼه استعمالوي، لکه یوه ناوې چې پسول استعمالوي هغه کولای شي چې هغه پسول له ځانه لرې کړي او دا په خپل حال پاتې وي. یعنې هغه د دې د وجود او بدن یوه ضمني او عارضي برخه وي: (( پخوانو به استعاره همداسې استعمالوله.))
د غضنفر په اند پخوانۍ شاعري کې مجازي ژبې او استعارې یوه ضمني برخه درلوده او یوه اضافي او عارضي ارزښت یې درلود، چې د شاعر د کلام د ښکلا لپاره به مجازي ژبې ته رجوع کېده: (( خو په نوې شاعرۍ کې تمایل دا دی چې کلام ټول استعاري وي، نه یوازې دا چې د کلام ظاهر مجازي وي، بلکې هغه کومه اېډیا چې په کې ده، هغه کوم فکر چې په کې دی، هغه هم ټول سره استعاره وي، ټول په کې مجاز وي.))
غضنفر د خپلې دې ادعا د ثبوت لپاره د تکل د یو استعاري شعر مثال راکوي: (( د ښکلا یوه شېبه د احمد تکل د شاعرۍ دویمه ټولګه ده، د دې ټولګې اول ازاد شعر هرکلی نومېږي، که زما حافظه کار ورکړي دا شعر داسې دی:
هر کلی
لارې جارو کړئ، ډېر اورونه بل کړئ
له لارو اغزي او سرۍ لرې کړئ
د خوشالۍ ډولونه وډنګوئ
شپه په سندرو لکه ورځ غوندې کړئ
نوې جامې واغوندئ
زما د کوټې له دېواله نه زوړ ټوپک را واخلئ
او یو څو ډزې وکړئ
چې د شپو ستوری، د درو شاهين زما کلا ته
له یوه زخم، یوه کفن او یوې غوټې خندا سره مېلمه راغلی
اوس په دې ازاد شعر کې دغه مېلمه یو استعاري مېلمه دی. یو قسم اساطېري مېلمه دی. داسې عادي څوک نه دی. د شپو ستوری دی. دا خپله یو قسم استعاره ده. د درو شاهین دی. په پخوانیو زمانو او پخوانیو استاطیري وختونو کې شاهین یو ډول رب النوع و، په ډېرو قدیمو دینونو کې ستوري په خپله خدایان وو. منظور مې دا دی چې په دې کې د خیال یوه ډېره لویه دنیا نغښتې ده. همدغه مېلمه چې دی یې معرفي کوي ډېر سمبولیک قوت لري،. دغه راز دغه کوربه څوک دی. کوربه هم کوم مشخص سړی نه دی. صرف دومره پوهېږو، چې یوه کلا لري، زوړ ټوپک لري، په نورو حکمونه کوي، یعنې صرف موږ اټکل کولای شو، چې دا د افغانانو د یوه کلي مشر دی، یو افغان دی، یو سپين ږیری دی او یو مېلمه پال سړی دی.))
غضنفر وړاندې وايي، له هغو احکامو چې دی یې جاري کوي، داسې اټکل کولای شو چې ښايي دا د پښتنو له کلچر سره مطلقه سیمه وي، نو دا غیر مستقيمه ژبه ده، نوې شاعري دې ته تمایل لري، چې غیر مستقيمې خبرې وکړي. د تکل صاحب په شاعرۍ کې دغه شی ډېر دی او ډېر زیات دی.))
د تکل په شعر کې بل تمایل د عادي خبرو د انداز او پرداخت مساله ده. غضنفر وايي چې د پخوانۍ شاعرۍ شاعر دا ښه نه بولي چې د عوامو او د عادي خلکو په شان وغږيږي، نوې شاعري دغه کار کوي: (( د تکل صاحب په شعر کې دا شی هم ډېر زیات دی. مثلاً په همدې مجموعه کې چې ما یې نوم واخیست ( د ښکلا یوه شېبه ) په هغه کې د کابل په نوم یو ازاد شعر دی، بېخي مکالمه ده، عادي خبرې دي.))
غضنفر د تکل د شاعرۍ یوه ځانګړنه اعجاز بولي او وايي چې د ده په خیال نوې شاعري اعجاز ته ډېر تمایل لري، ځکه په پخوانۍ شاعرۍ کې موږ مجبور یو چې څپې برابرې راولو، یعنې دولس دولس څپې وي: ((موږ مجبور یو چې قافیه ولرو، کله کله د قافیې د برابرولو او وزن د خانه پري کولو لپاره اضافه کلیمات راولو، یعنې ضرور نه وي؛ خو د دې لپاره چې هغه توله مو برابره وي، کلیمې راوړو. دا کارونه په پخوانۍ شاعرۍ کې کېږي. اوسنۍ او نوې شاعري دېته ضرورت نه لري، ځکه دغه اړتیاوې نه لري نو اعجاز ته په کې تمایل او د غیر اضافي خبرو نه کولو ته په کې تمایل ډېر دی.))
د غضنفر په وینا، دا اعجاز کله کله نوي اړخونه پیدا کوي: (( فرضاً په نوې شاعرۍ کې يې یو اړخ دا دی، په پخوانۍ شاعرۍ کې چې څومره زما حافظه کار کوي، کله هم زما د یوه شاعر داسې بیت نه په یادېږي چې د شعر جمله دې فعل ونه لري یعنې خامخا فعل لري. حتی په لنډیو کې ما دا شیان لیدلي دي او د لنډیو دا شیان نوي طرز ته ورته دي. فرضاً په لنډیو کې وايي: ګل د ګلاب سیوری د ولې. خوب د پېغلې په لاسونه. په دې کې فعل نشته او پخوانی شعر، ديواني او قديمي شعر داسې نه و. خو په نوي شعر کې دا خصوصیت هم شته. یعنې بې فعله جملې وي. د تکل صاحب په شاعرۍ کې ما دا شی هم ولید. دی په (( ستاسو کوڅه کې)) وايي:
هر سهار ستاسو کوڅه کې
هر ماښام ستاسو کوڅه کې
څه بدنام یم څه بدنام یم
څه بدنام ستاسو کوڅه کې
دلته هغه دوه جملې چې تکراريږي څه بدنام یم څه بدنام، هغه فعل لري خو دا نورې جملې یې فعل نه لري. دا هم یو قسم اعجاز ته تمایل دی او یو قسم په کلام کې بلاغت پیدا کوي.))
راځئ چې د تکل همداسې یو شعر ولولو او خوند ترې واخلو:
د ښکلا یوه شېبه
د شنو لښتیو تر پولو لاندې


