ليكوال: صديق الله بدر

                  

                            ايمل پسرلى، د ځانګړي سبك كيسه ليكوال

 

    ايمل پسرلى د پښتو د نازكخيال شاعر او پاخه ليكوال محمد صديق پسرلي زوى په كندز كې زېږېدلى، وړكتون يې په كندز او لومړني دوه ټولګي يې په كابل كې لوستي دي. په افغانستان كې د ناتار له پيل نه كال وروسته له خپلې كورنۍ سره پېښور ته كډه شوى دى.

    له لومړنيو او منځنيو زده كړو وروسته  د پېښور له پوهنتون څخه يې د لېسانس سند واخيست او لندن ته لاړ. په لندن كې يې د نوې مډيا په نامه نورې زده كړې هم وكړې.

     له ۱۳۷۳ نه تر ۱۳۷۵ پورې يې له لندن نه په پښتو ژبه د ډېوې په نامه مياشتنۍ مجله خپره كړېده او له څو كلونو راهيسې له بي بي سي راډيو سره په كار بوخت دى.

لنډه موده كېږي، چې كابل ته راغلى او په كابل كې د بي بي سي راډيو د دفتر مشر دى.

     ايمل  له تنكيني عمر كيسه ليكلو ته مخه كړې او لامل يې دا دى، چې دى په  يوه داسې درنه فرهنګي كورنۍ زوكړى، چې ټول غړي يې د پښتني فرهنګ د غوړېدا لپاره په ډېره مينه مټې رانغښتې او نور پښتانه هم دغه چوپړ ته هڅوي. نو طبيعي خبره ده، چې په يوې داسې كورنۍ كې زوكړه او لوئيدل له اغېز نه خالي نه وي.

     تر اوسه د ايمل پسرلي د څلورمه لار، يو مزل او دوې نړۍ او د څارنوال هنري قضيې او نورې كيسې په نومونو درې د لنډو كيسو ټولګې، د ډالري معاش په نامه  د دوو ډرامو ټولګه او د بې ځالې مرغه او لټون په نومونو دوه نالونه چاپ شوي دي.

     د ايمل د كيسو موضوعات ټولنيز دي او هغه څه رانغاړي، چې انسان دوه زړى كوي. د زوړ او نوي تر منځ مجادله  ده، د بهر او دننې تر منځ مجادله ده، د مشر او كشر تر منځ مجادله ده. هغه ځايونو كې چې انسان د دوو ارزښتونو تر منځه په تردد كې پاتې كېږي، دغه موضوع د ايمل په ډېرو كيسو كې راترسترګو كېږي.

    لنډوالى، وضاحت او ښكلا د ايمل پسرلي د كيسو نورې غوره ځانګړنې دي. دا هغه ځانګړنې دي، چې نوموړى راته د يوې جلا لارې او سبك څښتن كيسه ليكونكى راپېژني.

 

يادونه:

 ډير ژر به د ښاغلي ايمل پسرلي د كيسو په اړه زما ګزارشي ليكنه په دغه پاڼه كې ولولئ.