وحشي ګلونه د باد پر وړاندې
په شنو باغچو کې ويالې بهيږي
په کومو درومي دا لا لهاندې

خوړ راځړېږي له لوړې پرښې
په خوله ځګونه په ژبه ساندې
د لمر زرينې وړانګې خپرېږي
اسمان خنديږي وریځې ژړاندې
باران را کوز شو له لرې لارو
بستر یې خپور کړ پر ځمکه باندې
څېړۍ خپړې اسمان ته جګې
چینار مړوند دی لښتې یې تاندې
وريځې غمجنې ګلان مسيږي
زه درته ژاړم ته راته خاندې
یاد دې په زړه کې اوښکې په سترګو
مېلمه دننه کوربه د باندې
په ما کې کرکه اورونه شيندي
لږ ورحمېږه جلۍ! پر ځان دې
زما د شهيدې مينې انځور کړې
په تورو څڼو دا سره ګلان دې
د پښتو معاصر شعر یوه ښه ځانګړنه دا ده چې معاصر انځور وړاندې کوي او شعر د شاعر په خپلو تجربو ولاړ وي. تکل یو له همدغو معاصرو شاعرانو څخه دی، چې ټولې تجربې یې خپلې او نوې دي. غضنفر په داسې حال کې چې وايي پخواني شاعرانو به په هغو تجربو خبرې کولې او د هغو تجربو په باره کې به یې شعرونه ویل چې موږ به مخکې تر مخکې تجربه کړې او منلې وې؛ خو تکل د خپل وخت تجربه او کيسه راسره شریکوي: (( فرضاً پخوانیو شاعرانو به ویل چې د میو په جام کې د یار حسن ښکاري. دا یو قسم پخوانۍ تجربې وې او دا وروستنیو شاعرانو به بیا همدا خبرې کولې، منتهی تشبيه به یې ور نوې کړه، تصویر به یې ور نوی کړ، شعر ته به یې وزن نوی کړ، دغسې کمالونه به یې کول او په بديعي لحاظ به یې خبره نوې کړه؛ خو خبره او تجربه به په اصل کې زړه وه. خو نوی شاعر دېته تمایل لري چې کاملاً د خپل ژوند یوه نوې کیسه راته وکړي. په خپل ژوند کې یې چې څه لیدلي وي، هغه راته بیان کړي.))
د تکل شعرونه انځوريز دي، دغه شعرونه يې دا راته وايي چې دی تل د تصویر جوړولو اراده لري، هغه هم داسې چې جوړ کړي تصویرونه يې بیا د شعر له عمومي فضا سره پوره اړخ لګوي. ځوان شاعر او لیکوال عبدالغفور لېوال، په نوې شاعرۍ کې د تصویر جوړولو د ارادي تصمیم مسالې ته په نغوتې سره د تکل شعرونه تصویري او انځوريز بولي. د لېوال په وينا، د جوړښت له مخې د شعر یو شمېر تکنيکونه دي چې هغه ته د شعر د جوړښت یا د سټرکچر برخې وايي: (( په هغو کې دغه تصویر ډېر مطرح دی. دا په دې معنی نه دی، هغه مهال چې دا سټرکچرونه په نوي ډول مطرح شول، دا تصویرونه هم را منځته شول، تصویرونه له ډېر پخوا کله چې شعر ا یجاد شوی دی، تصویرونه په کې وو. زړه شاعري هم تصویرونه لري.))
د ليوال په باور، تصویرونه راوستل، د تصویرونو بافت او تصویر ته د تصویر په سترګه کتل او ارادتاً داسې تصمیم نیول چې يو څوک دې و وايي په خپل شعر کې به یو تصویر هستوم دا نوې مساله ده: (( په پښتو شاعرۍ کې دلته په افغانستان کې د هغه بهیر چې تکل یې غړی و، له ارواښاد ننګیال نه را وروسته، تکل په هغو څو شاعرانو کې راځي چې دې مسالې ته يې پام کړی دی، البته د هغه په همزولو کې. د تکل یو شعر دی چې تر اوسه یې په دواړو مجموعو کې نه دی راغلی، هغه ژوند نومېږي، په هغه باندې ما یو وخت لیکنه هم کړې وه، هغه څو تصویرونه څنګ په څنګ ږدي، خپل ژوند تعریفوي، یو وارې زرګونه کاله پخوا ته ورځي او وايي: چې زموږ ژوند هغه کتیبه ده، چې د غره په وچو ګاګو او د ونو په پوټکو لیکلې ده. موږ خپل ژوند څو ځلې تېروو، مرو او بیا را ژوندي کېږو. په بېلابېلو څېرو کې بیا ښورو، بیا په بېلابېلو کفنونو او بېلابېلو قبرونو کې بېرته ځو.))

لیوال وايي چې دا یوه داسې مفکوره ده چې له پخوا څخه له بشریت سره وجود لري، په تېره بیا په هند کې دا د تناسخ عقيدې ته ډېره نېږدې ده، چې انسان کله مري د دوی روح په بل جسم کې ننوځي: (( یعنې دا مساله نوې نه ده، اما په شعر کې تصویر کې راوستلو کې او هغه تمثیلونو کې چې شاعر غواړي هغه پرې موږ ته را ورسوي، دا د تکل په دې شعر کې ډېر نوي او ښکلي دي.))
بله خبره چې لیوال پرې تاکید کوي، هغه د تکل په لومړۍ مجموعه (کرونده) کې د وخت په نسبت تصویرجوړونه ډېره نوې او ډېره ښکلې ده.
تکل وايي:
که کرونده کې ګڼه غبرګه وله وسوځېږي

لوګر به ټکنډه غرمه کې چېرته دمه وکړي
دا فقط دوه کرښې دي، اما زه فکر کوم چې شعریت یې د یوې لنډۍ په اندازه دی. هماغومره مفهوم په کې پروت دی. وګورئ پوښتنه کېږي. کله چې موږ دغه دوه کرښې لولو یوه تصویري فضا مو په ذهن کې رامنځته کېږي. یعنې موږ دستي له ځان سره تصور کوو، د یوې کروندې، د یوې ګڼې غبرګې ونې چې هلته وجود لري او د یوه داسې لوګر چې ځي هلته په سره غرمه کې دمه کوي. دا ټول تصویرونه دي. په دوو کرښو کې څومره تصویرنه، هغه هم متحرک تصویرونه. که چېرې دا وسوځي، دا پوښتنه خپله تصويري ده.))
دا هم د تکل همداسې یو انځوريز شعر:
افغانستان
باد د وحشي غرونو د سوړو منځ کې کور جوړ که

او ستورو

د چینارونو سرکې ځاله وکړه

سپوږمۍ د هسک لمنه

ځانته د مينې او ښايست ځانګو کړه                        

لمر د فصلونو د کرلو برخه بېله

او د خونو رڼولو برخه بېله ورکړه                          
اوبه یې پټې شوې چینو کې چې يې جبر ښکته ونه شړي
ایمان د زړو څښتن شو

 غرور د سترګو ناموس

او ازادي د هسکو غاړو ضمير
خدای ورته صبر د ایوب په تله

او قرباني د اسماعیل په خوښه ومنله

افغانستان یې جوړ کړ

ډاکټر رودوال د تکل شعر استثنايي بولي او د غزل په پرتله یې ازاد شعر غوره بولي، د رودوال په اند د تکل یوه کامیابي دا ده چې خلصه موضوع ټاکي او شاعرانه یې بیانوي: (( زما له انده شاعر ته په شعر کې د هغه د عواطفو او د هغه د احساساتو، د هغه د څرګنداوي او هغه څه چې دی یې خپل باطني مسایل لري او کنټرول ډېر مهم دی. ممکن شاعر یو عالم خبرې ولري خو دا چې لیکي لیکي بلاخره له هغه نه به څه جوړيږي. نو یو وخت داسې راځي چې دی د شعر له چوکاټه وځي، یا په خپل شعر کې دومره مسایل ګڼ کړي، چې بلاخره ابتذال رامنځته کړي. د تکل بریالیتوب په دې کې دی چې یوه او خلصه موضوع ټاکي چې پیل او پای یې معلوم وي او په هماغه قناعت کوي. يعنې یو لنډ، راټول شوی او خلص پيغام په خپل شعر کې وړاندې کوي. له دې امله د ده شعر لنډ هم دی.))
ځینې خلک تکل د جلا لارې خاوند شاعر بولي او خپل دلیل دا وايي چې دی خپل شعر په کلیوالي انځورونو پسولي. اجمل اند چې په همدې اند دی وايي چې تکل په ا زادو شعرونو کې د یوې جلا لارې خاوند دی: (( د هغه ازاد شعرونه له نورو نه توپیر لري. که څه هم دا جلاتوب او جلا لاره کله نا کله د ده په شعرونو کې ګونګوالی هم رامنځته کوي؛ خو تکل په پوره کمال او له هنر نه په با خبرۍ توانېدلی چې په خپلو ازادو شعرونو کې ډېر نازک او باریک کلیوالي انځورونه او تصویرونه وکاروي او د دې ترڅنګ په یوه لوړه هنري جامه یې ټولنې ته وړاندې کړی. د تکل د ازادو شعرونو یو ډېر وړوکی شعر یو وخت ما اورېدلی چې:

جېلوانه

 دا لمدې لښتې مې په ملا باندې په پام وروه
چې دا مې نوي د اختر کالي دي څيرې به شي
که سړی همدې شعر ته وګوري، په همدې شعر کې سړی هغه د ده کومه جلا لاره چې ده هغه هم په کې لیدلی شي او هم يوه ډېره ژوره عاطفه په کې ښکاري.))
دا هم د تکل هغه شعر چې کلیوالي انځورونه په کې څپې وهي:
رمې به مې پېولې
د غره اوبه مې څښلې
سپېڅلی کلیوال وم
خو تا راته په زړه کې
څه غلې وسوسې را پارولې
که ښکلې نجلۍ ښکلې

له کله نه چې کلي ته راتللې
شپېلۍ وې سندر مارې
په زړه مې لګېدلې ستا بدلې
باران غوندې وې ولې
هماسې چې په خوب کې مې لیدلې
په زړه کې مې قران و
هغه راته له سترګو نه ساتلې
په خوب کې مې لیدلې
نظر مې لور په لوري لټولې
لاسونو کې مې نه راګيرېدلې
یا سیوری وې د ولې
یا وږمه وې د سنځلې
سهار به مې غنمو سره

ځمکه کې کرلې
غرمه د خوب څپه وې
پر لېمو مې ځنګېدلې
زېړی مازیګری به مې
خیالو سره رېبدلې
ماښام به مې لمانځلې
د شپې به له سپوږمۍ نه 
په زړګي را ورېدلې
اوچته الوتلې
په لوړه درته ناست وم
په کتار کې مې څارلې
ناڅاپه په هوا شوم
د زاڼو له کتاره مې 
پنجو کې ونیولې
سره له دغومره ښېګڼو کله کله د تکل شعر کې نیمګړتیاوو ته هم ګوته نیول کېږي، چې یوې نیمګړتیا ته یې رودوال داسې نغوته کوي: (( زه فکر کوم د شعر اورېدنه، د شعر ویل او په مقابل لوري یا یو بل چا باندې د شعر اغېز دا ټول یو عاطفي او رښتيني تړاو ته ضرورت لري. دا سمه ده، هغسې لفافه چې د ده شعر یې باید ولري، نه یې لري. دا پرې یو انتقاد دی. زه فکر کوم هغه تلازمات چې په شعر کې زموږ په کار دي، یعنې په یو پښتو شعر کې، له هغه پلوه او له هغه نظره ممکن په تکل نیوکه وشي. خو یو کمال چې تکل یې لري، هغه دا دی چې دی په خپل کلام، خپله وینا او خپله خبره کې صادق دی. هر څه چې وايي مصنوعي يې نه وایي، دی یې هماغسې احساسوي، هماغسې یې انګېري، هماغسې یې ګوري او هماغسې یې وايي. فکر کوم همدغه یې علت دی چې هماغه ډول تاثیر پرېباسي.))
خو نذیر احمد نذیر بیا په بل نظر دی او وایي چې تکل خپله خبره په کلیماتو کې نغاړي: (( تکل صاحب په ځینو ځایونو کې سپینې خبرې کوي، یوه عادي خبره وي؛ خو په داسې رمز کې يې تاووي او د هنر په جامه یې ښکلې کوي چې هر چا ته خوند ورکوي.))
بله نیمګړتیا چې د تکل شعر ټکنی کوي، هغه د وزن ماتېدل دي. رودوال په دې اړه وايي: (( هغه وزن، هغه اهنګ، هغه ترنم، هغه خوږلني چې زموږ د روان ادبي بهیر ازاد شعر یې لري، د تکل شعر یې نه لري. له هغه نه رابېل دی.))
خو غضنفر د وزن دا ماتېدل یو ضرورت ګڼي: (( ځینې ادبپوهان وايي چې د تکل صاحب په شاعرۍ کې کله کله وزن ماتېږي، زه نه پوهېږم دوی ته به دا یو قسم عیب ښکاري، خو ما ته دا کمال ښکاري، ځکه کله چې موږ په شعر کې یو داسې ماحول ایجاد کړو چې بېخي د عادي خبرو مینه پرې ماته شي، چې دا کله کله ضرورت وي؛ نو کله کله وزن ماتول په کار دي. له وزن سره داسې سلوک هم په کار د،ی دا هم یو ډول کلیشه ماتول دي.))
د غضنفر په اند میرزا عبدالقادر بېدل په فارسي کې یو داسې شاعر تېر شوی چې تل یې د نویو خبرو کولو کوښښ کړی دی: (( د ده په نویو خبرو کې یوه دا هم ده، چې:
سکته هم ناز به رواني می کند
دا یوه ډېره لویه خبره ده، البته دی په خپل طرز داسې خبره کوي. دی وايي چې تر روانۍ کله کله سکته ښه ده. یعنې سکته کې کله کله داسې ښایست پیدا شي، چې رواني ورته وګوري او احساس د حقارت وکړي او هغه سکته ګۍ کې داسې قوت پیدا شي چې اکټ پرې وکړي.))
د ښاغلي تکل پر شعر او شاعرۍ د اوس لپاره په همدومره بحث بسنه کوو، ګوره که د تکل نور شعرونه چاپ شي او موږ ته پرې د بحث ور خلاص شي.

په همدې هيله

۱۳۸۴.۵.۲۴